د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که عراقي دولت غواړي امریکايي ځواکونه له دغه هېواده ووځي، نو باید هغه پیسې ورکړي چې امریکا په عراق کې لګولې دي. ټرمپ ویلي چې که عراق هغه ۳۵ میلیارده ډالره ورکړي چې دوی په دغه هېواد کې لګولي، نو خپل ځواکونه به وباسي. ټرمپ له هغه وروسته دا څرګندونې کوي چې عراقي پارلمان له خپل هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه وکړه.
د عراق دې تجربې ته په کتو سره ښکاري چې موږ به هم یوه ورځ له امریکا سره په اړیکو کې دغه حالت ته ځو او همداسې به ورسره لاس او ګریوان وو. له همدې امله پکار ده چې سر له اوسه تیاری ولرو او ځینې ګامونه واخلو.
د ټرمپ خبرې حیرانوونکې وې، ځکه عراقیانو له امریکا نه وو غوښتي چې هېواد ته یې ورشي. امریکا پر عراق د خپلو ګټو لپاره برید وکړ او هلته یې خپل ځواکونه پرېښودل. د عراق او امریکا تر منځ هېڅ داسې کوم تړون او هوکړه هم نه وه چې امریکا به په عراق کې پیسې لګوي او په بدل کې به یې عراق امریکا ته پوځي اډې ورکوي. له بله اړخه امریکا دا پیسې د عراق پر ودانولو نه دي لګولې، بلکې د عراق پر ورانولو او جګړه یې لګولې دي. واحد عراق یې پر دریو برخو وېشلی او پیاوړی عراق یې پر یو داسې هېواد بدل کړ، چې اوس پکې د سیمې هېوادونه او امریکا خپلې لوبې پر مخ وړي.
موږ په افغانستان کې له همداسې حالت سره مخ یو. امریکایان ادعا کوي چې دلته یې ۱۲۰ میلیارده ډالره لګولي دي. کله دا شمېره لوړه شي او کله هم ټیټه او پر ټوله جګړه خو د زرو میلیاردو ډالرو د لګولو ادعاوې هم کېږي. امریکا تل داسې ښودلې چې ګواکې دا هر څه یې د افغانانو لپاره کړي دي او دوی له افغانستان سره مرسته کوي. په افغانستان کې لاسپوڅو واکمنو هم د امریکا دا ادعاوې یو ډول تایید کړې او دا چاره یې د امریکا احسان ګڼلی دی. رښتیا دا دي چې امریکا دلته هم لګښتونه د خپلو ګټو لپاره کړي دي. ټولې مرستې اقتصادي- سیاسي وې یا ښه ده چې ووایو ټولې مرستې یې ښکېلاکي – اقتصادي وې. امریکا دلته جنایتونه کړي، ورانی یې کړی، ممنوعه وسلې یې کارولې، سلګونه زره خلک یې وژلي، زموږ ارزښتونو ته یې زیان اړولی، جګړه یې جوړه کړې او افغانستان ته یې سیمه ییزې ستونزې پیدا کړې دي. له همدې امله په افغانستان کې د امریکا لګښت او حضور د امریکايي ګټو د خوندیتوب او د افغاني ګټو پر ضد و.
اوس مخکې له دې چې امریکا پر موږ نور احسان واچوي او یا د عراق له برخلیک سره مخ شو، پکار ده چې پر خپلو پښو د درېدو هڅه وکړو او له امریکا د جنګي غرامت غوښتنه وکړو. سره له اوسه باید موږ له امریکا وغواړو چې د افغانستان د ورانولو، جګړې، انسان وژنې، ممنوعه وسلو د کارونې او نورو جنایتونو غرامت را کړي. دا داعیه باید سره له اوسه پیل شي او ورځ تر بلې پیاوړې شي. له دې پرته موږ د عراق پر برخلیک اخته کېدونکي یو او بیا به هېڅ ځواب نه لرو.