یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

تېرې ټاکنې؛ یوازې سرخوږی چې باید ځان ترې خلاص کړو

فبروري 18, 2020
in دریځ
0 0

د ټاکنو کمېسیون وايي چې د ټاکنو ځانګړی تفتیش پای ته رسیږي او ورسره به دوی وروستۍ پایلې اعلانوي. د ټاکنو کمېسیون له خوا د رایو د تفتیش دا بهیر د ثبات او همپالنې ټیم بایکاټ کړی او په دې تړاو یې سخت ګواښونه کړي دي. د جنرال دوستم له خوا د موازي حکومت له ګواښ وروسته، اسلامي جمعیت او د کریم خلیلي په مشرۍ وحدت ګوند هم د موازي حکومت د جوړېدو ګواښ کړی دی. له دې سره پرون پر ټولنیزو رسنیو د ټاکنیزو کمېسیونونو د یو کمېشنر دین محمد عظیمي او د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا د مشر حبیب الرحمن ننګ تر منځ د خبرو یو غږیز کلېپ هم خپور شوی، چې پکې ښاغلی ننګ د شکایتونو کمېسیون د پرېکړو پر تحریف او جعل کارۍ تورنیږي.

د ولسمشریزو ټاکنو پروسه له سره مسخره وه. لومړی خو ډېرو کمو کسانو پکې برخه واخیسته چې په هغو کې هم یوه لویه برخه جعل و. له هغه وروسته دا پروسه لانجمنه شوه، ټاکنو کمېسیون د ځانګړي ټاکنیز ټیم پر ملاتړ تورن شو. وروسته کیسه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته ولاړه، هلته هم ستونزې او تورونه وو. اوس بیا د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر منځ ستونزې دي او د ثبات او همپالنې ټیم یو مخ دا ټول کارونه پلان شوي ګڼي او تور لګوي چې په منظم ډول د قوانینو او کړنلارو خلاف کار روان دی چې یو څوک پر خلکو د ولسمشر په توګه وتپل شي.

تېرې ټاکنې له پراخ ولسي تحریم سره مخې شوې وې. ډېرو کمو کسانو پکې برخه واخیسته او پایله یې هم افغانستان او افغانانو ته په سرخوږي بدله شوې ده. اوس بیا د موازي حکومت د جوړولو ګواښونه کېږي چې دا بیا یو نوی سرخوږی دی. تېرې ټاکنې په هېڅ ډول مشروعیت نه لري. په څو دېرش میلیوني ولس کې څه ډول شونې ده چې یو څوک دې په نهه لکه رایو ولسمشر شي؟! دا د قانون، ولسواکۍ او ټاکنو مسخره کول دي. دا ټاکنې له سره مسخره او نامشروع وې او پایله به یې هم همداسې مسخره او نامشروع وي. لومړی خو داسې نه ښکاري چې دا ټاکنې به پایله ولري، که پایله یې معلومه هم شي، له یوه اړخه به د جعل پر اساس وي او له بله اړخه د کم ګډون له امله به هېڅ ډول مشروعیت ونه لري.

د ټاکنو لوبه باید نوره څنګ ته شي. تمرکز باید پر سوله وشي. پکار ده چې تېرې ټاکنې یو مخ باطلې اعلان شي. اوسنی حکومت که څه هم پوره نامشروع دی، باید تر هغو خپل کار ته دوام ورکړي چې په بین الافغاني خبرو کې پر یوه انتقالي یا بل حکومت موافقه کېږي. له همدې امله تېرې ټاکنې او پایله دې یې یو مخ لغوه شي او پر سوله دې تمرکز وشي. که د ټاکنو په پایله کې کوم حکومت را وهم وځي، د سولې لپاره موږ اړتیا لرو چې هغه حکومت لغوه کړو او پر ځای یې یو ناپېیلی انتقالي یا موقت حکومت جوړ کړو چې د سولې د هوکړو د پلي کولو عملي چارې پر مخ یوسي. له همدې امله نور باید د ټاکنو بد بویه او مسخره لوبه بنده شي او د افغانستان د خلکو پر اساسي غوښتنه او هیله چې هغه سوله ده، باید تمرکز وشي.

Share6Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In