سردار محمد داوودخان د کودتا په لومړۍ شپه څه کول؟ او د جمهوري نظام مراندې یې څنګه ټینګې کړې!
زما (رحمت الله افغان) د نیکه قومي او جهادي مخور مشر مرحوم حاجي خان کوچي(سلطانخېل) د خولې مستنده کیسه او د سترګو لیدلی حال:
چوپه چوپتیا وه، ولس په درانه خوب ویده و، شاه خوا یوه نیمې بجې د حجرې د دروازې په زوره زوره ټکېدا له درانه خوب راویښ کړم، اندېښمن شوم، له ځان سره مې وویل دا وخت او داسې بېچمه دروازه ټکېدل، د کورنۍ له نورو غړیو سره له دروازې د باندې ووتم، یوعسکري روسی جیپ له زري پوش ټانک سره د دروازې مخ ته ولاړ وو.
دوه صاحب منصبان رامخ ته شول له روغبړ وروسته یې په ډېر احترام یې وویل، خان صاحب چا غوښتی یې ځان تیار کړه ځو، حیران شوم، دې نیمې شپې ته وګوره او د دوی غوښتنې ته، پوښتنه مې وکړه، چېرته ځو؟ دومره یې راته وویل کابل ته ځو، له صاحبنصبانو مې پوښتنه وکړه، څه خبره ده؟ چا غوښتی یم؟ دوی چې د احترام په ډول سرونه ښکته اچولي و، ویل یې خان صاحب نه یو خبر، یوازې دومره راته ویل شوي، چې حاجي خان کوچی زر کابل ته راولائ، ستا تګ حتمي او ضروري ده.
خبره مې ورغبرګه کړه، که اعلحضرت محمد ظاهر شاه غوښتی یم سبا به، له څو سپینږیرو سره درشم، خو د دوی ټینګار همدا و، چې وخت کم دی باید اوس ولاړ شو.
چاره نه وه شاهي نظام و، بیا د صاحبمنصبانو امر و، سمدستي زري پوش ټانګ ته پورته شوم، اندېښنو واخیستم، له ځان سره مې ویل هیڅ وخت هم ټانک دلته نه دی راغلی، بیا کابل ته تګ، زړه مې غټ کړ، په ټانګ کې مخامخ ناست صاحب منصب ته مې په ځير وکتل سر یې ښکته اچولی و، له خولې یې سپوڼ نه ووت.
له نږدې یو نیم ساعت مزل وروسته په ټانک کې مخابره غږ شوه، صاحب منصب مقابل لوري ته په ځواب کې وویل، په پل محمودخان کې یو، ژر به در ورسېږو.
له څو دقیقو مزل وروسته له زرپوش تانګ ښکته شوو، په تیاره کې مې د ارګ لوی او له عظمت ډک دیوالونه ولیدل، چوپه چوپتیا و، زه به ډېر کله د پاچا ته ورتلم په ملي او مهمو مسایلو به یې راسره بحث کاو، ارګ به تل شپه او ورځ له خوشحاله خلکو ډک و، خو نن شپه هرڅه بدل و، په ارګ کې هیڅوک نه تر سترګو کېدل.
صاحب منصب د دلکشا ماڼۍ لوی سالون ته بوتلم، صاحب منصب د سترګو په رپ کې پناه شو، په لوی سالون کې هیڅوک هم نه و، مخامخ مې په ساعت سترګې ولګېدې، د شپې درې بجې وې، هیڅ نه پوهېږدم، خو هډونو مې راته ګواهي را کوله، چې کومه لویه پېښه شوې، چې ولس ورنه نه ده خبر.
ښه شیبه یوازې ناست وم، یو ناڅاپه د ماڼۍ د دروازې ګړب شو، سردار محمد داوود یوازې سالون ته راننوت، حیران شوم، چې داوود خان خو شاه خوا لس کاله کېږي، چې له اعلحضرت سره خپه دی، نو بیا ارګ کې څه کوي.
د سردار محمد داوود خان په څېره( اتره) کې اندېښنه، ستړیا، خو روعب او دبدبه له ورایه ښکارېده، زه ورته پورته شوم، مخامخ زما خواته رانغی، کله چې له نظام محمد داوود خان عزل شو، نو وخت ناوخت به ورسره کېناستم، په مینه او خلوص به یې ستړي مشي کول او د ولس په اړه به یې زیاتې پوښتنې کولې، خو نن شپه هرڅه بدل و.
په سالون کې یې له قدم وهلو وروسته په درانه غږ رانه پوښتنه وکړه؟ خان صاحب ښه مې وکړل که بد؟ زه حیران شوم، چې سردار صاحب څه کړي، تر هغه وخت هیڅ خبر نه وم، ما د ویلو لپاره هیڅ هم نه درلود، بیا یې راته وویل، ما ښه وکړل، که بد؟ زه چې نه وم خبر نو د خبرو لپاره مې هم څه نه درلودل، په دریم ځل یې قدم رالنډ کړ، له کنګریزي او له غصې په ډګ لوړ غږ یې راته وویل، خان صاحب ولې چوپ یې ما ښه وکړل، که بد؟
دا ځل مخامخ راباندې راغی ما ورته وویل، سردار صاحب نه یم خبر تا څه کړي؟ مخامخ راته ودرېد، په واضحو ټکو یې راته وویل، شاهی نظام مې ړنګ کړ، جمهوريت مې اعلان کړی، واک له ماسره ده.
ما سمه ورغبرګه کړه، سردار صاحب په پښتو کې یو متل دی، لونګۍ چې له سره ولوېږي، په ولیو څرخه شي، لوېدلې نه ده.
دواړه مخامخ یو بل ته ولاړو، سردار محمد داوود خان خپل ښی لاس زما په چپه اوږده راکېښود راته وویل، ځه کلي ته ولاړ شه، ولسونو ته زما پیغام ورسوه، ورته ووایه چې بغاووت ونه کړي، له جمهوريت باید ملاتړ وکړي، چې دا هېواد په ګټه ده.
سردارمحمد داوودخان د خدای پاماني په وخت کې راته وویل، خان صاحب په هېواد کې دویم کس یې چې مشورې ته مې را وغوښتې، له تا مخکې د شینوارو یو قومي مخور دلته راغلی و.
د دواړو دې روح ښاد وي.