د ټولو انسانانو یوه غوښتنه د بریالي او ښه ژوند تجربه کول او ورته رسېدل دي، خو دا هر څه خپلې کړنلارې لري چې باید عملي یې کړئ، څو موخې ته ورسېږی. له ځان سره فکر وکړئ چې د کوم کار کول مو په ژوند کې بنیادي بدلون را ولي، هر یو یې چې په نظر مهم درغلو، لومړی یې تر سره کړئ.
له دې کاره وروسته درته یوه د یاداښت کتابچه جوړه کړئ او د هغو کارونو لپاره مهالوېش جوړ کړئ، چې باید تر سره یې کړی. د دریو میاشتو کارونه مو داسې تنظیم کړئ چې د اړینوالي له مخې یې په کټهګوريو ووېشئ.
د بېلګې په توګه، لومړی ټوله میاشت په پام کې ونیسئ، له هغې وروسته اونۍ او هغه کارونه چې ډېر اړین دي، همدا نن ورځ یې تر سره کړئ. هره شپه باید د سبا لپاره ورځنی مهالوېش ولری.
هره شپه باید له خپل ځان سره قول او وعده وکړئ، چې سهار له خوبه پورته شوې له اوداسه او لمانځه وروسته لومړی باید مهم او اړین کارونه تر سره کړی. له ځانه مو دغه عادتونه لرې کړئ چې سهار له خوبه پورته شی او له ځان سره ووایی: «نن ولا چندان جوړ نه یم، دا کارونه به سبا ته پرېږدم.» یا دا چې لومړی باید مسیجونه او ایمیلونه چک کړم او بیا د مهالوېش له مخې په هغو کارونو پسې ورسېږم چې ډېر درته مهم دي. ځان ته ووایئ: «یو قانون شته، هغه هم دا چې هره ورځ بې له کومې استثنا څخه لومړی باید مهم کارونه تر سره کړم.»
د بېلګې په توګه، سبا له یوه مهم کس سره د لیدلو وعده لری. په ذهن کې مو داسې تصویر جوړ کړئ چې سبا به له خیره هر څه سم روان وي او ټول کارونه به مو ډېر ښه پر مخ ځي او له خپلو ټولو کړنو به ډېر راضي یاستی. یا دا چې سبا غواړی څو مختلفو ځایونو ته لاړ شی، ځان مو داسې عیار کړئ چې هر یوه ته په خپل وخت رسیدګۍ وکړای شی او د دې کارونو د تر سره کولو لپاره مو ځان تر خپله وسه تشویق کړئ. په دې سره به مو خپل لا شعور ته هر څه په ګوته کړي وي او د خوب پر مهال به هم د سبا لپاره د دې ټولو کارونو تر سره کولو ته تیاری ولری. داسې چې ان د خوب پر وخت به مو هم خپل لومړني کارونه تر سره کړي وي او داسې به ښکاری چې په خوب کې به هم فعالیت کوی.
فکر او پروګرام جوړول د هر کار لومړی ګام دی؛ خو که د هر کار د کولو لپاره ډېر وخت په نظر کې ونیسی او یا یې په اړه ډېر فکر وکړی، دا کړنه به دې د دې لامل شي، چې ورو ورو د خپلو موخو له تعقیب پاتې شی. د یوه کار په اړه ډېر فکر کول او په کار کې ځنډ کول د دې لامل ګرځي، چې ډول ډول بهانې جوړې کړی او د دې کار د کولو لپاره خپل وخت ضایع کړی او بالاخره خپله یې د نه کولو یو دلیل جوړ کړی او له کار کولو پاتې شی.
که غواړی چې یو نوی کار تر سره کړی، خو په دې برخه کې کافي تجربه نه لری، که هر څومره هڅه هم وکړی بیا به هم له دې کار د پام وړ لاسته راوړنه ونه لری. د اندېښنې وړ خبره نه ده، ځکه هېڅوک هم په لومړي سر کې مسلکي عمل نه شي کولای. له «هېڅ» نه لږ ګټه هم ښه ده. په راتلونکې کې باید له دې څخه زیاته تمه ولری. داسې فکر وکړئ چې د ډېرو لویو کارونو لپاره مو مهالوېش او پروګرام جوړ کړی، خو تر اوسه لاس پکار شوی نه یاستی.
زیاتره کسان مخکې له دې چې کوم کار پیل کړي، په اړه یې زیاته اندېښنه کوي، دوی داسې فکر کوي چې پر وړاندې یې د ستونزو یو دیوال پروت دی، خو که په دې بریالي شول چې کار یې پیل کړ او له نیمایي ور تېر شول، نو پاتې کار به یې ډېر په لېوالتیا سره تر سره کړي، نو تاسې هم بې له کوم ځنډ څخه حاضر شئ او کار پیل کړئ، څو نیمایي ته ورسېږی او د پاتې کار لپاره په خپل ذهن کې شور او شوق پیدا کړئ.
د هر کار له تر سره کولو وروسته، خپل ځان نور هم تشویق کړئ او کوم کار مو چې تر سره کړی، پر ځان وویاړئ. حتی کله کله د ځان لپاره ډالۍ واخلئ او له ځانه مننه وکړئ. هر مقطعي کار چې تر سره کوی، داسې فکر وکړئ چې دې ته ورته نور مقطعي کارونه او ان تر دې هم لوی په مخ کې لری. دغه د ځان تشویقول او هڅول په تاسو کې داخلي انرژي نوره هم پیاوړې کوي او د نورو کارونو لپاره درته موقع برابروي.