د چين د شمېرنې ادارې د جولای په ۱۶مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په تېرو ۶ مياشتو کې د چين اقتصادي پرمختګ تر کمزورېدو وروسته بيا عادي شوی او په دوهمه ربعه کې اقتصادي زياتوالی د تېر کال د همدې مودې په نسبت 3.2 سلنه زيات شو او د اقتصاد عمده انډول عادی شوی دی.
د امريکا والسټريټ ورځپاڼې خبر ورکړ چې چين په نړۍ کې د کوويد-۱۹ له رامنځته کېدو راهيسې لومړی هېواد دی چې اقتصادي پرمختګ يې عادي شوی دی. د امريکا سي ان ان ټي وي ويبپاڼې د يوې تبصرې په خپرولو سره ويلي چې د چين اقتصاد بيااحيا د نورو هېوادونو او سيمو لپاره يو ډېر ښه خبر دی. په داسې حال کې چې د نړيوال اقتصاد راتلونکی روښانه نه دی، د چین بیا احيا کېدونکی اقتصاد نړۍ ته هيله بښونکی دی.
د چين اقتصادي زياتوالی هماغه ډول چې 3.2 سلنې ته رسېدلی، له اټکل څخه نه دي وتلی. مخکې نړيوال وجهي صندوق او نړيوال بانک په خپلو راپورونو کې د چين د اقتصاد د بيااحيا په اړه خوشبيني څرګنده کړې وه.
د چين حکومت لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي، د چين په اړه د نړيوالې ټولنې اټکل سم دی. د روان کال په لومړۍ ربعه کې د لويې پيمانې لرونکو صنعتي چارو زياتوالی د تېر کال د همدې مودې په پرتله منفي 8.4 سلنه و، په دوهمه ربعه کې دغه شمېر 4.4 سلنې ته ورسېد. په تېر جون مياشت کې د چين په ښارونو او ولسواليو کې د بې کارۍ انډول 5.7 سلنه و، په تېرو درېيو مياشتو کې صادراتي ارزښت په دوامداره توګه لوړ شوی.
د يادولو وړ ده چې نوي حياتي ځواکونو د چين د اقتصاد د باکيفيت پرمختګ لپاره ستر رول لوبولی. د مثال په توګه، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د لوړې تکنالوژۍ په وسيله د توليدي چارو زياتوالی د تېر کال د همدې مودې په نسبت 4.5 سلنه زيات شو او د صنعتي چارو جوړښت د دوامدار اصلاحېدو په حال کې دی. په عين وخت کې په انلاين ډول د پرچون خرڅلاو ارزښت 14.3 سلنه زيات شو او د اقتصاد د عمده هڅوونکي په توګه د مصرف رول بيا تاييد شوی دی.
دا يو واقعيت دی چې د چین اقتصاد بيا احیا د چين حکومت د اغېزناکو تدبيرونو نتيجه ده. د چين حکومت د کوويد-۱۹ له وقايې او کنټرول سره هممهاله د اقتصاد او ټولنې پرمختګ د هڅولو لپاره هم يو لړ پر وخت او اغېزمن تدبيرونه نيولي. مثلا د تصديو لګښتونو او مالياتو کمولو او له تصديو سره د مالي مرستو په شمول يې يو لړ تګلارې غوره کړې. د امريکا د پيترسون په نوم د نړيوال اقتصاد څېړنيز انسټيټيوټ مشر عدام پوسن دې ته اشاره وکړه چې د چين حکومت د کوويد-۱۹ ضد مبارزې، په تېره بيا د عامې روغتيا تامين په برخه کې يې يو لړ مناسب او اغېزناک تدبيرونه نيولي او ښه نتيجه يې تر لاسه کړې ده. دا په چين کې د اقتصاد د ګړندي احيا عمده لامل دی.
چين تل پر پرانيستي بازار ټينګار کړی، او د ډېرو ستونزو د شتون پر مهال يې هم دغه تګلاره ساتلې. په تېرو څو مياشتو کې د چين په های نان ولايت کې د ازاد سوداګريز بندر د جوړېدو لايحه خپره شوه او د چين د وارداتو او صادراتو ۱۲۷م نندارتون په انلاين ډول ترسره شو. څو ورځې مخکې د چين د ۳م وارداتي نړيوال نندارتون لپاره د تقاضا او عرضې د همغږۍ په غونډه کې يوې ډلې بهرنيو تصديو په راتلونکو درېيو کلونو کې د چين په دغه نندارتون کې د ګډون يادښت لاسليک کړی دی.
دا ښيي چې د چين اقتصاد د ثابت پرمختګ او دايمي ښه والي تمايل نه دی بدل شوی، خو اوس کوويد-۱۹ لا هم په ګرده نړۍ کې د خپرېدو په حال کې دی او د چين اقتصادي پرمختګ له ډېرو ننګونو سره مخ دی. نو د چين حکومت به د اقتصاد بيااحيا لپاره هڅو او کوښښونو ته دوام ورکړي چې د کورنيو او بهرنيو تصديو د پانګونې لپاره لا بشپړ سوداګريز چاپېريال او نور ښه فرصتونه برابر شي.