له څو ورځو راهیسې په کابل کې د مایع ګازو بیه له اسمان سره خبرې کوي. پرون په کابل کې یو کیلو ګاز په سل افغانۍ پلورل کېده، چې په ځینو سیمو کې دا بیه تر دې هم لوړه وه. د ګازو د بیې لوړوالي خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي، ځکه له یوه اړخه سوړ ژمی دی او له بله اړخه برېښنا هم ډېر وخت نه وي او ځینې خلک د کورونو د ګرمولو لپاره هم له ګازو ګټه اخلي.
خلک له دې امله غوسه دي او پر حکومت پرله پسې نیوکې کوي، خو حکومت مناسب ځواب نه لري. دولت یوازې دومره وايي چې د مایع ګازو د تصدۍ دولتي مغازې ګاز ارزانه پلوري. د دغو مغازو مخې ته په سلګونو کسان ولاړ وي او ټوله ورځ انتظار کوي، خو د ورځې په پای کې بیا هم نوبت ور نه شي. په دې ډول خلک په ستونزو کې دي او دولت یې هم پر وړاندې بې تفاوته دی. له بده مرغه دولتي چارواکي د ولس ستونزې، خپلې ستونزې نه ګڼي، ولس خپل نه ګڼي او له خلکو پردي دي. د خلکو ستونزې، وېر او چیغې پر دوی هېڅ اغېز نه کوي. د سوداګرۍ وزیر چې مخامخ د دې چارو مسوول دی، د افغانانو پر ژبه نه پوهېږي او آن پر افغانیت یې هم شک دی، له همدې امله د افغانانو له درد، خپګان او ستونزو ناخبره دی. له بله اړخه د مایع ګازو سوداګرو هم پر اسلامي او انساني ارزښتونو پښه اېښې، احتکار کوي او د دې غریب ولس وینې ځبیښي. دوی پوهیږي چې حکومتي چارواکي یې مخه نه نیسي او یا هم په دغه ظلم کې ورسره شریک کېږي.
د اشرف غني اقتصادي پلانونه هم یوازې دروغ وو چې د خلکو په سترګو کې د خاورې شیندلو او رایې اخیستلو لپاره یې ویلي وو. پرون سیګار ویلي چې افغانستان د نړۍ تر ټولو بې وزله هېواد دی چې تر پنځوس سلنې زیات وګړي یې د ورځې یوازې پر یو ډالر ژوند کوي. د ملي وحدت حکومت د اقتصادي ستونزو د زیاتېدو او د خلکو د کار او ژوند د خرابېدو سبب شوی دی. دوی یوازې دروغ ویلي او له وړو مسایلو یې لویې کیسې جوړې کړې دي. حکومت د چین او افغانستان تر منځ د اورګاډي د پرانیستې لپاره پراخ تبلیغات وکړل، خو اورګاډی چې ولاړ بیا را ونه ګرځېد. حکومت د لاجوردو په لاره د شپږو لاریو د تګ لپاره پراخ تبلیغات وکړل، خو همدا یې لومړنی او وروستی تګ و. دا چارواکي آن د ایران په هوايي حریم کې د ستونزو له امله افغانستان ته د سل زرو ډالرو عوایدو زیاتوالی هم ستره لاسته راوړه ګڼي او تبلیغوي یې. دا حکومت یوازې پر دروغو او په ټولنیزو رسنیو کې پر تبلیغاتو چلېږي، خو پر ځمکه د خلکو ژوند ورځ تر بلې خرابېږي، د خلکو اقتصاد کمزوری کېږي، خو د توکو بیې زیاتیږي. دولت هم ورځ تر بلې مالیې لوړوي او د خلکو جیبونه لوټي.
رښتیا دا دي چې له دې چارواکو نور تمه کول بې ځایه دي، دا واکمن له موږ پردي دي، زموږ له ګټو او ارزښتونو پردي دي. د دې ولس درد، غم، خپګان او ستونزې چارواکو ته مهمې نه دي او د ولس او چارواکو تر منځ کوم ګډ ټکی نشته. له همدې امله پکار ده چې دوی نور له دې څوکیو را ښکته کړل شي او پر ځای یې وړ، د ولس پر درد دردمن او زموږ د ارزښتونو لرونکي خلک واکمن شي.