د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د هوکړې له لاسلیک وروسته، اوس تر ګردو لوی بحث او مسئله د افغانانو خپلمنځي خبرې دي چې لا یې په تړاو جدي خنډونه او اندېښنې شته. طالبان نه مني چې له افغان حکومت سره د حکومت په حیث خبرو ته حاضر شي. حکومت بیا یو مخ بین الافغاني خبرې نه مني او وايي چې خبرې به د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د ډلې یا تحریک تر منځ کېږي. په دې سره حکومتي اړخ غواړي چې طالبان یوه ډله وښيي، ځان جمهوریت کړي او سیاسي ګوندونه او سیاستوال یو مخ د سولې له خبرو څنګ ته کړي، له همدې امله بین الافغاني خبرې سختې او پېچلې کېږي.
اصلي ستونزه دا ده چې لا هم ښکېل لوري د سولې جدي اراده نه لري. طالبان غواړي ځان فاتح او ګټونکی وښيي او له امریکا سره له هوکړې وروسته یې دا روحیه لا پياوړې شوې ده. حکومت بیا نه یوازې غواړي چې طالبان د تسلیم شوو په ډول راولي او یا هم یو مخ د سولې او جوړجاړي پر وړاندې ولاړ دی؛ بلکې فکر کوي چې سوله او جوړجاړی به یې اوسنۍ واکمني ختمه کړي. له همدې امله د دواړو لورو تر منځ واټن زیات دی. دا یوازې یو نظري اختلاف هم نه دی، بلکې اوس چې ټاکل شوې بین الافغاني خبرې پیل شي، له عملي خنډ سره مخ دي. طالبان له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې د خپلو پنځه زره بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کوي، خو حکومت دا نه مني او وايي چې دا کار به په بین الافغاني خبرو کې له توافق او پرمختګ وروسته په مشروط ډول کېږي. په دې ډول شته واټن د بین الافغاني خبرو په مخ کې خنډ جوړ کړی دی.
ستونزې دواړو اړخونو ته شته، د طالبانو دریځ په ځینو برخو کې لا هم توند او جدي دی چې نرمښت ته اړتیا لري او پکار ده چې نرم شي. حکومتي چارواکي بیا باید نور د خپلې واکمنۍ د دوام خوب له سره وباسي. د دوی فکر او سوچ یو مخ د سولې خلاف دی، له همدې امله پکار ده چې دا سوچ او فکر بدل شي. حکومتي چارواکي باید انعطاف وښيي، د پنځو کلونو د واکمنۍ خوبونه پرېږدي او د بندیانو تبادلې ته د امریکا له فشار پرته غاړه کېږدي. هسې هم د امریکا له فشار وروسته به لکه د پخوا په شان حتمي دا کار کوي، خو دوی ته پکار ده چې د حسن نیت په خاطر او د امریکا له فشار پرته د ولس په غوښتنه دا کار وکړي. حکومت باید دا هم ومني چې سیاسي ګوندونه او سیاستوال به په ګډ پلاوي کې وي چې له طالبانو سره خبرې کوي. دا سمه ده چې حکومت شته، خو په یو ۳۶ میلیوني هېواد کې د نهو لکو اصلي او جعلي رایو پر اساس ټاکل شوی کس، نه ولسمشر دی او نه هم دا چاره د جمهوریت تمثیل کولی شي. له همدې امله پکار ده چې د یو ولسي او ټولمنلي پلاوي لپاره هڅې وکړي او دا چاره د سیاستوالو، سیاسي ګوندونو، ښځو او عامو خلکو د استازو له ګډون پرته ناشونې ده.
اوس وخت دی چې ښکېل لوري نور د جګړې شوق پرېږدي، له خپله اړخه قرباني ورکړي او پرېږدي چې افغانان په سوله او ثبات کې ژوند وکړي او یو ځل بیا د سولې دا ستر فرصت ضایع نه شي.