د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته رسېدلی دی او پرون یې هلته له ملا برادر سره لومړنۍ ناسته کړې ده. خلیلزاد به له طالبانو سره د سولې د هوکړې تر لاسلیک وړاندې پر اوربند یا د تاوتریخوالي پر را کمولو خبرې وکړي. نوموړي طالبانو ته د سولې د هوکړې د لاسلیک لپاره د لس ورځني اوربند شرط اېښی و، چې طالبانو پرې په خپل منځ کې اوږده بحثونه او مشورې وکړې او اوس به خپل وروستی دریځ له خلیلزاد سره شریکوي.
په دې وروستیو کې د سولې خبرې سړې شوې وې، ډېری کسانو فکر کاوه چې د سولې خبرې په ناوړه حالت کې دي. له همدې امله ناهیلي زیاتېدله او ډېرو کسانو فکر کاوه، چې امریکا د اوربند شرط کېښود او طالبانو رد کړ. پایله یې دا شوه چې د سولې خبرې له خنډ سره مخ شي او ښايي دا خنډ او ځنډ ډېر وخت دوام وکړي. اوس چې خلیلزاد بیا قطر ته ورګرځېدلی، نو ځینې خلک فکر کوي چې ښايي بیا کوم پرمختګ او بدلون راشي. پر دوو دلایلو د یوه پرمختګ شونتیا شته. لومړی دا چې طالبان د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو په اړه یو مخ منفي ځواب نه لري، بلکې غواړي تاوتریخوالی کم کړي. البته د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ځینې شرطونه لري. دا شرطونه او دریځ به له امریکايي اړخ سره شریکوي او امریکايي اړخ به بیا خپل دریځ روښانوي. په دې ډول د امریکا او طالبانو تر منځ د اوربند مسئله یو مخ له خنډ سره نه ده مخ شوې، بلکې په دې اړه د بحث، د نظریاتو د تبادلې او جوړجاړي شونتیا شته چې له شک پرته د خلیلزاد په دې سفر کې به پرې بحث وشي. د پرمختګ دویمه شونتیا له وروستیو سیمه ییزو بدلونونو سره تړلې ده. له ایران سره د امریکا لانجه زیاتیږي. امریکا غواړي له طالبانو سره په جوړجاړي په سیمه کې ځان لا زیات وزګار کړي او پر ایران به تمرکز کوي. دویم امریکا به له دې وېرې هم د افغان سولې پر چاره لا زیات تمرکز کوي، چې ایران له طالبانو سره نظامي مرستو ته لاس اوږد نه کړي. له بله اړخه په امریکا کې ټاکنې را نږدې کېږي او ولسمشر ټرمپ په افغان سوله کې پرمختګ ته اړتیا لري چې په کور د ننه یې د بریا لپاره وکاروي. له همدې امله د خلیلزاد په دا ځل سفر کې د پرمختګ شونتیا شته.
د خلیلزاد دا ځل سفر به هم وروستی نه وي، لا هم خبرو اترو، بحث او چنو ته اړتیا شته. دا خبرې او په پای کې معامله به وخت اخلي، خو دا وخت کلونه نه، بلکې میاشتې دی. د امریکا او طالبانو معامله یا سوله حتمي ده، ځکه چې دا چاره مخامخ د امریکا له ګټو سره تړلې ده. له یوه اړخه د امریکا لپاره د افغان جګړې غځول ستونزمن دي او له بله اړخه دا چاره د امریکا له عامه ذهنیت سره تړلې او ټرمپ به هڅه وکړي، چې دا چاره هم په ټاکنو کې د خپلې بریا لپاره وکاروي.