یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

امریکا ته یو واضح پیغام

فبروري 3, 2020
in دریځ
0 0

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد په کابل کې دی او دلته یې له حکومتي او سیاسي مشرانو سره لیدلي دي. ارګ وايي، خلیلزاد ورته ویلي چې له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی، خو پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې خلیلزاد له طالبانو سره په خبرو کې له پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړې ده.

د سولې د خبرو په اړه چې څه واضح دي، هغه دا دي چې اوس په دې خبرو کې پرمختګ نشته او له یوه خنډ او ځنډ سره مخ دي. طالبان وايي چې امریکا وخت ضایع کوي او طالبانو ته نوي شرطونه وړاندې کوي. امریکا له طالبانو غوښتي وو چې تاوتریخوالی کم کړي، طالبانو له خپلمنځي مشورو وروسته همدا پرېکړه وکړه، خو امریکا له طالبانو نوې غوښتنې کړې دي. دا چې دا نوې غوښتنې څه دي، معلومه نه ده، خو طالبان له دې امله غوسه دي چې خلیلزاد نوې غوښتنې کوي او یا پر داسې مسایلو بحث کوي چې یوازې ورسره وخت ضایع کېږي.

له دې سره د امریکا له اړخه په بریدونو کې بې ساری زیاتوالی راغلی دی. له څو میاشتو نسبي ارامۍ وروسته امریکايي ځواکونو په کلیوالو سیمو کې خونړي بریدونه کړي، ښځې او ماشومان یې وژلي دي. دا په واضح ډول د سولې ضد او د جګړې د دوام پیغام دی. که څه د طالبانو له اړخه په ښارونو کې چاودنې او لوی بریدونه نه دي شوي، خو وېره ده چې که هوايي بریدونه دوام وکړي، طالبان به هم دا بریدونه بېرته پیل کړي. په دې سره یو ځل بیا ملکي مرګ ژوبله زیاتېږي او جګړه ګرمېږي. د جګړې دا شدت مخامخ د سولې پر پروسه منفي اغېز کوي. هغه پرمختګونه له منځه ځي چې تر اوسه پورې شوې دي. د دې ترڅنګ د باور او حسن نیت فضا لا زیاته خرابېږي او دواړه لوري به د خپل قوت د ښودلو لپاره لا زیات پر جګړه، وژنو او بریدونو ټینګار وکړي.

له همدې امله دغه حالت ته یو پیاوړی غبرګون پکار دی. اوس داسې ښکاري چې د سولې خبرې په واضح ډول د امریکا له خوا له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي. له همدې امله پکار ده چې پر امریکا فشار راشي. لومړی باید طالبان له خلکو سره جزیات شریک کړي او د امریکا د نوو غوښتنو په تړاو معلومات ورکړي. له هغه وروسته باید افغان سوله غوښتونکي سیاستوال او خلک په ګډه امریکا ته یو واضح پیغام ورکړي او هغه دا چې د افغانستان ولس سوله غواړي او که امریکا دا سوله نه کوي، نو خلک به د سولې لپاره پر نورو لارو چارو فکر او کار وکړي. خلیلزاد ته باید همدا پیغام ورکړل شي چې خلک نور دا امریکايي جګړه، وحشت، وژنې او د بې ګناه خلکو قتل عام نه شي زغملی. له همدې امله باید له طالبانو سره شوې هوکړه نهايي کړي او لاسلیک یې کړي. له دې پرته خلک درک کوي چې د سولې پر وړاندې اصلي خنډ امریکا ده او خلک به بیا په افغانستان کې د امریکايي حضور پر ضد په کلکه ودرېږي او د سولې دا خنډ به له منځه یوسي.

Share20Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In