د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې څو ورځې مخکې يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چین د وارداتو او صادراتو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت 3.2 سلنه ټيټ شوی، خو دغه ټيټوالی د لومړۍ ربعې په پرتله 3.3 سلنه کم دی، او په تېر جون مياشت کې وارداتي او صادراتي ارزښت زياتوالی موندلی دی. د اقتصاد او سوداګرۍ د کارپوهانو په اند، د روان کال په دوهمه نيمايي کې به د چين بهرنۍ سوداګري بيافعاله شي، خو بيا هم چين بايد بيدار واوسي او له اړوندو ننګونو سره د مقابلې لپاره دې سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ پياوړې کړي.
د چين د نړيوالې اقتصادي تبادلې مرکز مرستيال لوی اقتصادپوه جانګ يونګ جون دا نظر لري چې د روان کال په لومړۍ نيمايي په تېره بيا په تېر جون مياشت کې د چين د بهرنې سوداګرۍ شمېر ښيي چې د چين اقتصاد له ننګونو سره د مقابلې پياوړی توان لري او دا په چين کې د صنعتي چارو له بشپړ سيستم سره تړاو لري. هغه وويل:
((د کوويد-۱۹ ويروس له رامنځته کېدو راهيسې، د دغه ويروس د وقايې په اړه د تنفس ماشين په شمول د ځينو طبي تجهيزاتو صادرات ډېر زيات شوي، له دې څخه ښکاري چې د چين د صنعتي چارو سيستم بشپړ دی، موږ پر اقتصاد د دغه ويروس د اغېزې له مخې خپلې چارې تنظيمولای شوو او د نړيوالو اړتياوو له مخې د اړوندو توکو توليدي توان پياوړی کولای شوو. ))
د ښاغلي جانګ يونګ جون په اند، چين بايد په درېيمه ربعه کې د صادراتي حالت په اړه بيدار واوسي.
د چين د نړيوالې اقتصادي تبادلې مرکز لويې اقتصادپوهې مېرمن چن ون لينګ خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې سږ کال به د چين بهرنۍ سوداګري تر کمزورېدو وروسته بيااحيا شي، ځکه چې د چين بهرنۍ سوداګري ښه بنسټ لري. هغې وويل
((لومړی: چين د توکو تجارت په برخه کې په نړۍ کې لومړی مقام نيسي او اوس دغه وړتيا يې لا هم موجوده ده. دوهم، چين په نړۍ کې د تجارتي مرکز په توګه د ګرځېدو په حال کې دی. درېيم، له ګاونډيو هېوادونو سره د چين سوداګريزې اړيکې مخ په نږدې کېدو دي. څلورم، ډيجټلي سوداګري په چين کې د ګړندي پرمختګ په حال کې ده. د روان کال په لومړيو ۴ مياشتو کې په چين کې د ډيجټلي سوداګرۍ ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۴۰ سلنه زيات شوی. بله خوا، د يو کمربند او يوې لارې په وړانديز کې له ځينو ګډون کوونکو هېوادونو سره د چين د وارداتو او صادراتو ارزښت د دغه هېواد د وارداتو او صادراتو په عمومي شمېر کې ۳۰ سلنه نيسي، د زياتوالي سرعت يې د نورو برخو په نسبت ډېر ګړندی دی. برسيره پر دې، چين د څه باندې ۱۲۰ هېوادونو او سيمو لومړی لوی سوداګر هم دی.))
مېرمن چن ون لينګ په عين وخت کې وويل چې د روان کال په دوهمه نيمايي کې د چين بهرنۍ سوداګري له ډېرو ننګونو سره مخ شوې او په اړه يې بايد بيدار او اغېزناک تدبيرونه ونيول شي.
ښاغلي جانګ يونګ جون وړانديز وکړ چې چين بايد د صادراتو د ثابت پرمختګ د ساتلو په عين وخت کې نړيوالې همکارۍ په تېره بيا سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ وهڅوي. هغه وويل
((اوسمهال د عرضې او توليد ځنځير سيمه ييز کېدل يو تمايل دی، نو موږ بايد له دې تمايل سره سم سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ وهڅوو او د دغو همکاريو د پياوړتيا له لارې پر صادراتو د کوويد-۱۹ ويروس منفې اغېزې کمې کړو. ))
د څېړونکو په اند، اوس کوويد-۱۹ وبا لا هم په نړۍ کې د ګړندي خپرېدو په حال کې ده، دا د چين په شمول د بېلا بېلو هېوادونو د بهرنيو سوداګرۍ پر مخ يوه ګډه ننګونه ده. نو بېلا بېل هېوادونه بايد د کوويد-۱۹ ضد د مبارزې په برخه کې اغېزناک تدبيرونه ونيسي، د دغې وبا تر کنټرول وروسته به نړيوالې سوداګرې يې ګام په ګام بياعادي شي.