له نږدې دوو میاشتو راهیسې په اسیايي هېوادونو کې د یوې خطرناکې ناروغۍ د خپرېدو وېره رامنځ ته شوې ده او ټول یې له ممکنو لارو پر وړاندې مبارزه کوي. چین د کرونا یا کووید۱۹ ناروغۍ د خپرېدو اصلي مرکز دی. د چین د هوبي ښار په مرکز ووهان کې دغه ویروس خپور او بیا یې نورو سیمو ته سرایت وکړ. اوس تازه د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د دې ناروغۍ د پراختیا وېره ډېره شوې ده. وروسته له دې چې په ایران کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو راپور ورکړل شو، په افغانستان کې یې د پراختیا وېره ډېره شوه.
تازه د هېواد په هرات او غور ولایتونو کې د کرونا ویروس پېښې ثبت شوې دي او حکومت هم د هرات پېښه تایید کړې او وایي چې اووه کسه مشکوک نور بیا قرنطین شوي دي. افغانستان له ایران سره د کرونا ویروس د پراختیا له وېرې پوله تړلې وه، خو پرون د ملي امنیت شورا په امر دغه پوله بېرته پرانیستل شوه او خلک کولی شي د ځمکې او هوا له لارې له ایران سره تګ راتګ وکړي. حکومت دا اقدام داسې مهال کوي چې تاجکستان، عراق او ځینو نورو هېوادونو بیا له ایران سره تګ راتګ بند کړی دی.
افغانستان یو بې وزله هېواد دی چې روغتیايي امکانات هم پکې کم دي. ان اوس په هرات کې چې له ایران سره په پوله پروت مهم ښار دی، د کرونا د تشخیص امکانات نشته. هلته شکمن کسان بیستري کېږي بیا یې د وینې سمپل کابل ته رالېږل کېږي او ۲۴ ساعته وروسته یې نتیجه اعلانېږي. اوس حکومت ویلي چې له ایران سره پر پوله به دوی ټول خلک په دقیقه توګه معاینه کوي او بیا به اجازه ورکوي چې هېواد ته د ننه شي. لومړی خو دا امکانات حکومت نه لري چې سم تشخیص وکړي، بیا که تشخیص وکړي، نو چېرته دي د تداوۍ او قرنطین امکانات؟ دا د حکومت په لار کې شته خنډونه دي چې باید ځواب ورته وویل شي. افغان حکومت ولې له ایران سره پوله بېرته پرانیسته؟ په داسې حال کې چې ازبکستان تازه له افغانستان سره خپله پوله تړلې ده.
بلخوا د دغه ویروس په اړه راپورونو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو وېره خپره کړې ده. داسې وېره چې ان اوس لا خلک یو بل ته لاس نه ورکوي او خلک له ماسک اغوستي کس لار چپوي. حکومت باید له خپلو امکاناتو په استفادې خلکو ته د کرونا ویروس په اړه سم پوهاوی ورکړي، څو دغه د وېرې فضا له منځه لاړه شي. په سمه توګه تبلیغات وکړي، امکانات وکاروي او بازارونه کنټرول کړي. همدا اوس په کابل او نورو ښارونو کې ماسکونه نه پیدا کېږي، ویل کېږي چې بهر ته یې قاچاق روان دی، دا هر څه د حکومت منظم او عملي پلان ته اړتیا لري. بشري عافتونه په احساساتي خبرو، کمپایني غونډو، بې ځایه اټکلونو او بې پروايۍ نه کنټرولېږي. حکومت باید په هوايي ډګرونو، ځمکنیو بندرونو او ټولو تګ راتګ سیمو کې بشپړ کنټرول ولري او په منظمه او جدي توګه د دغه ویروس د پراختیا مخه ونیسي. له دې پرته په دې بېوزله او وارداتي هېواد کې ناورین رامنځ ته کېدلی شي.