اقلیمي بدلون، چاپېریال ناولتیا، د شین پوړيز ګازونو تولید چې نړیوالې تودوخې سره تړاو لري د ساینسپوهانو، سیاستوالو او حتی د عامو خلکو د ډېرې پاملرنې او اندیښنې وړ ګرځېدلي.
نړیواله تودوخه، د ښارونو او ګڼ مېشتو سيمو د هوا ککړتیا او اقلیمي بدلون د انسانانو د کړنو پایله ده چې ځمکه او پرې ژوند یې له لوی ګواښ سره مخ کړی، نو له همدې امله هڅې روانې دي چې ځمکې ته ور پېښ ګواښونه کنټرول او ژوندکولو وړ وساتي.
د نورو تر څنګ یوه اندېښنه د انسانانو د کړنو له امله د اوزون طبقې ویجاړي ده چې له امله يې پر ځمکه د انسانانو تر څنګ د ژوو او نباتاتو ژوند له ګواښ سره مخ کیږي، خو بلخوا له څلورو لسیزو داسې هڅې روانې دي تر څو د دې ویجاړي مخنیوی او شته ګواښونه له منځه لاړ شي او د اوزون طبقه وساتل شي.
څه موده وړاندې ملګرو ملتونو خبر ورکړ چې سوېل قطب د پاسه اوزون طبقې کې جوړ شوی سوری بېرته بند شوی او د رغېدو په حال کې دی چې پر ځمکه د اوسېدونکو لپاره ښه زېری بلل کېږي. که څه هم دا ویجاړه شوې برخه پخپله رغېدلې خو د یو لړ تر سره شویو کړنو او کوښښونو پایله ګڼل کیږي چې په ۱۹۸۷ کال کې مونټریال پرتوکول له لاسلیک سرچینه اخلي.
په دې لیکنه کې به د اوزون طبقې پېژنده، د ویجاړتیا زیانونه او لاملونه، د د ساتلو لارې چارې او په دې برخه کې نوره نړۍ او افغانستان کې شوې او کیدونکې هڅې ولولو.
اوزون په اصل کې ګاز دی چې د ځمکې په اتموسفير کې په طبيعي شکل وجود لري، د اوزون مالیکول (له درې اتومه اکسیجن څخه جوړ شوي چې ۹۰ سلنه یې د ځمکې اتموسفیر په ستتراتوسفیر برخه کې شته چې ګټور اوزون بللی کېږي.
د ستراتوسفیر هغه برخه چې د اوزون زیاد مالیکولونه پکې راټول شوي د اوزون طبقې (Ozone Layer)په نامه یاديږي چې د ځمکې له سطحې نه پورته د ۱۵ او ۳۵ کیلومترو په منځ کې ۳ میلي متره پنډه طبقه ده چې پنډوالی یې موسمي او سيمو ته په کتو توپیر کوي، سربېره پردې يې پنډوالی د لمر له وړانګو د انرژي اخیستو پورې هم تړاو لري نو ځکه د ورځې په پرتله يې پنډوالی د شپې کمیږي.
د اوزون طبقه ځمکې ته د لمر د ماورا بنفش (Ultra-Violate) زیان رسونکې وړانګې چې پر ځمکه ژوندیو موجوداتو روغتیا ته زیات خطر پېښوي جذبوي او د را تلو مخه یې نیسي. د اوزون طبقه لومړی ځل په ۱۹۱۳ کال د فرانسوي فزیک پوهانو لخوا وپېژندل شوه.
دا ساحه حساسه او د ژر تخریبېدو وړ ده هغه ځکه چې په اوزون کې د شته اکسیجن د اتمونو تر منځ اړیکه نازکه او په اندک ډيکه یو له بل بېلېدی شي نو له همدې امله ساینسپوهان او چاپېریال ساتونکي هڅه کوي چې د داسې موادو توليد او استفاده بنده کړي چې د اوزون له اکسیجن سره د تعامل ښه وړتیا او د تخریب سبب يې ګرځي.
په اتموسفیر کې د ازون طبقې موقعیت
د اوزون طبقې ویجاړي پر ځمکه نه یوازې د انسانانو بلکې ټولو ژویو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. ځکه ویجاړه شوې اوزون طبقه د لمر ضرر رسوونکې وړانګې جذب او ځمکې ته يې د راتلو مخه نه شي نیولی.
په نتیجه کې د ځمکو اوسېدونکو روغتیا ته ګواښونه پېښوي لکه د انسانانو د دفاعي سیستم کمزورتیا، پوستکي بېلا بېلو سرطانونو، د سترګو ناروغيو (Cataracts)، د لمرپه وړانګو د پوستکي سوځېدلو، د کرنيزو محصولاتو ویجاړېدو او د ځینو سمندري ژوو له منځه تللو سبب ګرځي. له نیکه مرغه د اوزون طبقې جوړښت او موجودیت موږ ټول له دې اپتونو ژغوري نو پکار ده چې خپلې روغتیا پخاطر د هغې په ساتلو کې هڅې ونه سپموو.
د اوزون طبقې د ویجاړۍ میکانيزم او پروسه
لومړی ځل د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو کې سانیسپوهان د انترکتیکا سیمي (سوېل قطب) د پاسه متوجه شول چې د اوزون طبقه د ویجاړي په حال کې ده.
لومړی باور دا و چې د تخریب سبب به په ستراتوسفیر کې د الوتکو څخه د تولیدشویو نایتروجن اوکساید (No2) له امله وي، خو په ۱۹۷۴ کې جوته شوه چې د کلوروفلوروکاربن (CFC) په نامه د انسانانو لخوا جوړ شوي کیمیاوي مواد اوزون طبقې ته زیان رسوي.
CFC گازونه عموماً د سړوونکې مادې په توګه په یخچالونو، د کور او موټرونو په ایرکنډیشنونو، بېلابېلو سړوونکو وسایلو او د تودوخي عایق موادو کې کارېږي. پر CFC سربېره هیلون او هایدروکاربون چي اور وژونکو کپسولونو، ځينې سپرې ګانو، پلاستیکي توکو کې او میتایل بروماید چې د کرنيزو ځمکو او حاصلاتو د ضد عفونې کولو په توګه ترې ګټه اخیستل کېده هم د اوزون طبقې په تخریب کې رول درلود چې په تدریجي ډول یې توليد او کارول بند شول.
CFC ګازونه د ځمکې پر سطح بې خطره وي، خو کله چې هوا ته پورته شي خطرناک شي او په اتموسفیر کې تر سلو کلو یا زیات عمر کولی شي.
لکه څرنګه چې CFC په خپل ترکیب کې کلورین، فلورین او کاربون لري هوا ته له تګ وروسته د لمر وړانګو په واسطه کلورین ترې بېل او د اوزون له یوه اتوم اکسیجن سره په یو ځای کېدو هغه تجزیه او کلورین مونوکساید جوړوي او په دې توګه اوزون په دوه اکسیجنه مالیکول بدلېږي.