پوهېږم چې دا بحث ډېر مینهوال نه لري، خو اړینه ده چې په اړه یې یو څه ووایم. ډېری خلک له اړتیا زیات خوب کوي. دا چې دوی ډېر خوب کوي، نو خلک ورته د خوب ګوډی وایي. ډېر خوب د دې لامل کېږي څو د خپل ژوند ډېره غوره او زرین ساعتونه له لاسه ورکړو. دوی له ډېر ګران بیه ډالیو بې برخې کېږي او د خوب له تخت سره په مبارزه کې هم پاتې راغلي وي. دوی د همدې عادت له امله د عظمت او لویوالي فرصت یوازې له لاسه ورکړی وي. په یاد به مو وي چې خوب، د خوب زېږنده دی، هر څومره چې ډېر خوب وکړی، هغومره ورته ډېره اړتیا پیدا کوی. ایا کله مو دغه څه احاس کړي، هر څومره چې ډېر ویده شی، هغومره ټنبل او خوبوړي وی؟ حیرانوونکې ده! که نه؟ خو دا یو حقیقت دی.
هو، پوهېږم چې د ځواک او روغتیا لپاره خوب ته اړتیا لرو او خوب موږ ته یو ځل بیا انرژي راکوي، زما وېره له کچې د ډېر خوب کولو څخه ده، هغه خوب چې عالي انسانان له پرمختګ څخه وروسته پاتې کوي او هغه خوب چې د ژوند پوټنشیل مو راکموي. نو ښه ده چې انډول مراعات شي.