له یو مبهم حالت وروسته یو ځل بیا د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبرونه ورکول کېږي. طالبان وايي چې د تاوتریخوالي د را کمولو طرحه یې امریکایي لوري ته سپارلې ده. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې ښايي د همدې میلادي میاشتې په پای کې د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي. له دې سره په جرمني کې د بین الافغاني غونډې لپاره هم هلې ځلې پیل شوې دي. دا غونډه به د سولې د هوکړې له لاسلیک یوه اونۍ وروسته جوړېږي. د همدې لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکس پوتزل او د دې غونډې د جوړوونکې موسسې (برګهاف) مشر هم کابل ته راغلي او دلته له سیاستوالو او حکومتي چارواکو سره خبرې اترې کوي.
داسې ښکاري چې د سولې د هوکړې د لاسلیک وخت را نږدې شوی دی او ژر به د امریکا او طالبانو ترمنځ دا هوکړه لاسلیک شي. دا به یو مهم پرمختګ وي او د سولې په مخ کې به مهم خنډ له منځه ولاړ شي. له دې سره به بین الافغاني خبرې پیلېږي، چې پکار ده هغه هم ژر پایله ولري. د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره که څه هم کار پيل شوی، خو په دې برخه کې جدي ستونزې شته. تر ګردو لویه ستونزه لا هم دا ده چې د افغانستان حکومت د دغه هر څه مخالف ښکاري. حکومت غواړي هر څه د دوی په مشرۍ او مالکیت مخکې ولاړ شي، خو دا چاره نه طالبان مني او نه حکومت هغه واک او ځواک لري چې خپله دا غوښتنه عملي کړی شي. اوس طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو طرحه امریکايي لوري ته سپارلې ده چې په حقیقت کې همغه اوربند دی، خو طالبان نه غواړي چې په رسمي ډول د اوربند نوم ورکړي. حکومت بیا وايي چې اوربند شرط دی. طالبان له حکومت سره خبرو ته حاضرېږي نه، خو دوی شرطونه ږدي. حکومت به هغه وخت شرطونه اېښودلی چې طالبان ورسره خبرو ته حاضر وی او یا یې هم له یو پیاوړي دریځ څخه خبرې کولی. اوس د حکومت له خوا د شرطونو وړاندې کول، یوازې یو مزاحمت دی، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې مخه هم نه شي نیولی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کېدونکی ده. موږ باید د بین الافغاني خبرو لپاره تیاری ولرو. حکومت باید د خبرو لپاره مذاکراتي ټیم اعلان کړي. په دې چاره کې ځنډ نور په واضح ډول د سولې مخالفت دی او خلک به یې ونه شي زغملی. حکومتي چارواکي باید نوي واقعیتونه ومني او دا درک کړي چې د واک د دوام هڅې یې ناکامې شوې او سوله را روانه ده. له همدې امله دوی باید خپل دریځ بدل کړي. اوس پکار ده چې د سولې لپاره پر یو جامع مذاکراتي ټیم کار وشي. دا ټیم چې ۱۵ غړي به لري، یوازې حکومتي ټیم نه دی، بلکې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او ښځو استازي به هم پکې وي. دا یو لانجمن کار دی او حکومت ته پکار ده چې دا کار بشپړ کړي. د حکومت په منځ کې او د حکومت او سیاستوالو ترمنځ د دغه مذاکراتي ټیم پر غړو اختلاف شته او جدي هم دی، خو دا ستونزه باید حل شي. حکومت باید له سیاسي ګوندونو، سیاستوالو او مدني ټولنې سره په دې اړه چټک او بېړنی کار وکړي او په ګډه یو جامع پلاوی وټاکي. له دې پرته د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه کېږي او لانجه به موږ ته را پاتې وي او مسوولیت به یې بیا د حکومتي چارواکو پر غاړه وي.