له اوږدو او لانجمنو خبرو وروسته بالاخره د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه. دا هوکړه پرون په قطر کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر له خوا لاسلیک شوه. په دې تړاو جوړو شوو مراسمو ته د امریکا په ګډون، تر شلو د زیاتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او نور استازي ورغلي وو. د شوې هوکړې له مخې به امریکايي ځواکونه په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه وځي، طالبان او نور بندیان به خلاصیږي او طالبان به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکارول شي.
دا د افغان سولې په برخه کې یو ستر، بې ساری او مهم ګام و چې واخیستل شو. په دې سره په افغانستان کې د روانې اوږدې جګړې د خاتمې لپاره یو ښه فرصت برابر شوی دی. له دې توافق وروسته به بین الافغاني خبرې پیلېږي. ستر ګام اخیستل شوی، خو پېچلې او سخته لاره په مخ کې پرته ده. تر اوسه پورې د افغانستان د لانجې لویه پړه د بهرنیانو په ځانګړي ډول امریکا پر غاړه وه، خو اوس امریکا په یو ډول ځان خلاص کړ، نو هر څه زموږ پر غاړه دي. د بین الافغاني خبرو پیل او بریا هغه څه دي چې موږ ورته سخته او پېچلې لاره وایو. پکار ده چې سر له اوسه ټول اړخونه مثبت پیغامونه ورکړي او له خپله اړخه قربانۍ ته تیار وي. د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته د طالبانو د مشر ملا هیبت الله په پیغام کې یو مثبت او مهم ټکی دا دی چې وايي، طالبان ټول هغه کسان بښي چې له دوی سره یې ستونزه لرله او یا یې هم جګړه کړې ده. دا ډول مثبت پيغامونه مرسته کوي چې وېرې او اندېښنې کمې شي. پکار ده چې د حکومت له اړخه هم همداسې پيغامونه ورکړل شي او د باور فضا له جوړولو سره مرسته وکړي.
اوس پکار ده چې ښکېل اړخونه په واقعي مانا پر دې جګړه ځپلي ولس رحم وکړي، د شخصي ګټو د خوندیتوب او د واک د انحصار هڅې ونه کړي او پر یو داسې نظام هوکړه وکړي چې د خلکو پر زخمونو پټۍ کېږدي. له همدې امله پکار ده چې حکومت ژر تر ژره له سیاستوالو سره په ګډه یو ټولمنلی پلاوی وټاکي، په منظم ډول بندیان خوشې کړي او له خپله اړخه پوره نرمښت وښيي. طالبان هم باید نوي واقعیتونه تر شوني بریده ومني، په دریځ کې یې لا زیات نرمښت ته اړتیا ده، دوی باید درک کړي چې اوس له افغانانو سره مخ دي، نو ځکه باید لا ډېرې قربانۍ ته تیار وي.
اوس زموږ مسوولیت دی چې خپلمنځي ستونزه حل کړو او یو ځل بیا بهرنیانو ته د پاتې کېدو او مداخلې زمینه برابره نه کړو. که موږ دا ځل بیا په خپلو کې سره جوړ نه شوو او یا مو د پردیو په لمسه د جوړجاړي په مخ کې خنډونه جوړ کړل، نو بیا به مو نه بښل کېدونکې ګناه کړې وي. ولس ته هم پکار ده چې په پوره قوت د بین الافغاني خبرو د بریا لپاره هلې ځلې وکړي او پر هغو لورو واقعي فشار راوړي چې په دې برخه کې خنډونه جوړوي. ولس باید د سولې مخالفینو او تخریب کوونکو ته واضح پیغام ورکړي او د سولې بریا حتمي کړي.