د بلخ د پخواني والي او د جمعيت ګوند د اجرايه رييس عطامحمد نور په مشرۍ د جمعيت د رهبري شوراه له لوري په يوه بېساري او نادره ګام کې د دغه ګوند سرپرست مشر صلاح الدين رباني د ګوند له موقت رياسته ګوښه او د کنګرې د اعلان له لارې يې د نوې رهبرۍ د راتګ خبر ورکړی.
همدارنګه رباني د جمعيت د رهبري دا ګام غندلی او دوی يې فرصت طلبه، ماموريت فرصته او د بن د سازشنامي مسوولين بللي.
د جمعيت غوندي د يوه جهادي او توکمپاله ګوند دغه خپل منځي فرکسيوني کشمکشونه که څه هم اوږده مخېنه لري، ولې د رهبرۍ په کچه بيا نوي او د ۱۳۵۵ لمریز کال له اخواني ارمانونو سره يو مخ په ټکر کې ښکاري.
په افغانستان کې د سياسي او ايډيالوژيکو ګوندونو توره مخینه
که څه هم ګوندونه په معاصرو ټولنو کې د قدرت پر ويش او د ولسونو د غوښتنو په بيان کې تر ټولو بې بديله ځای لري، د بېلګې په توګه، سياسي ګوندونه د ملت جوړونې او د سياسي قدرت په اډانه کې د ملي ثبات د دوام، د قومي پرګنو د اوبدنې، د ټولنيز نظم د تړلتيا او پر ټولنه د استبداد د مخنيوي، په يوه محور کې د قدرت له راټولېدو څخه د ساتلو او په ټوله کې د ولسواکو ارزښتونو پر بنسټ د يوه ملت د هيلو او غوښتنو استازيتوب کوي.
خو په افغانستان کې حالت په يوه بد ډول متفاوت دی، ځکه دلته ګوندونه په لويه کې د عوام فريبانه او تير ايستونکو شعارونو په ورکولو سره رامنځ ته کيږي او بيا وروسته ډېر ژر د سياسي باج اخيستنو، اقتصادي ګټو وټو، قومي اتنيکي غوښتنو او په ټولو کې د بازاري ورځچارو بهيرونو پر بڼه بدليږي.
د بېلګې په توګه، د افغانستان د خلق ډيموکراټيک ګوند د دې پر ځای چې د کور، کالي او ډوډۍ خپلو خيالي شعارونو ته د عمل بڼه ورکړي، د خپل ملت د غوښتنو پر خلاف ودرېدل او لومړنی کار يې د خپل مسلمان ولس پر عقايدو او باورونو له تيري څخه پيل کړل، د ټولنې پر روښانفکره برخه يې زيندانونه ډک کړل، د بېلابېلو پرګنو ولسي او ديني مشران يې قتل کړل او پر استاليني کردار سره يې د رعب او وحشت له لارې د حکومت کول پيل کړل.
ملت هم د دوی پر وړاندې پاڅون وکړ او دغه حزبي رژيم ډېر ژر شوروي قواوي د خپل ولس د ټکولو په موخه راوبللې، له دې سره وطن اشغال شو، په ټول افغانستان کې جګړه شروع شوه، هغه چې يو اړخ ته بې دفاع ملت او بل لور ته د سرو لښکرو په ملاتړ کې کمونيستي حکومت و.
جهادي ګوندونو د روسانو او د هغه د لاسپوڅي حکومت له نسکورولو سره د ملي او اسلامي په نوم چې د ازادۍ ګټلو، خپلواکۍ او اسلامي نظام داعيه داران وو، د دې پر ځای چې د ملت غوښتنې عملي، د ولس د هوساينې، امن او د هيواد د جوړونې لپاره کار وکړي، له يو او بل سره د قدرت د تر لاسه کولو پر لوبه سره کښېوتل او ټوله هڅه يې د ناوړه شعارونو له لارې د پردو په اشارو د ولسي انقلاب ماتول، د کابل او هيواد وراني، بې وزلي، د افغانانو يومخيزه کډوالي او په ټوله کې د افغان واحد ملت ويشل په قوم، ژبه، صمت او ګوند سره وو.
جمعيت ګوند؛ ايډيالوژيک ارمانونه او بدنام قومي دريځونه يې
په افغانستان کې د ولسواکۍ د لسيزي پر مهال يو څه چې د پام وړ او مهم بدلون په توګه ورڅخه د يوه ملي اوښتون په بحث کې يادونه کيدلای شي، هغه د بېلابېلو سياسي ايډيالونو، او تفاوتونو پر بنسټ د نويو ګوندونو رامنځ ته کېدل وو.
مګر موږ ټولو وليدل او په ياد مو دي چې دغه ګوندونه د وروستيو بدنامو سياسي کردارونو پايلې د افغان حکومت او ملت د ماتېدو څه چې د ګران افغانستان د جغرافيې ويشنې، تجزيې، نفاق او په لويه کې د بهرني يرغل، اشغال او د يوه ملت د بنسټيزو ارزښتونو عقيدي او ګډ ملي هويت د توکړې توکړې کيدو تر درشله ورسول.
د جمعيت ګوند وجودي فلسفه د ۱۳۵۱ لمریز کال د اسلامي نهضت د سياسي اسلامپالنې له اخواني- مصري ارمانونو څخه چې د اسلامي تجدد او د مسلمانو پرګنو د ويښتابه او يووالي بحث دی، سرچینه اخلي.
مګر د دغه جريان ارمانونه ډېر ژر د کونړ د جهادي جبهې پر خلاف قومي، سمتي او حتی د ژبې او اتنيکي غوښتنو پر بنسټ بڼه بدله کړله او د کمونيستي بلاک پر خلاف د افغانانو د ملي انقلاب او ديني حماسو د تاريخي ولولو او د ګران افغانستان د تاريخي خپلواکۍ مسير يې هير او د افغانانو د وحدت پر ځای يې د يوه قوم د مظلوميت او د بل قوم د جبر ستمي او د فريد مزدک د لاريونو شعارونه بدرګه کړل.
پر همدې بنسټ يې له نورو جهادي (اسلامي ګوند، وحدت ګوند) ډلو سره د کړي توافق خلاف کابل ونيو، د واک د انحصار او د خپلو قومي ارمانونو د پلي کولو افراطي هڅه يې وکړه.
دوی په خپل سر په فارسي نوي بانک نوټونه چاپ کړل، ملي سرود يې فارسي کړ، سياسي قدرت يې په خپل ميل وويشو، د مجاهدينو له مختلفو تنظيمونو سره يې په ژمنو کې ټګي بريګي وکړله، د هېواد له اداري سيسټم څخه يې د پښتو ژبې پر ورکولو پيل وکړ، کابل يې تنظيمي جګړو ته ټيل واهه، له روسانو سره يې د ډاکتر نجيب الله د ملي مصالحې د بهير خلاف پټې هوکړې او پروتوکولونه وکړل، پر شمال او جنوب يې د هيواد د ويش نغاره وډنګوله او په ټوله کې يې په افغانستان کې د دوو اسلامي حکومتونو چې يو يې د افغان ولس د ملي او اسلامي انقلاب له لارې د اسلامي حکومت ناکامول او بل يې د طالبانو د اسلامي او ملي حکومت پر خلاف د امريکايي يرغل او اشغال څخه دفاع او ورڅخه ملاتړ و، رامنځ ته کړل.
د بېلګې په توګه، استاد رباني د ۲۰۰۱ ز کال د اکټوبر په مياشت کې له بي بي سي سره په يوه مرکه کې له امريکايانو پر پښتون مېشتو سيمو د غټو غټو بمونو د غورځولو غوښتنه کړې وه.
د امريکا له يرغل او اشغال وروسته دوی هر پښتون طالب او هر طالب القاعده معرفي کړل او القاعده چې په امريکايي فتوا سره ترهګر او بې محکمې د مرګ وړ بلل شوي وو، په پښتنو يې د هېواد د ۳۴ زندانونو سربېره د باګرام او ګوانتانامو وحشي او کرغيړن امريکايي زندانونه هم ډک کړل.
پايله
که څه هم په ۲۰۱۱ ز کال کې د برهان الدين رباني له وژل کيدو وروسته د پلار پر ځای د زوی صلاح الدين رباني ټاکل کيدو د دغه ګوند د خپل منځي کشمکشونو د هضم هڅه وشوه، مګر د صلاح الدين رباني له لوري بن ته د بن د سازشنامي اصطلاح کارول دا مانا ورکوي، چې جمعيت نه يوازې د ۱۳۴۷، ۱۳۵۱ او ۱۳۵۵ لمریز کلونو له عقدهيي- ديني او ملتپاله ارمانونو څخه خلاص او لرې شوی دی؛ بلکې د شخصي ګټو، ځاني ماموريتونو او بهرنيو استخباراتي پنډونو نشې دوی تر ډېره د خپلو قومي شعارونو او ګټو چې د پارلماني سيسټم له لارې د نظام فدرالي کول، د افغان ملي هويت قومي تعريف، د اکثريت د ماتولو هڅه او لکه د ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۹ ز کلونو د واک پر ګدۍ غصب او انحصار کې هم پاتې راغلي.
د ګټو او قدرت دغسې فردي لوبه، د جمعيت د اصلي او متحدې رهبرۍ له منځه تلل، د جمعيت په د ننه کې د شخصي ثروت او قدرت د لسګونو جزيرو رامنځ ته کيدل، په بدخشان او پنجشير ولايتونو پسې د دغه ګوند محدودول، ناعادلانه امتيازات، د ګوند په د ننه کې د ښځو، ځوانانو او تيکنوکرات قشر سره نه جوړتيا او په ټوله کې د سولې له لارې د نړیوال مشروعيت او ملاتړ سره د طالبانو بيا سياسي قدرت ته راستنېدل هغه مسايل، بحثونه او پېښې دي چې جمعيت يې پاشلی، وېرولی او د دې امکانات شته چې تر سولې مخکې يا وړاندې يومخيز وپاشل شي، ټوټه ټوټه شي او يا د ظاهري يووالي د حفظ سربېره ګوند په د ننه کې د شديدو فرکسيوني سياليو په ترڅ کې کمزوری او پر غيري مواثره بڼه دوام پيدا کړي.
دا ځکه چې جمعيت هېڅکله ګوند نه و، ولې دا چې تصادفي پېښو، استخباراتي مصلحتونو او د نظام په اډانه کې کمزورتياوو يو او بل ته په لاس ورکولو سره دا ګډوله مجموعه ساتلې وه، دا بېل بحث دی.