چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل کې؛ د چین د پرمختګ تجربو او د افغانستان د ستونزو د حل په اړه سمینار ترسره شو

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل کې؛ د چین د پرمختګ تجربو او د افغانستان د ستونزو د حل په اړه سمینار ترسره شو

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

ولسمشر وايي، نولس کاله مخکې په افغانستان کې پنځه لوستي کسان نه وو!

مشتاق رحیم

جولای 5, 2020
in لیکنې
0 0

داسې څوک به پیدا نه شي چې ورته ووايي چې تاته به معلوم نه وو، ولې چې په همدې مرکه کې دې ویلي چې پس له ۲۴ کلونو هېواد ته راستون شوی وې او لکه ستا د کابینې د یو شمېر چارواکو له کور دننه حالاتو خبر نه وې، د لوکل آفګنز(سیمه ییزو افغانانو) په اړه دې معلومات ناسم وو!

ولسمشره! هغه ۲۴ کاله چې تا یاد کړي، هغه مهال او له هغې د مخه افغانانو په لوږه، تنده، د راکېټ ګولۍ او کلاشینکوف شپېلۍ مخې ته د مرګ په کومي کې هم قلم پاللو او هم یې کتاب ساتلو. نیمه ورځ به یې مزدوري کوله، د سړک په غاړه به یې درانه کارونه کول او نیمه ورځ به یې زدکړې کولې. دلته د حکومت په نه شتون کې سلګونو افغانانو د موسساتو په اډانه کې د همدې نیم او نیم کله تعلیم په مرسته د بې وزله ولس چوپړ کولو، د حکومت تشه یې ډکه کړې وه. دلته غلام فاروق وردګ چې له تاسره ناست دی او غلام فاروق صافي چې زه ورسره کېنم، غربي متخصصین د دوی د وړتیا په اعتراف په احترام ودرېدو ته مجبوره کړي وو. له معصوم ستانکزي پوښتنه وکړه، له حنیف اتمر پوښتنه وکړه، حال به درته ووايي!

جلالتماب ولسمشره! تا د شاعرانو خبره کړې، راځه چې ستا د مبالغې په مقابل کې ګستاخي وکړم او لږه مبالغه وکړم. تا ویلي چې له نن څخه ۱۹ کاله مخکې دلته پرته له یوه کس بل شاعر نه و. واوره! له نن نه ۱۹ کاله مخکې د نیوز انټرنېشنل ورځپاڼې د یکشنبې په پاڼو به زما په انګریزي ژبه شعرونه خپرېدل. ته وایې، له نن نه ۱۹ کاله مخکې پښتو کې شاعر نه و، زه درته وایم چې له نن څخه ۱۹ کاله مخکې سلګونو افغانانو د پښتو ادب ډېوه په سوال او خیرات بله ساتله او زرګونه ځوانان یې د روزنې لاندې نیولي وو. یو شمېر هغه مشران نن تاته د افغاني، پښتو ادب او کلتور په اړه مشورې درکوي، ستا په شان د یوه مفکر سلاکاران دي!

ولسمشره! دلته لکونو ځوانانو پرته له دې چې پوه شي چې دا لوړې زده کړې به ورته ګټه وکړي کنه، د غربت او بدمرغۍ په تیارو کې د علم مشال روښانه ساتلی و. موږ هغه خلک یو چې د تهرډ کلاس پوهنتونونو نه مو ورلډ کلاس کادرونه تولید کړي. آن که ستا په پیمانه یې درسره اندازه کړم او انګریزي معیار وګرځوم، نو همدې خړو پړو افغانانو په همدې خړ پړ وطن کې له نن څخه ۱۹ کاله مخکې ستا د ویرجینیا او نیویارک مېشتو په اېکسنټ یا ګړدود انګریزي ویل زده ول!

لطفاً د خپلې ناخبرۍ له کبله د دې وطن د زیارکښو پلرونو او میندو زیار او زحمت ته او زما په شان یتیمانو ته سپکاوی مه کوئ! موږ ۲۵ کاله مخکې هم سلګونه او زرګونه لوستي، بلکې ورلډ کلاس لوستي خلک درلودل او ۱۹ کاله مخکې هم او که بېخي معیار تیټ کړم، نو ستا د تېرې او اوسنۍ کابینې د بعضو وزیرانو په سویه خو مو بېخي ډېر کسان درلودل… .

وروستۍ خبره!

که دا هم درسره ومنم چې پس له ۱۹ کلونو مو لوستي خلک پیدا کړي، نو یوه مهرباني وکړئ، د دغه پرمختګ کرېډېټ ځان ته مه کشوئ. د دغه پرمختګ کرېډېټ لومړی ورلډ بېنک، یواېس اېډ، یو اېن، موسساتو، چیوننګ، ډآډ او فولبرایټ ته ځي او بیا پخواني ولسمشر کرزي ته. د کرېډېټ په ځای له دغه خلکو مننه وکړئ چې د حکومت چلولو لپاره یې خلک درته چمتو کړي… .

Share48Tweet10Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل کې؛ د چین د پرمختګ تجربو او د افغانستان د ستونزو د حل په اړه سمینار ترسره شو

سپتمبر 9, 2026

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In