یکشنبه, جولای 26, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د مشورتي لویې جرګې پایلې او لاسته راوړنې

لیکنه: مشتاق رحيم

اگست 11, 2020
in لیکنې
0 0

د افغان ولسمشر لخوا د اختر مبارکۍ پیغام په لړ کې د سولې یوې بلې مشورتي لویې جرګې د رابللو اعلان د یو ستر بحث لامل وګرځېد. د بحث سرټکی د جرګې بنسټیزه موخه چې د طالبانو له لېست سره سم د هغو وروستیو څلور سوه زندانیانو د خلاصون موضوع وه، چې د حکومت د وینا مطابق په حق العبدي قضایاوو کې زندانیان وو.

حقوق پوهان په دې نظر وو چې حق العبد قضایاوې بخښل او د دغه ډول زندانیانو ازادول که د ولسمشر واک نه دی، نو مشورتي جرګې هم له حقوقي اړخه دا کار نه شي تر سره کولی.

بله خوا ځینې خلک په دې نظر وو چې ښايي حکومت غواړي د جرګې دایرولو په تکل کې د سولې بهیر وځنډوي او غوښتنه یې دا وه چې لکه څنګه چې ۴۶۰۰ زندانیان د سیاسي پرېکړې پر بنسټ له بنده آزاد شول، پاتې څلور سوه زندانیان دې هم په هماغه ډول پرېښودل شي.

وېره دا هم وه چې د کرونا وبايي ناروغۍ د خطر له امله به دا ډول ستره غونډه څومره شونې وي؛ خو له ټولو شننو، اندونو او نیوکو سره سره افغان ولسمشر محمد اشرف غني وتوانېد چې په ډېره لنډه او تنګه موده کې نه یوازې دا چې د سولې مشورتي لویه جرګه دایره کړيګ بلکې د بندیانو د خلاصون تر څنګ نورې سیاسي موخې هم تر لاسه کړي.

د سولې مشورتي لويې جرګې پرېکړه ليک

د لویې جرګې په ترڅ کې ولسمشر غني وتوانېد چې حق العبدي او نورو جدي قضایاوو کې ښکېلو زندانیانو د خلاصون پړه له ځانه لرې او د لویې جرګې له لارې د ولس غاړې ته ور واچوي.

دا چې ولسمشر د زندانیانو د خلاصون په لړ کې جدي سیاسي او ټولنیز فشار سره په داسې حال کې مخامخ و، چې له حقوقي اړخه د یادو زندانیانو د خلاصون په برخه کې حقوقي محدودیت سره مخامخ و، د مشورتي لویې جرګې وړاندیز هغه ته ځان له مسوولیت څخه د خلاصون دلیل په ګوتو ورکړ.

د زندانیانو د خلاصون په اړه د مشورو په پلمه افغان حکومت ځینې نورې موخې هم تر لاسه کړې. په دې لړ کې تر ټولو مهمه لاسته راوړنه د سولې بهیر لپاره د ولسمشر لخوا د تازه ملاتړ تر لاسه کول وو.

که وکتل شي، د جرګې د مشورتي وړاندیزونو په لړ کې ډېری ټکي داسې وو چې په تېره مشورتي جرګه کې هم یاد شوي وو، خو د دغو ټکو داسې مهال تکرار چې تمه کېږي ډېر ژر بین الافغاني مذاکرات پیل شي، ولسمشر غني او د هغه لخوا ټاکل شوي مذاکراتي ټیم ته د بحث لپاره تازه مواد په لاس کې ورکړل.

د لویې جرګې په ترڅ کې ولسمشر غني وتوانېد چې حق العبدي او نورو جدي قضایاوو کې ښکېلو زندانیانو د خلاصون پړه له ځانه لرې او د لویې جرګې له لارې د ولس غاړې ته ور واچوي.

د اوربند غوښتنه، بهرنیو هېوادونو په افغانستان کې د مداخلې لاس لنډول، ولسواکۍ ته احترام، د اوسني نظام ساتنه، د اتباعو حقوق او په هغه کې د ښځو په ځانګړې توګه یادونه هغه موارد دي چې د دې جرګې له پرېکړه لیک څخه د مذاکراتو مېز ته وړل کېدی شي.

دا تازه ولسي ملاتړ به حکومت ته نه یوازې له طالبانو سره؛ بلکې د نړیوالې ټولنې او په دې لړ کې له امریکا سره د مباحثې او مذاکرې لپاره هم دلایل په لاس ورکړي.

د سولې مشورتي جرګې دایرولو او بیا په پای کې د هغې د ټولو پرېکړو د منلو او عملي کولو په ترڅ کې ولسمشر غني وتوانېد چې د سولې په اړه خپل ښه نیت هم ولس سره شریک کړي. د زندانیانو د خلاصون په لړ کې د څو ځلې خنډ له کبله د افغان ټولنې ځینو برخو د سولې په اړه د ولسمشر په نیت د شک اظهار هم کولو.

آن مشورتي جرګه یې د سولې د بهیر د ځنډولو یوه پلمه یادوله. جرګې هغو ټولو نیوکو او شکونو ته ځواب ویلو سره د ولس په منځ کې یو وار بیا د حکومت د سولې د سیاست په اړه نېک نظر پیدا کولو کې هم مرسته وکړه.

د جرګې په خوله مخالفې غوښتنې ردول

د سولې مشورتي لویې جرګې په لړ کې ولسمشر اعلان وکړ چې د سولې د بهیر په اوږدو کې به د اړتیا په صورت کې بیا هم لویې جرګې ته مراجعه وکړي. که حکومت د مذاکراتو په لړ کې داسې غوښتنو او یا هم فشارونو سره مخ کېږي چې دوی یې منلو ته چمتو نه وي، افغان ولسمشر بیا ځلې د لویې جرګې کار ته کارولی شي او له دې لارې له ځان څخه فشارونه لرې کولی شي.

د سولې مشورتي لویې جرګې افغان ولسمشر ته ښه موقع برابره کړه چې په راتلونکي کې د دې ډول جرګې په مرسته هغه غوښتنې چې حکومت ورسره موافق نه وي، د ولس په خوله رد کړي.

د مشورتي لویې جرګې یوه بله ستره لاسته راوړنه د مطرحو افغان سیاستوالو په یو ټغر راټولول وو. د سولې روان بهیر په لړ کې ښايي دا لومړی ځل وي چې په دومره غټ شمیر سیاسي شخصیتونه په یوه خوله وي او د حکومتي کړنلارې او د جرګې له پایلو یې حمایت کړی وي.

که وکتل شي، د جرګې د مشورتي وړاندیزونو په لړ کې ډېری ټکي داسې وو چې په تېره مشورتي جرګه کې هم یاد شوي وو.

په جرګه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ګډون چې د افغانستان د سیاسي مشرانو د یوې سترې کتلې ملاتړ له ځان سره لري، د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو اعتبار خورا لوړ کړ. همدا راز د ولسمشر پخواني واک شریک او د مصالحې د ملي شورا مشر ډاکټر عبدالله، کریم خلیلي، د ملي شورا مشرانو او داسې نورو شخصیتونو ګډون د پراخې سیاسي اجماع هغه تشه هم ډکه کړه چې په تېرو کابو دوو کلونو کې موجوده وه.

دې تشې د سولې بهیر په لړ کې حکومت له خورا ډېرو ستونزو سره مخامخ کړی و؛ د افغانستان د سیاسي ټبر ملاتړ به حکومت ته د مذاکرې په میز او له نړیوالو همکارانو سره د مباحثې په لړ خورا ډېره برلاسي ورکړي.

جرګه په ډېر لنډ او تنګ وخت کې په داسې حال کې دایره شوه چې له امنیتي پېښو هم خوندي پاتې شوه. په دومره لنډه موده کې د جرګې دایرولو له کبله حکومت په دې هم وتوانېد چې په خپله کاري وړتیا نقدونه هم نفې کړي.

په داسې ډول د جرګې تر سره کېدو سره حکومت خورا ډېر وستایل شو. دا ستاینې کولی شي په حکومت د ولسي باور زیاتوالي لامل شي چې بیا هم بین الافغاني مذاکراتو کې حکومت د دغه ولسي باور په مرسته له پیاوړي دریځه ګډون وکړي.

افغان حکومت څومره امریکا ته ورنږدې شوی؟

د سولې مشورتي جرګې پرېکړې د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکايي ادارې له تمې سره سمې اعلان شوې. دا چې امریکا غواړي د سولې بهیر په چټکۍ سره مخ ته لاړ شي څو د روان زېږدیز کال په پای کې په امریکا کې تر سره کېدونکیو د ولسمشرۍ ټاکنو څخه د مخه د افغانستان د شخړې د حل په اړه ښه پرمختګونه وشي، د جرګې لخوا د بندیانو د خلاصون پرېکړه او سم د لاسه د طالبانو لخوا مذاکراتو کې د ګډون د چمتووالي اعلان هغه څه دي چې د ټرمپ ادارې غوښتل.

له دې چارې سره به افغان حکومت وتوانېږي چې خپل ستراتیژیک ملګري او د افغان سولې مخکښ هېواد امریکا ته لا ور نږدې شي او د دواړو اړخونو تر منځ به د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د باور فضا لا پسې پیاوړې شي. د باور فضا غځېدل د بین الافغاني مذاکراتو په بریا کې خورا جوت رول لوبولی شي.

په ټوله کې د سولې مشورتي جرګه چې د څلور سوه طالب زندانیانو د خلاصون په پلمه جوړه شوې وه، بریالۍ ارزول کېدی شي. که له یوه اړخه حکومت په جرګه کې په نښه شوې ځینې موخې تر لاسه کړې، د جرګې له کبله د بین الافغاني مذاکراتو په لار کې د پرتو خنډونو لرې کېدل د افغان ولس لپاره یو ډېر ښه زېری دی.

که څه هم د افغانانو خپلمنځي خبرې د روان سولې بهیر تر ټولو پېچلی پړاو دی، چې خپل خنډونه او ځنډونه به لري، خو دغه مرحلې ته رسېدل پخپله ستره لاسته راوړنه ده.

د افغانانو خپلمنځي خبرې به د سولې روان بهیر کې یو نوی پیل وي او هیله ده چې د شخړې دواړه اړخونه به د جوړجاړي اصل ته په درناوي هڅه وکړي چې د کړکېچ پر ځای تفاهم ته لومړیتوب ورکړي.

Share10Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Columbus, United States
یکشنبه, جولای 26, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امريکا خبري رسنۍ: امريکا او برېتانيا د هرمز تنګي د يوې نړيوالې غونډې په چمتو کولو بوخت دي

جولای 25, 2026

د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلافي ځواکونو پر حوثيانو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

ايران: په څو هېوادونو کې مو د امريکايي ځواکونو پر اړوندو موخو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ

جولای 25, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In