په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبرونه ورکول کېږي. ویل کیږي چې امریکا د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کمولو طرحه منلې ده. د دواړو اړخونو له لوري د سولې هوکړه وروستۍ شوې ده او اوس یوازې پر دې خبرې روانې دي، چې هوکړه لیک به چېرته، څه وخت او څه ډول لاسلیک کېږي. د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې به لا هم روانې وي. دواړه لوري د پرمختګ خبرې کوي، خو د پرمختګ د جزیاتو په اړه رسنیو ته رسمي څه نه وايي. څه چې محسوس دي، هغه د سولې په خبرو کې پرمختګ دی.
د سولې په خبرو کې د پرمختګ له خبرونو سره اوس دا پوښتنه ده چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو برخلیک به څه ډول وي؟
پرون د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وویل چې لا یې هم د دریو سوو زرو لانجمنو رایو په تړاو پرېکړه نه ده کړې، چې په دې ډول اساسي لانجه پر خپل حال پاتې ده. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کارونه له مهالوېش سره سم مخکې نه ځي او په دې برخه کې خنډونه شته. له یوه اړخه په کمېسیون کې داخلي اختلافات پیدا شوي او له بله اړخه یې د ټاکنو له کمېسیون سره ستونزه ده. تر دې مهمه دا چې د کمېسیون غړي تر ژور فشار لاندې ښکاري. اوس دغه حالت ته په کتو سره اټکل دی چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کار به لا زیات وخت واخلي او وروستۍ پایلې به ډېرې وځنډېږي. د وروستۍ پایلو ځنډ او نامعلوم برخلیک هغه څه دي چې په قطر کې له خبرو او پرمختګونو سره مرسته کوي او داسې ښکاري چې دا هر څه د همغه لپاره ډیزاین شوي دي. که په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې اوږدېږي، نو د ټاکنو وروستۍ پایلې به نورې هم ځنډېږي. که طالبان او امریکا هوکړه لاسلیک کوي، نو دلته به هم بدلون راځي او اټکل دی چې د هوکړې له لاسلیک وروسته به دویم پړاو ته د ټاکنو د تګ اعلان کېږي. په دې ډول د اوسني حکومت کار دوام کوي. حکومت به د دویم پړاو ټاکنو خبرې کوي، خو سیاسي تحولات او د سولې هوکړه به هر څه بدل کړي. ورو ورو به د انتقالي حکومت لپاره هڅې پیل شي او څو میاشتې وروسته به اوسني چارواکي مجبور شي چې خپل ځای انتقالي حکومت ته پرېږدي. دا هغه څه دي چې په اړه یې ویل کېږي او په ټاکنو او سوله کې بدلون هم له دې تحلیل سره مرسته کوي.
د افغانستان او افغانانو د خیر لپاره موږ باید نور د ټاکنو دوسیه وتړو او نوو بدلونو ته ځان تیار کړو. د امریکا او طالبانو تر هوکړې وروسته موږ باید په شدت سره د افغانانو د خپلمنځي جوړجاړي هڅې وکړو. هسې نه چې امریکایان به ووځي، خو موږ به نه جوړېږو او بیا به بهرنیان وايي چې اصلي ستونزه د افغانانو خپله ده. بهرنیان وځي، خو افغانان خپلو منځو کې سره نه جوړېږي. له همدې امله موږ باید د خپلمنځي جوړجاړي لپاره عملي ګامونه واخلو. د خپلمنځي جوړجاړي په برخه کې شرطونه، سرې کرښې او له کرکې ډک دریځونه باید ځای ونه لري او موږ باید له دې موقع ګټه واخلو چې خپل هېواد له دې اوږدې جګړې وباسو.