یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د ارګ له خوا د سولې ضد دریځونه او کړنې

فبروري 16, 2020
in دریځ
0 0

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې او د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې وروستۍ شوې ښکاري. ځیني رسنۍ وايي چې د فبرورۍ په ۲۲مه به د تاوتریخوالي د کمولو اووه ورځنۍ مرحله پیل شي او د همدې میاشتې په ۲۹مه به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک هم لاسلیک شي. د امریکايي چارواکو په حواله هم دا خبره شوې چې پر هر څه توافق شوی او د تاوتریخوالي د کمولو د مرحلې بریالي پای ته رسېدل به د سولې هوکړه لیک لاسلیک ته لاره هواره کړي.

ټاکل شوې چې د دې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته به په جرمني کې رسمي بین الافغاني غونډه وشي او په دې سره به د افغانانو تر منځ د راتلونکي نظام، اساسي قانون او نورو مسایلو په اړه رسمي بحث پیل شي. په کابل کې چارواکو که څه هم د امریکا له خوا معلومات او پیغامونه تر لاسه کړي، خو دوی داسې ګامونه نه اخلي چې ګواکې د سولې لور ته روان دي. دوی د تاوتریخوالي د کمولو لپاره له خپله اړخه د کوم پلان او پروګرام خبره نه کوي او آن لا هم نظامي عملیات کوي. تر دې چې بیا بیا ملکي وګړي وژني. همدا وړمه ورځ یې په ننګرهار کې نهه بې ګناه وګړي وژلي دي. له دې ښکاري چې دلته نه یوازې د سولې له پرمختګونو سره کومه همغږي نشته، بلکې تخریبي هڅې هم شته. د ملکي وګړو دا ډول قصدي وژل او بیا یې پر وړاندې داسې بې توپیره پاتې کېدل، یوازې د وحشت زیاتولو او د سولې فضا د خرابولو یوه هڅه ده.

د دې تر څنګ، بین الافغاني خبرو ته کم وخت پاتې دی، نو باید له دې اړخه پلاوی وټاکل شي او خلک پرې خبر کړل شي. که څه هم حکومت پخوا ویلي چې کار یې کړی، خو داسې ښکاري چې یا پلاوی ټاکل شوی نه دی او یا هم داسې پلاوی ټاکل شوی چې د لا زیات نفاق، لانجې او د سولې د خبرو د ځنډ سبب شي. د سولې دا پلاوی باید یوازې حکومتي نه وي، بلکې د سیاسي ګوندونو، مدنې ټولنې، ښځو او نورو اړخونو استازي هم پکې وي. لومړی خپله حکومت دوې برخې دی، چې د ډاکټر عبدالله برخه له دې پلاوي خبره نه ده. له بله اړخه سیاستوال، سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې بیا بیا وايي چې دوی له دې پلاوي خبر نه دي. اوس نو ارګ څوک، څه ډول او له چا سره په مشوره ټاکلي دي؟!

د ارګ له دریځونو او کړنو لا هم د سولې ضد دریځ بوی راځي. دا دریځ ښايي د شخصي ګټو لپاره خپله د ارګ د واکمنانو وي او یا هم ښايي امریکايي یا کوم بل اړخ ورته د داسې دریځ نیولو ویل شوي وي، څو هغوی د خپلو ګټو لپاره ترې استفاده وکړي. دا چې دغه دریځ پر هر اساس دی، خو د سولې ضد او د افغانستان د خلکو د هیلو او غوښتنو ضد دریځ دی. دا له ولس، سولې او ارامۍ سره ښکاره دښمني ده چې د ارګ واکمنان یې کوي. دوی باید پوه شي چې حالت حتمي بدلیږي او سوله به راځي، خو دوی به د خپلو هغو کړنو بیه حتمي پرې کوي، چې له امله یې ولس زیانمن شوی دی.

Share34Tweet9Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In