شنبه, مارچ 14, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې دي

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې دي

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د سولې ټکنۍ پروسه؛ کورني او بهرني عوامل

لیکنه: جمال رحمن- کوبها ډیالوګ

جون 29, 2020
in لیکنې
0 0

-لومړۍ برخه:

د شلمې پېړۍ له پیل راپدېخوا د فلسطین له کړکېچ وروسته د جنګونو په تاریخ کې پر افغانستان تپل شوې جګړه له ټولو اوږده او تباه کوونکې جګړه ده. لومړۍ نړیوالې جګړې څلور کاله، دویمې تقریباً شپږ کاله، د ایریتریا د ازادۍ جګړې ۳۰ کاله، د نامیبیا د ازادۍ جنګ ۲۹ کاله ، د ویتنام جګړې ۱۸ کاله او د الجزایر د ازادۍ جګړې ۸ کاله دوام وکړ؛ خو افغانستان له شاوخوا ۴۰ کلنې جګړې وروسته لا هم د شخړو او ناکراریو شاهد دی.

له ۱۹۸۰یمې لسیزې راهیسې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره ډېرې هلې ځلې شوې؛ خو تر اوسه یې کومه د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې.

سره له دې چې افغانان له جګړې ستړي شوي او سوله یې تر ټولو ستره هیله او اړتیا ده او دا ورته ثابته شوې هم ده، چې دا تپل شوې پردۍ جګړه ده او هیڅ ډول ملي، دیني او سیاسي مشروعیت نه لري؛ خو د سولې لپاره روانو هلوځلو ته د خپلو پخوانیو تجربو پر اساس د شک په سترګه ګوري.

کمزورې حکومتولي، په ملي چارو کې د افغانستان د نخبه‌ګانو تر منځ د تفاهم نشتوالی، په سیاسي او ټولنیز لحاظ نامنظم ملت، د جګړې د سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو متضادې ګټې او د سیمه ییزو قوتونو رقابت د جګړې د اوږدېدو او سولې پروسې د ټکني کېدو عوامل دي.

د جګړې پیل او وده

د نړۍ په هره برخه کې د اوسنیو جګړو علتونه ملي ګټې دي. دین، ایډیالوژۍ، بشري حقوق، ډیموکراسي، اسلامي ورورولي او داسې نورو شعارونه د جګړې د مشروعیت لپاره کارول کیږي چې مصرفوونکي یې اکثریت وروسته پاتې ولسونه دي.

پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل سره سم یوه داسې جګړه وتپل شوه چې هم ملي او هم نړیواله وه. دغه جګړه لومړی په کونړ، نورستان او خوست کې په محدودو وطني وسایلو پیل او د منابعو په زیاتېدو او لوبې ته د سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو په داخلېدو سره پراخه شوه. جګړه په پیل کې ملي ځکه وه چې د افغانانو په ملي حاکمیت تیری شوی و او سرچینې یې هم ملي وې. نړیواله ځکه شوه چې د جګړې بهرني ابعاد ډېر پراخ شول او د نړۍ اکثره لوی او واړه قوتونه په یو نه یو ډول د دې جګړې لوبغاړي دي.

د جګړې اصلي قربانیان افغانان دي؛ خو عمده اهداف، پلان، منابع او د اهدافو ټاکونکي یې غیر افغاني دي چې په افغانستان او سیمه کې د متضادو اهدافو لپاره کارول کیږي. نو ځکه ویلی شو چې جګړه  ملي بڼه نه لري او بهرنی اړخ یې غښتلی دی. دا چې جګړه ولې دومره اوږده شوه او ولې پای ته نه رسیږي، کورني او بهرني دواړه علتونه لري.

سیاسي ټیکاو او ملي تفاهم

د افغانستان ستراتیژیک موقعیت، د لوبغاړو شمېر، د سیمه ییزو او نړیوالو ځواکونو متضادې ګټې او اهداف د جګړې د دوام باعث کیږي. کورنۍ ستونزې لکه په بېلابېلو وختونو کې د سیاسي او اقتصادي قدرت د انحصار هڅه، پر ملي مسایلو د ټولنې د نخبه پوړ عدم تفاهم، کمزوری اقتصاد، بې عدالتي، اداري فساد، ټوپکواکي، د مخدره توکو مافیا او کمزورې حکومتولي هغه عوامل دي چې بهرنیو لاسوهنو ته زمینه مساعدوي او د طالب، حقاني او په محلي سطح د جنګسالارانو په بڼه تبارز کوي.

طالبان بیرته قدرت ته رسېدل او یا په قدرت کې داسې لویه ونډه غواړي چې ټاکونکی ځواک دوی وي او نور پکې صرف حضور ولري. جنګسالاران نه یوازې د خپل سیاسي قدرت او امتیازاتو ساتل غواړي، بلکې د میراثي کولو په هڅه کې یی هم دي. د مخدره توکو کاروباریان او د قراردادونو مافیا په کمزوري حکومت، ناامنۍ، اداري فساد او جګړه کې خپلی ګټي ویني، ځکه د سولې راتګ ته زړه نه ښه کوي او مخه یې نیسي.

بل څه چې دولت کمزوری او بې ثباته کوي د هیواد ناکاره سیاسي جوړښتونه په تیره د حکومت، پارلمان، سیاسي ګوندونو، د ملکي خدماتو جوړښت او د خپل کار په پایښت د کارمندانو بې باوري ده.

د یوه ډیموکراټیک جمهوري نظام د بري لپاره یوه داسې پارلمان ته اړتیا ده چې له سیاسي ګوندونو جوړ او په کاري لحاظ په سکټوري ډلو کې تنظیم شوی وي. د کاري موضوعاتو په ټاکنه او د مصوبو په ترتیب او تصویب کې د ملي ګټو په بنسټ مسلکي چلند وکړي، سیاسي او ایډیالوژیک مخالفت په نظر کې و نه نیسي. که په پارلمان کې مسلکي ظرفیت نه وي، نو بیا له پارلمان نه د باندې موجود مسلکي ظرفیت وکاروي. خو موږ په تېرو شلو کلونو کې د داسې پارلمان په لرلو بریالي نه شوو.  حکومتونو ونه غوښتل چې د وخت له غوښتنو سره سم د ګوندونو یو داسې قانون رامنځ ته کړي چې له یوې خوا په هیواد کې د سیاسي ټیکاو او ملي یووالي هسته وي، د سیاسي بې ثباتۍ مخه ونیسي او له بل پلوه د حکومت لپاره د دولتي مسوولیتونو په سرته رسولو کې یوه ډاډمنه کاري مرجع او د ملي ګټو مدافع قوه وي. زموږ اوسنی پارلمان تر ډېره حده له داسې افرادو جوړ  دی چې سیاسي پروګرام او اجنډا یې یوازې شخصي ګټې دي او کوم خاص تخصص نه لري. داسې پارلمان د حکومت او ملت لپاره یوازې له جنجال، مالي منابعو ضایع کولو او د هیواد حیثیت ته له زیان اړولو پرته کومه بله پایله نه لري.

د وخت له غوښتنو سره سم او د ډیموکراسۍ د اړتیاوو پر بنسټ سیاسي ګوندونو ته موقع او مسوولیت نه ورکول نه یوازې له سیاسي ټیکاو سره مرسته نه کوي؛ بلکې د ډیموکراسۍ د ودې مخه نیسي، ټاکنې پر بحران بدلوي او د یوه کاري پلان او پروګرام پر اساس د حکومتي چارو د پرمختګ په لار کې خنډ واقع کیږي. که څه هم موږ د دولت مشرتابه د ټاکنو له لارې ټاکو؛ خو یوازې د ۲۰۰۴ ز کال ټولټاکنې جنجالي نه وې؛ د ولسمشرۍ له تېرو دوو دورو ټاکنو وروسته بیا هم زموږ حکومتونه د ټاکنو زیږنده نه؛ بلکې د یوه سیاسي تفاهم پایله وه. د دواړو خواوو تر منځ د جوړجاړي قرارداد په پایله کې حکومتي پستونه د متخاصمو ټیمونو تر منځ د فیصدۍ او پستونو د اهمیت په اساس ویشل کیږي، نه د یوه پنځه کلن کاري پروګرام او مسوولیت پر اساس. دغه وضعیت د سولې په څېر هر ملي بهیر کې د حکومت دریځ اغیزمنوي. له یوې خوا په حکومت باندې د ولس باور له منځه وړي، په مډرنو سیاسي موسساتو کې د ملت د تنظیمېدو مخه نیسي او له بلې خوا د کورنیو مخالفینو، سیمه ییزو دښمنانو او لاسوهونکو هېوادونو پر وړاندې په مجموعي توګه افغانستان داسې کمزوری کوي چې د خپلو مشروع حقونو او ګټو دفاع نشي کولی.

همدغه شان د هر سیاسي نظام د بري لپاره د سیاسي پرسونل او ملکي خدماتو تر منځ بیلتون اړین دی.

 د سیاسي پرسونل بدلون د دولتي واک د انتقال په پایله کې یو طبعي چلند دی، خو د وزارتونو او نورو دولتي موسسو پرسونل باید د کښته نه پورته په تدریجي توګه وده وکړي اوهر کارمند باید په خپل کاري مصؤنیت باورمند وي.  ایډیالوژي، شخصي او سیاسي ذوق، سلیقه او یا سیاسي رشوت باید د دولتي کارمندانو د ادلون او بدلون، مقررۍ، پرمختګ او منفکۍ معیار نه وي. البته د قانون په چوکاټ کې د زحمت په مقابل کې امتیاز او د تخلف په مقابل کې سزا یو اړین مدیریتي چلند دی. په دې توګه د افرادو پر ځای د دولت په وړاندې د دولتي کارمندانو وفاداري، مسلکي تخصص او غښتلي دولتي او غیر دولتي موسسات رامنځ ته کیږي، ولس په دولت باندې باور پیدا کوي، د قانون رعایت ته زمینه برابریږي، د هېوادپالنې حس غښتلی کیږي او دولت په ټوله کې له ځان او ملي ګټو نه د کورني مخالفت او بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې د دفاع ځواک پیدا کوي. خو موږ په دې برخه کې هم له لویو ستونزو سره مخ یو او څو چې په دې برخه کې لازم اصلاحات رانه شي، دولت دې له افرادو نه د وفادارۍ تمه نه کوي.

دوام لري…

Share5Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Columbus, United States
شنبه, مارچ 14, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې دي

مارچ 13, 2026

چين د توليدي ظرفيت د مازاد په پلمه د امريکا له سیاسي لاسوهنو سره کلک مخالفت څرګند کړ

مارچ 13, 2026

چين او امریکا به په فرانسه کې پر سوداګريزو مسئلو خبرې وکړي

مارچ 13, 2026

د چين او مصر خارجه وزيرانو تلیفوني خبرې وکړې

مارچ 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In