د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته، تېره اونۍ د افغان ځواکونو او طالبانو لپاره خونړۍ وه. تر پنځوسو ډېرو افغان سرتېرو او په همدومره شمېر وسله والو طالبانو ته په دې جګړو کې تلفات واوښتل. طالبانو پر افغان ځواکونو ډېر بریدونه وکړل، امریکايي عسکرو تر هوکړې وروسته د لومړي ځل لپاره پر طالبانو هوايي برید وکړ او ډېر کسان یې پکې ووژل. دې مسئلې د سولې هوکړې په تړاو ډېرې اندېښنې را ولاړې کړې او رامنځ ته شوې مرګ ژوبله یې خواشینوونکې وبلله.
طالبانو ظاهراً هغه مهال پر افغان پوځ بریدونه ډېر کړل چې د تاوتریخوالي اونۍ پای ته ورسېده او افغان حکومت د بندیانو د نه خوشې کولو خبره وکړه. ولسمشر غني په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې تر بین الافغاني خبرو وړاندې به هېڅ طالب بندي نه خوشی کېږي او د دغو بندیانو پر خوشې کولو به په بین الافغاني خبرو کې بحث کېږي. پرون بیا د ولسمشر غني دریځ یو څه نرم ښکارېده، ده وویل چې په زندان کې د طالبانو د پاتې کېدو هیله نه لري، خو باید دغه کسان د یوه شفاف میکانېزم له مخې ازاد شي.
طالبان بیا پر خپل دريځ ټينګار کوي او وایي چې د بین الافغاني خبرو تر پیل وړاندې باید د دوی زندانیان ازاد شي. هغه څه چې امریکا هم ورسره موافقه ده. امریکا هم په دې ټینګار کوي چې د هوکړې له مخې باید د طالبانو زندانیان ازاد شي او بین الافغاني خبرو ته دې لار هواره شي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په همدې تړاو په کابل کې دی. ده پر دواړو لورو غږ وکړ چې د سولې رامنځ ته شوی فرصت دې نه ضایع کوي. خلیلزاد ټینګار وکړ چې له افغان حکومت سره د زندانیانو پر تبادله خبرې کوي او هڅه به یې دا وي چې د سولې په لار کې ټول خنډونه له منځه یوسي.
اوس د افغانستان د سولې مسئله مهم پړاو ته رسېدلې ده. ښایي سیمه ییزې او نړیوالې استخباراتي کړۍ یا قدرتونه په دې پروسه کې د امتیاز اخیستلو هڅه کوي؛ خو د افغانانو په حیث طالبان او حکومت دواړه مسوولیتونه لري. دواړه باید د عامو افغانانو اندېښنو، پوښتنو او غوښتنو ته قانع کوونکی ځواب ولري. دا ځواب یوازې په بین الافغاني خبرو کې پیدا کېدلی شي. دواړو لورو ته پکار ده چې په دريځ کې نرمښت وښيي او تاوتریخوالی کم کړي. جګړې ۱۸ کاله عام افغانان ځورولي او ځپلي دي او اوس په هره پلمه د جګړې دوام او شدت د افغانانو په خیر نه دی او د ولس کرکه پارولی شي. که طالبان یا افغان حکومت پر جګړه ټینګار کوي، پر دریځونو کلک درېږي، نو ان یوه ورځ هم چې جګړه اوږدېږي، مسوولیت به یې د دوی پر غاړه وي. په دې وخت کې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې، خو برعکس بیا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ جګړه کېږي. دا مسئله له دواړو لورو د ولس د کرکې سبب ګرځي، ځکه د دې خونړۍ جګړې بار او پور دوی پرې کوي.
اوس چې نړیوال په یوه خوله په افغانستان کې سوله غواړي، نو د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د نرم دریځ رامنځ ته کېدل د ټول هېواد او راتلونکې دایمي سولې په ګټه دی. په دې توګه به خونړۍ جګړې د تل لپاره ختمې شي.