د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه د سیمې، ګاوڼدیو او د نړۍ د هېوادونو او سازمانونو له پراخ هرکلي سره مخ شوې ده. په کور د ننه د خوشالۍ جشنونه جوړ شوي دي، طالبان، امنیتي ځواکونه او عام خلک په بېلابېلو ولایتونو کې خوښۍ او خوشالۍ څرګندوي، جشنونه جوړوي او د سولې په ملاتړ غونډې کوي. دوی تمه لري چې له دې هوکړې وروسته به بین الافغاني خبرې او سوله وشي او جګړه به یو مخ ختمه شي.
د خوښیو او هیلو په دې ګرم حالت کې ځیني اندېښنې او وېرې هم شته. ځیني کورنۍ او بهرنۍ کړۍ نه غواړي چې افغانان په سوله او ثبات کې ژوند وکړي. بهرنیان د خپلو ګټو لپاره غواړي د خپلو لاسپوڅو په مرسته د جګړې ډګر ګرم وساتي. په کور د ننه هم ځینې کړۍ د طالبانو له راتګ او د سولې له بریا سره خپلې ګټې په خطر کې ویني. دوی فکر کوي چې له سولې سره یې واک او ځواک یا ختمیږي او یا هم کمېږي. دا مخالفتونه ځینې پټ او ځینې هم ښکاره دي، خو دوی ټول خپل مخالفت ته د ارزښتونو جامې ور اغوندي. همداسې یو دریځ د اوسني واکمن اشرف غني او د هغه د پلویانو هم دی. دوی کله جمهوریت پلمه کوي او کله هم د تېرو اتلسو کلونو ناتعریف شوي ارزښتونه یادوي چې طالبان یې باید ومني. دغه راز دوی وايي چې طالبان دې راشي، د دوی واکمني او قوانین دې ومني او وسله دې پر ځمکه کېږدي. له بده مرغه لومړی دوی خپله د جمهوریت او د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنو پر ضد ولاړ دي. اشرف غني د نهو لکو کسانو په رایه ټاکل شوی چې په هغو کې هم تر دریو لکو ډېرې رایې ناقانونه دي. د جمهوریت په تاریخ کې هېڅ وخت او هېڅ ځای داسې شرمېدلی جمهوریت چا نه دی لیدلی چې د خپلو خلکو تر پنځه سلنه کمې رایې ولري. د رایو دا کمه شمېره د اشرف او د ده د ملګرو د کړنو، دریځونو او معامله پایله ده. په دې ډول دوی خپله جمهوریت تخریب کړی، خو نورو ته یې معیار ګڼي. پر قوانینو یې پېښې اېښې او د دوی په واکمنۍ کې شته لاسته راوړنې هم له ګواښونو سره مخ شوې دي. واقعیت دا دی چې اشرف غني او ملګري یې له واک سره د جنون تر کچې مینه لري، غواړي پنځه کاله نوره یې هم واکمني دوام وکړي او که شونې وي، له هغه وروسته یې هم وغځوي. له همدې امله د سولې مخالفت کوي. پرون یې چې د سولې د هوکړې او د بندیانو د تبادلې په تړاو کومې خبرې وکړې، په ښکاره د سولې د مخالفت مانا لري.
خو اشرف غني او ملګري یې باید پوه شي چې ولس سوله غواړي او هر څوک چې د سولې پر وړاندې خنډ جوړوي، د ولس له سخت غبرګون سره به مخ کېږي. د اشرف غني سرې کرښې پخوا هم د بهرنیانو د فشار له امله له منځه تللې وې، دا ځل به هم له منځه ځي، خو د ولس او خلکو زور او دا ځل به فشار متفاوت هم وي. د اشرف غني او د هغه د ملګرو لپاره همدا وروستی چانس دی چې نور له سولې سره دښمني پرېږدي او د ولس لاره خپله کړي، له دې پرته به ولس خپله پرېکړه کوي.