په عراق کې د امریکا له خوا د قاسم سلیماني له وژلو او د ایران له خوا یې د غچ اخیستو له ګواښ وروسته، ځینې افغانان وېره لري چې دا چاره به د افغانستان پر وضعیت منفي اغېز وکړي. دوی وېره لري چې ایران به په افغانستان کې له امریکا د غچ اخیستو هڅه وکړي او په دې ډول به افغانستان لا زیات د پردیو د نیابتي جګړې پر ډګر بدل شي.
اوس پوښتنه دا ده چې د امریکا او ایران لانجه افغانستان ته را غځېدلی شي؟
د قاسم سلیماني وژنې ته د ځینو افغان اړخونو غبرګونونه د هغو اړیکو پر اساس وو، چې له دغو هېوادونو سره یې لري. هغوی چې د امریکا تر سیوري لاندې دي او همدلته خپله بقا ویني، نو د امریکا پر پلوۍ یې خولې پرانیستې او هغوی چې له ایرانه خړوبېږي، د ایران پر پلوۍ یې پر امریکا نیوکې وکړې. په افغانستان کې داسې دریځ چې د افغاني ګټو پر اساس وي، کم و. موږ دلته پر دغو دریځونو بحث نه کوو، خو دغو دریځونو هم وېره زیاته کړې ده. اوس دلته پر دې وېره بحث کوو چې د ایران او امریکا لانجه افغانستان ته را غځېدلی شي. په افغانستان کې د امریکا او ایران لانجه له پخوا وه، خو ګډې ګټې یې تر ستونزو ډېرې وې. امریکا د ایران او ایران د امریکا ګټې خوندي کولې او دا لوبه تر اوسه هم روانه ده. له همدې امله د ایران او امریکا تر منځ په افغانستان کې کوم لوی او محسوس ټکر نه دی لیدل شوی. اوس چې د امریکا او ایران لانجه زیاتېږي، بیا هم په افغانستان کې د دوی تر منځ د ټکر شونتیا په څو دلایلو کمه ده. لومړی هغه ډلې ټپلې چې د ایران له خوا یې ملاتړ کېږي، ډېر نظامي فعالیت نه لري او په هغه حد کې نه دي، چې د امریکا پر وړاندې مزاحمت جوړ کړي. که امریکا وغواړي، دا ډلې کمزورې کړي، نو ورته اسانه ده، خو دا ډلې چې ایران یې ملاتړ کوي، له امریکا سره هم ښې اړیکې لري. ایران له طالبانو سره هم اړیکې لري، ځینې کسان فکر کوي چې د طالبانو له لارې به ایران دا هڅه وکړي. د دې شونتیا هم کمه ده، ځکه له یوه اړخه د ایران او طالبانو تر منځ زیات باور نشته، له بله اړخه طالبان اوس په داسې حال کې نه دي چې د امریکا پر ضد دې د امریکا له دښمن هېواد د نظامي مرستو اخیستو ته لاس واچوي. طالبان له امریکا سره د سولې په درشل کې دي او نه غواړي دا فضا خرابه کړي. له همدې امله حاضر به نه وي چې له ایران څخه وسلې واخلي او یا د ایراني ګټو لپاره پر امریکايي اهدافو بریدونه وکړي. له بله اړخه که ایران په افغانستان کې پر امریکايي موخو د برید هڅه وکړي، نو تر امریکا یې ایران ته ډېر زیان اوړي.
ځینې نور لاملونه هم شته چې پر اساس یې ویلی شو، د امریکا او ایران زیاتېدونکې لانجه به افغانستان ته را نه شي. کېدای شي ځینې وړې سیالۍ وکړي، خو په افغانستان کې یې د سوریې او عراق په شان د ټکر شونتیا نشته.