۲۰۲۰ کال د جاپاني تېري پر ضد د چينايانو ملي جګړې او د فاشيزم پر ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب له ۷۵مې کليزې سره برابر دی. د ۱۹۴۵ کال د مې په ۸مه نېټه په اروپا کې د دوهمې نړيوالې جګړې جنګي چارې پای ته ورسېدې، د همدې کال د اګست په ۱۵مه نېټه جاپان بې له هېڅ شرطه د خپلې تسليمۍ اعلان وکړ او د سپتمبر په ۲مه نېټه د جاپان پر ضد اړوندو هېوادونو د دغه هېواد تسليمي رسماً ومنله. په داسې حال کې چينايانو د جاپاني تېري کوونکو پر ضد ملي جګړه کې اخري بريا وموندله.
جاپان د ۱۹۳۱ کال د سپتمبر په ۱۸مه نېټه په ناڅاپي توګه د چين پر شمال ختيځې برخې تېری وکړ او ژر يې دغه سيمه اشغال کړه چې د جاپاني تېري کوونکو پر ضد د چينايانو ملي جکړه له دې نه پيل شوه. په دغه جګړه کې د چين او جاپان ملي ځواکونو تجهيزاتو او وسلو ډېر توپير درلود چې چين هغه وخت ډېر کمزوری و، خو جاپان په اسيا کې يو قوي هېواد و. د دې تر څنګ د يادې جګړې په پيل کې د نړۍ څو عمده او لويو هېوادونو پر چين د جاپاني تېري په اړه هېڅ نه دي ويلي او د چينايانو د ملي مقاومت د ارامولو سياست يې پلی کړ. له دې سره سره چينايانو په خپل ځواک سره د ۱۴ کلونو لپاره د جاپاني تېري په وړاندې ودرېدل او د خپلې خاورې دفاع يې وکړه، له تېري کوونکو سره يې ټينګه مبارزه وکړه او بيا يې ځوابي بريدونه کړي دي. چينايانو جاپاني تېري کوونکو ته د ماتې ورکولو لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي. د چين د پوځي اکاډمۍ د رسمي شمېرنې له مخې، د ۳.۸ مليونو تنو پوځيانو په شمول څه باندې ۳۵ مليونه تنه چينايان د دغې جګړې په ترڅ کې وژل شوي دي او د دغې جګړې له امله د چين اقتصادي تاوانونه او جنګي لګښتونه ۵۶۰ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلي دي.
د جاپاني تېري کوونکو پر ضد د چينايانو جګړه د فاشيزم پر ضد د نړيوالې جګړې يوه مهمه تشکيلاتي برخه او د دوهمې نړيوالې جګړې عمده جنګي ميدان و. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر په ۳مه نېټه د يادو دوو جګړو د برياليتوب د ۷۰مې کليزې د يادونې په ستره غونډه کې څرګنده کړه چې د جاپاني تېري کوونکو پر ضد د چيني جګړې برياليتوب له تېرو دوو سوو کلونو راهيسې له بهرنيو تېري کوونکو سره په څو جګړو کې د چينايانو لومړی او مکمل برياليتوب دی. چينايانو د خپل هېواد د پرديو لخوا پوره اشغال په اړه د جاپاني تېري کوونکو په مېړانه توطيه او دسيسه ماته کړې، خپل ملي شرافت يې خوندي ساتلی او په نړۍ کې د يو لوی هېواد په توګه د چين ځای بيا خوندي او ټينګ کړ. د دغې جګړې برياليتوب د چينايانو ځاني باور تر ډېرې اندازې پورې پياوړی کړی او د چيني ملت د پاڅون او بيدارۍ سبب شوی دی. چيني ملت تر دې وروسته له کمزورتيا نه پر سمسورتيا د ګامونو په پورته کولو پيل کړ. له دې څخه څرګندېږي چې چينايان په هر ډول پيچلي نړيوال حالت کې تېري کوونکو ته د ماتې ورکولو پوره باور او وړتيا لري او خپل ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ساتلای شي.
نن ورځ امريکا او ځينې ملګري هېوادونه يې د کوويد ۱۹ د خپرېدو په پلمه پر چين بې دليله نيوکې کوي او تور لګوي، څو څو ځلې يې د چين په کورنيو چارو کې مداخلې او لاسوهنې کړې، د چين د شينجيانګ، هانکانګ او تايوان مسئلو ته يې ګوټې نيولې او په بد نيت سره يې د چيني تصديو په بهرني پرمختګ کې ستر خنډونه اچولي دي. داسې هېوادونه د دې لپاره کوښښونه کوي چې د چين پرمختيايي بهیر بند او په چين کې د سولې او ثبات حالت خراب کړي. البته د دوی دغه شان بد نيت او توطيه به خامخا شنډه او ناکامه شي. چين چې د ۱۴ کلونو په لګولو سره د جاپاني تېري کوونکو پر ضد جګړه کې اخري بريا تر لاسه کړې، کټ مټ د چين د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې د خپل ملت د بيا سمسورتيا پر لوري خپلو ګامونو پورته کولو ته دوام ورکړي او په خپلو کوښښونو سره به د چيني ملت سترې هيلې په واقعيتونو باندې بدلې کړي.