یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

لوړې وشوې؛ خو لانجه حل شوه؟

مارچ 10, 2020
in دریځ
0 0

پرون په ارګ او سپېدار ماڼیو کې د لوړې مراسم روان وو. محمد اشرف غني چې د ټاکنو کمېسیون ولسمشر اعلان کړی، د لوړې مراسم یې تر سره کړل، چې د ځینو هېوادونو سفیران هم ورغلي وو. ډاکټر عبدالله چې د ټاکنو کمېسیون پایلې نه مني، هم د ټول شموله حکومت د مشر په توګه یې لوړه وکړه. دواړه لوړې له هغه وروسته هممهاله وشوې چې د سیاسي جوړجاړي لپاره هڅې بې پایلې پای ته ورسېدلې.

له دې سره اوس پوښتنه دا ده چې له ټاکنو را ولاړه شوې لانجه حل شوه او که لا پېچلې شوې ده؟

د لوړې دواړه مراسم پرون د شرم او ننګ یوه ډرامه وه، چې هر افغان یې په لیدلو د شرم احساس کاوه. له بده مرغه دواړو لورو په ټوله سپین سترګۍ د خلکو د خوښې، ارادې او غوښتنې خلاف د خپل واک او ځواک لپاره د افغانستان شرمولو لوبه روانه کړې ده. دوی دواړه د افغانستان د ګټو او ارزښتونو پر ځای د خپلو شخصي ګټو او واک لپاره هلې ځلې کوي چې له همدې امله لانجه زیاتیږي. اوس چې دوی دواړو لوړه کړې، نو ورسره نه یوازې لانجه حل شوې نه ده، بلکې لا زیاته او پېچلې شوې ده. دا سمه ده چې د ډاکټر عبدالله موقف کمزوری دی او د لوړې مراسمو ته یې بهرنیان هم نه وو ورغلي، خو په کور د ننه هم لویه برخه سیاستوال له اشرف غني سره ستونزه لري او د لوړې مراسمو ته یې نه وو ورغلي. ډاکټر عبدالله به ونه شي کولی چې په کابل کې عملي کارونه وکړي، څوک واک ته ورسوي او عملي چارې په لاس کې واخلي، خو په ځینو ولایتونو کې یې مخکې له مخکې دا کار کړی او په ځینو نورو کې هم همدا کار کولی شي. اوس که د دغو کارونو پر ضد ګام اخیستل کېږي او امنیتي ځواکونه کارول کېږي، نو لانجه لا زیاتیږي، خو که یې پر ضد ګام نه اخیستل کېږي، نو دا هم یوه جدي ستونزه ده او په یو ډول د افغانستان په یوه برخه کې د ډاکټر عبدالله واکمني منل کېږي.

راتلونکې ورځې به له لا زیاتو لانجو او ننګونو ډکې وي، چې زیان به یې بیا هم افغانستان او افغانانو ته اوړي. له دې سره به یوه جدي ستونزه دا هم وي چې د سولې په خبرو کې به هم ستونزې پیدا کېږي. که دواړه لوري خپل ضد ته همداسې دوام ورکړي، موږ به له لا زیات ناوړه حالت سره مخ شو.  د دې شونتیا زیاته ده چې ځیني ولایتونه یو ډول له مرکزي حکومت څخه خپلسري پیدا کړي او یا یې هم اړیکه پرې شي، په دې سره به افغانستان له خورا جدي ګواښ سره مخ شي. له همدې امله دواړه لوري باید خپل ضد پرېږدي او د افغانستان د سلامت په اړه فکر وکړي. اوس پکار ده چې دواړه لوري یو جوړجاړی وکړي، ځکه چې هسې هم باید د سولې لپاره د اوسني حکومت پر ځای یو لنډمهالی حکومت جوړ شي. همدا دوی به حتمي له خپل واک څخه تېریږي، نو پکار ده چې د افغانستان لپاره  سر له اوسه مصلحت وکړي او په یو ډول سره جوړ شي.

Share33Tweet11Share5

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In