په کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سیاستوالو، مدني فعالینو، ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د بین الافغاني خبرو لپاره باید ژر تر ژره یو ملي او ټولمنلی پلاوی وټاکل شي. سفارت په دغه اعلامیه کې ویلي چې افغان جګړه د خبرو له لارې د حل وړ ده او د سولې په برخه کې پر رامنځ ته شوو پرمختګونو سترګې نه شي پټېدلی. په اعلامیه کې ویل شوي چې امریکا له طالبانو د تاوتریخوالي کمول غواړي. په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم ویلي چې له طالبانو سره د سولې هوکړه نهايي شوې، خو طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي.
دا اعلامیه څو مهم ټکي لري او ځینی مسایل روښانوي: لومړی په دې اعلامیه کې د ارګ هغه خبرې رد شوې چې ګواکې خلیلزاد ولسمشر غني ته ویلي چې د سولې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی. دویم دا چې دوی لا هم له دې اړخه ناراضه دي چې د بین الافغاني خبرو لپاره د حکومت له خوا پلاوی نه دی ټاکل شوی. خلیلزاد د خپل ماموریت له پیل سره سم د دغه پلاوي د ټاکلو غوښتنه کوي، خو دا غوښتنه تل د حکومت له خوا جدي نه ده ګڼل شوې او آن د پلاوي د ټاکلو لپاره د حکومت هڅې هم د سیاستوالو او حکومت ترمنځ د نفاق او اختلاف سبب شوي دي، چې ښايي په قصدي او شعوري ډول دا کار شوی وي.
څه چې د سفارت اعلامیه او پامپیو یې د تاوتریخوالي د کمولو په نوم یادوي، په هغه برخه کې پرمختګ شوی دی. طالبانو ویلي چې تاوتریخوالی کموي او په دې اړه یې یوه طرحه هم امریکايي لوري ته سپارلې ده، خو امریکايي لوری نوي نوي شرایط وړاندې کوي. له دې ښکاري چې امریکا غواړي د سولې هوکړه لاسلیک شي، خو دا کار باید یو څه وخت وروسته وشي او اوس باید ځنډ او خنډ جوړ شي. له همدې امله پر بین الافغاني خبرو او د دغو خبرو لپاره د پلاوي پر ټاکلو ټینګار کوي. دا روښانه ده چې امریکا د تاوتریخوالي کمول پلمه کوي او د سولې د هوکړه لیک لاسلیک ځنډوي. د دغه ځڼدولو یو لامل دا کېدلی شي چې ټرمپ او په امریکا کې واکمن ټیم غواړي چې د سولې دا هوکړه لیک په داسې وخت کې لاسلیک شي چې دوی په امریکا کې د ټاکنو لپاره ترې کار واخلي. له همدې امله ښايي دا ځنډ څو میاشتې نور هم اوږد شي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ به هوکړه ژر یا وروسته کېږي، خو پکار ده چې د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی وټاکل شي. په دې برخه کې د حکومت له خوا د ځنډ او خنډ جوړول په واقعیت کې د سولې مخالفت دی، چې نور یې زغمل سخت دي. اوس د دې اړتیا ده چې پلاوی وټاکل شي او ښايي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک له لاسلیک وړاندې دا خبرې پیل شي. له همدې امله په دې چاره کې باید بېړه وشي او نور د سولې مخالفت ونه شي.