پرون د منظور پښتين له نیولو وروسته په پاکستان، افغانستان او ډېرو هېوادونو کې پراخ لاریونونه وشول او د منظور پښتین د خوشې کولو غوښتنه وشوه، خو پاکستان نه یوازې هغه خوشې نه کړ، بلکې د محسن داوړ او د دغه غورځنګ د نورو غړو په ګډون یې ځینې نور مشران او فعالین هم ونیول. په ضمانت د منظور پښتین د خوشې کولو غوښتنه هم رد شوې ده او هغه ډېره اسماعیل خان زندان ته لېږدول شوی دی.
د منظور پښتين او ډېرو نورو سیاسي او ولسي فعالینو نیول د پاکستاني پوځ، نظام او استخباراتو له خوا له پښتنو سره د ظلم، زیاتي او ناقانونۍ یو ښکاره مثال دی. د پاکستان له خوا د پښتنو پر ضد له وروستیو ګامونو ښکاري چې حالت نور خرابېږي. په پاکستان کې به پر پښتنو فشار لا زیات شي، وبه ځپل شي، خو تسلیم به نه شي، بلکې لا به متحد شي او د ځان ژغورنې لپاره به لا پیاوړي ګامونه واخلي. د پاکستان له ایجاد څخه تر اوسه پورې پاکستاني نظام له پښتنو سره ناوړه چلند کړی، د پاکستان زندانونه پر پښتنو ډک شوي، پښتانه لوټل شوي، وژل شوي او وطن پرېښودو ته اړ شوي دي. پر پښتنو دا ناتار له ۲۰۰۱ ز کال وروسته لا زیات شو. د افغانستان په جګړه کې له امریکا سره د پاکستاني نظام مرستې دا زمینه برابره کړه چې پاکستان په قبایلو کې په سلګونو زره پښتانه ووژني، کلي یې ونړوي، بازارونه یې وسوځوي او د ډېرو ځوانانو مړي او ژوندي ورک کړي. دوی په همدې موده کې وتوانېدل چې قبایل لاندې کړي او هر ظلم او ناروا ته لاس واچوي. پایله یې دا شوه چې سوځېدلي او ټکول شوي پښتانه نور په زخمي زخمي حالت کې را پورته شول، غږ یې پورته کړ او د ځان لپاره یې د امن او ژوند غوښتنه وکړه. منظور پښتین او نور د همدې لارې مخکښان وو، چې په بې ساري ډول یې پښتانه را ټول کړل او په سوله ییز، قانوني او سم ډول یې د خپلو حقونو غوښتنه وکړه.
له پښتنو سره د ظلم دوام او د دوی د غږ نه اورېدلو اوس پاکستان له یو رښتیني ګواښ سره مخ کړی. دا ګواښ ساده او لنډمهاله نه دی، دا د پاکستان بقا ګواښي او دا هغه څه دي چې اوس یې مخنیوی هم خورا ستونزمن شوی دی. په پاکستان کې دوه پیاوړي قدرتونه وو، چې یو پوځ و او بل هم پښتانه. پوځ له هند سره پر دښمنۍ او له مسلمانانو پر دفاع مشهور او محبوب و، خو چې اوس یې دنده له پښتون او مسلمان سره دښمني ده، نو په خپله په پاکستان کې یې محبوبیت ختم شوی او له زوال سره مخ دی. پښتانه او په ځانګړي ډول قبایل تر پوځ کم ځواک نه و، خو د پاکستان نظام او پوځ له پښتنو سره دښمني را واخیسته. اوس دا دواړه قدرتونه په ټکر کې دي، چې پاکستان یې له زوال سره مخ کړی. پوځ او پاکستان به منزوي کېږي، خو پښتنو زرګونه کاله پر دې خاوره ژوند کړی، له سترو ښکېلاکونو سره یې ډغرې وهلې، ژوندي پاتې شي او همداسې به ژوندي او سرلوړي پاتې کېږي، خو پاکستانی پوځ، استخبارات، نظام او په ټوله کې پاکستان د زوال پر لور روان دي. پاکستان نه و او نه به وي، خو پښتانه وو او پر همدې خاوره به پاتې وي.