یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د علمي تکنالوژۍ په برخه کې د امريکا زورواکه غوښتنه د چين پرمختګ مخه نه شي نيولی

لیکنه: هیله؛ د چین نړیوالې راډیو د پښتو څانګې خبریاله

جولای 9, 2020
in لیکنې
0 0
??????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????

??????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????

په تېره ۱۹ پېړۍ کې يو فرانسوي فيلسوف ساينټ سايمن ويلي وو چې د ساينس او مالوماتي تکنالوژۍ پرمختګ د ټولو انسانانو لپاره يوازينۍ ګډه ګټه ده.

د علمي تکنالوژۍ په برخه کې پرمختللې سويه له اوږدې مودې راهيسې د امريکا د عمومي توان يوه مهمه څرګندونه ده. په دې وروستيو کلونو کې چين هم په دې برخه کې ګړندی پرمختګ کړی او د امريکا وړتياوې د کمېدو په حال کې دي. امريکا تل مساوي سيالۍ ته لومړی اهميت ورکړی، نو بايد پر دغې روحيې ټينګار وکړي او د علمي تکنالوژۍ په برخه کې د لا زياتو نويو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره کوښښونه او هڅې وکړي. خو واقعيت دا دی چې امريکا د زورواکې غوښتنې په لرلو سره د چين د تخنيکي تصديو پر وړاندې ډېر خنډونه جوړ کړي دي. د بېلګې په توګه، امريکا  د ملي امنيت ساتلو په پلمه د چين پر هواوې تخنيکي تصدۍ بنديزونه لګولي، حال دا چې هېڅ شواهد نه لري، او له کاناډا څخه يې غوښتنه وکړه چې د دې تصدۍ مالي مشره مېرمن منګ وان جو ونيسي. د امريکا د جمهوريت غوښتونکي ګوند غړي مارکو روبيو حتی وغوښتل چې د هواوې شرکت مخه ونيسی، څو په امريکا کې پر خپل امتيازي حق د تېري په اړه امريکايي محاکمې ته دعوا وړاندې نه کړي.

ايا د امريکا زورواکه غوښتنه د چين د علمي تکنالوژۍ د پرمختګ مخه نيولی شي؟ ځواب يې نه دی.

لومړی:

 چين پخپله نوښتي چارو ته ستر اهميت ورکوي. رئيس شي جين پينګ  ويلي چې کليدي تکنالوژۍ نه غوښتل او نه اخيستل کېږي. لسګونه کاله مخکې، چين د خپلې تکنالوژۍ پر مټ اټومي بمونه، توغندي او مصنوعي سپوږمکۍ جوړې کړې دي. اوس د ساينس په برخه کې د چين څېړنيز لګښت په نړۍ کې دوهم مقام نيسي او هر کال لس سلنه زياتېږي. څو ورځې مخکې چين د بې دو لارښوونکي سيستم وروستۍ سپوږمکۍ په برياليتوب سره فضا ته وتوغوله او په دې توګه د بې دو سيسټم بشپړ شو او په ګرده نړۍ کې د موقعيت تاييدولو توان لري. برسيره پر دې، چين د G5،  کونټم مخابراتو Quantum Communication او مصنوعي ځيرکتيا په شمول ځينو برخو کې هم يو لړ برياليتوبونه تر لاسه کړي. د نړيوالو نوښتي چارو د انډول راپور دا ښيي چې چين د دغه انډول د ليست په مخکښو ۲۵ مقامونو کې  يوازينی پرمختيايي هېواد دی.

 دوهم:

 چين تل د علمي تکنالوژۍ په برخه کې د پرانيستې او همکارۍ پر تګلارو ټينګار کړی او کوي يې. په ۲۰۱۸ کال کې د چين او فرانسې لخوا په ګډه جوړه شوې لومړۍ سپوږمکۍ فضا ته په برياليتوب وتوغول شوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ يوه نمونه وګرځېده. د چين فضايي اډه چې د جوړېدو په حال کې ده، د بېلا بېلو هېوادونو د همکارۍ هرکلی کوي او تر اوسه د ۱۷ هېوادونو پروژې د دې اډې د علمي ازموينو په ليست کې شاملې شوي دي. په علمي تکنالوژۍ کې د نړيوالې همکارۍ پياوړتيا تاريخي تمايل دی او امريکا نشي کولای چې دا بدل کړي.

درېيم:

 بهرنيو تخنيکي تصديو ته د چين بازار د پرانيستې سويه لا نوره لوړه شوې ده. امريکا د چين د هواوي تخنيکي شرکت پر وړاندې دروازې بندې کړې، خو په عين وخت کې چين د امريکا د Tesla تسلا برقي موټر شرکت ومانه او دغه شرکت په چين لومړی داسې موټري شرکت دی چې پخپله پانګونه کوي. دغه ډول برقي موټرو په چيني بازار کې د سيالۍ پياوړی توان ښکاره کړی دی. که تخنيکي شرکتونه په چين کې پانګونې وکړي، دا به نه يوازې چين ته ماليات ورکړي او چينايانو ته به د کار فرصتونه برابر کړي، بلکې چيني تصدۍ به وهڅوي چې په سيالۍ کې خپل توان لوړ کړي.

دا يو واقعيت دی چې چين د علمي تکنالوژۍ پرمختګ په برخه کې لا هم بايد ډېر کوښښونه وکړي. د امريکا زورواکه غوښتنه د چين د پرمختګ مخه نه شي نيولی، بلکې دا به په نړيوالو بازارونو کې د امريکايي تکنالوژۍ برخې او سيالي توان د کمېدو سبب وګرځي.

Share2Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امريکا خبري رسنۍ: امريکا او برېتانيا د هرمز تنګي د يوې نړيوالې غونډې په چمتو کولو بوخت دي

جولای 25, 2026

د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلافي ځواکونو پر حوثيانو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

ايران: په څو هېوادونو کې مو د امريکايي ځواکونو پر اړوندو موخو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ

جولای 25, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In