یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د سولې ټکنۍ پروسه او د ولسي فشار اړتیا

جنوري 1, 2020
in دریځ
0 0

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه څو میاشتې وړاندې نهايي شوې او یوازې لاسلیک یې پاتې دی. د دې هوکړې لاسلیک کله د ټرمپ پر یوه ټویټ وځنډېږي او کله هم د امریکا له خوا نوې غوښتنې د خنډ او ځنډ لامل شي. کله طالبان پر یوه خبره کلک ولاړ وي او دریځ یې نه نرمېږي او کله هم د ملي یووالي حکومت یو مخ دا پروسه مردود ګڼي. اوس امریکا له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي، خو طالبان د تاوتریخوالي د مشروط کمولو خبره کوي. حکومت نه یوازې د سولې په دې پروسه کې کومه مرسته نه کوي، بلکې له افغان اړخه د پلاوي په ټاکلو کې ځنډ کوي او نورې ستونزې جوړوي. په دې سره د سولې روانې خبرې له ستونزو او خنډونو سره مخ دي. که څه هم د سولې هوکړه نهايي شوې او د بین الافغاني خبرو لپاره هم ژمنې شوې دي، خو بیا هم پایله ځنډېږي.

څومره چې د سولې د هوکړې لاسلیک او سوله ځنډېږي، همدومره د افغانانو وژنې او ځورونې دوام کوي. همدومره د افغانستان وراني او د افغانانو بدبختي اوږدېږي. د جګړې درېدل له ښکېلو اړخونو ډېر د ولس او عامو خلکو غوښتنه او اړتیا ده. د جګړې تاوان ولس ته رسېږي او د سولې ګټه به هم ولس ویني. له همدې امله ولس غواړي چې دا جګړه ژر ختمه شي او د سولې هوکړه لاسلیک شي. د دې لپاره چې د ولس دا غوښتنه عملي شي، نو پکار ده چې ولس هم یو کار وکړي. که څه هم ولس په جګړه کې دی، وژل شوی او ځپل شوی، خو دا ځل دې یو متفاوت ګام واخلي. ولس ته پکار ده چې د جګړې پر ښکېلو اړخونو یو پراخ فشار راوړي. همدا د فشار راوړلو لپاره مناسب وخت دی او له شک پرته چې ولسي فشار د سولې پر وړاندې خنډونه له منځه وړلی شي او ښکېل اړخونه مجبورولی شي چې خپل دریځونه نرم کړي او د سولې هوکړه لاسلیک کړي. ولس دې اوس پر دریو اړخونو فشار راوړي. تر ګردو لومړی پر امریکا او ملګرو یې پراخ فشار پکار دی، ځکه چې هوکړه نهايي شوې، خو امریکا یې له لاسلیک ځان غړوي. له همدې امله پکار ده چې د پراخو لاریونونو او غونډو له لارې له امریکا وغوښتل شي چې د سولې هوکړه لاسلیک کړي. دویم پر طالبانو فشار پکار دی چې د سولې په برخه کې لا زیات نرمښت وښيي او له خپلو ځینو هغو شرطونو تېر شي چې په کور دننه د ستونزو سبب ګرځي. درېیم ولسي فشار باید د ملي یووالي پر حکومت وي. له حکومته باید وغوښتل شي چې د سولې په برخه کې مزاحمتي رول ختم کړي، د بین الافغاني خبرو لپاره ژر تر ژره د حکومت او نورو افغانانو ګډ پلاوی وټاکي او خپلې بې ځایه سرې کرښې او شرطونه ختم کړي.

له شک پرته چې یو پراخ ولسي فشار د سولې په برخه کې د شته خنډونو په له منځه وړلو کې مرسته کولی شي. له همدې امله اوس د ولسي فشار وخت دی. هغه سیاستوال، سیاسي ګوندونه او فعالین چې پر ولس یې زړه درد کوي، همدا یې وخت دی چې د خلکو د را ټولولو او د دغه مثبت فشار د ایجاد هڅه وکړي.

Share24Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In