یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د سترو چيني شرکتونو د فعاليت منع کېدو لپاره د امريکا پلان او  پر نړۍ يې احتمالي اغېزې

اعظم منور

اگست 19, 2020
in لیکنې
0 0

د خبري سرچينو د معلوماتو له مخې امریکا غواړي  په خپل هېواد کې د ټيک ټاک فعاليتونو له بندولو وروسته يو بل ګام هم واخلي او داځل د “علي بابا” په شمول لويو  چيني شرکتونو فعاليت بندوي.

په دې لنډ تحليل کې دې ته اشاره شوې چې امريکا په دې کار سره څه ترلاسه کول غواړي او ددې پلان عملي کېدل به د ټکنالوژۍ پر صنعت څه اغېزه وکړي او پر چين او امريکا سربېره به د نورې نړۍ اقتصاد له څه برخليک سره مخ شي؟ او تر ټولو مهمه پوښتنه دا چې آيا امريکا به رښتيا وکولای شي چې په خپل هېواد کې د چيني شرکتونو فعاليتونه بند کړي؟

امريکا څه غواړي؟

مخکې له دې چې يادې پوښتنې ته ځواب پيدا کړو، لومړی به دې ته اشاره وکړو چې سږ کال امريکا د تاريخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره له اقتصادي ځوړتيا سره مخ شوه، که همدې موضوع ته ژوره کتنه وشي ښايي پورتنۍ پوښتنې ته هم ځواب پيدا شي.

کله چې په ۲۰۱۳ کال کې چين د ” يو کمربند يوه لار” وړانديز مطرح کړ، له هماغه وخته امريکا د چين د اقتصادي پرمختګ په اړه چې لا له وړاندې يې سرعت ډېر تېز و، لالهانده شوه او په مختلفو برخو کې يې ياد وړانديز د عملي کېدو د مخنيوي او يا خنډجوړولو ته مخه کړه.

د کوويد ۱۹ روانې وبا د نړۍ په ټولو برخو منفي اغېزه وکړه او اقتصادي برخه هم ترې خوندي پاتې نه شوه.

د نړۍ ټولو هېوادونو ته اقتصادي زيانونه واوښتل، خو دغه زيانونه د امريکا په شمول ځينو هېوادونو کې ډېر دي.

د امريکا د اقتصادي تحقيقاتو ملي ادارې د جون په لومړۍ لسيزه کې اعلان وکړ چې د کوويد ۱۹ وبا په وجه امريکا په رسمي ډول اقتصادي ځوړتيا سره مخ شوې او دا ددغه هېواد په تاريخ کې د اقتصادي پراختيا د اوږده پړاو ختم دی.

په مقابل کې يې چين که څه هم د کوويد ۱۹ له امله زيانونه ليدلي، خو د امريکا په نسبت يې زيان کم دی او د پام وړ داده چې چين په خپل هېواد کې کوويد ۱۹ کنټرول کړی او د واکسين په جوړولو کې يې هم پرمختګونه کړي.

اوس امريکا ويره لري چې ښايي د چين اقتصاد چې لا له مخکې د چټکې ودې په حال کې دی، د کوويد۱۹ په مخنيوي سره به يې نړيوال باور نور هم زيات شي او په مقابل کې به امريکا چې له يوې خوا له اقتصادي ځوړتيا سره مخ شوې، له بلې خوا به د ساينس او ټکنالوژۍ په برخه کې په نړۍ کې خپل باور له لاسه ورکړي، نو ځکه يې وار له مخکې په خپل هېواد کې د چيني شرکتونو د فعاليتونو منع کېدو ته مخه کړې.

امريکا نه يوازې په خپل هېواد کې د چيني شرکتونو د فعاليت د بندولو اقدام کوي، بلکې هڅه کوي چې په دې برخه کې د اروپايي هېوادونو ملاتړ هم ترلاسه کړي، خو تر اوسه يې د اروپايانو پوره رضايت نه دی ترلاسه کړی.

آيا امريکا به د چيني شرکتونو د فعاليت مخنيوی وکړی شي؟

د چيني سرچينو د معلوماتو له مخې، علي بابا شرکت يوازې په امريکا کې په سلګونه ميليارډ ډالره پانګه لري، پر چين سربېره  په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه آسيايي هېوادونو کې سوداګريز فعاليتونه لري.

تر لسو ډېر د انلاين سودا اخيستلو اپلېکشنونه لري، ويډيو شريکولو، لوبو او مختلف نور اپلېکېشنونه لري.

ښايي امريکا به هڅه وکړي چې له چيني شرکتونو څخه په دې پلمو او خنډ جوړولو سره امتياز ترلاسه کړي، خو  د فعاليت مخنيوی به يې ډېر سخت وي ځکه ياد شرکتونه د امريکا په بازارونو کې ډېره پانګه لري.

له بلې خوا ډېر شمېر امريکايي تصدۍ هم په چين کې فعاليت کوي او طبيعي ده چې ددې کار زيان به امريکايي تصديو ته هم رسېږي او  په دې صورت کې به هغوی د خپل دولت پر ضد د اعتراض غږ پورته کړي، نو فکر نه کېږي چې په داسې حال کې چې امريکا له اقتصادي ځوړتيا سره لاس او ګرېوان ده، د خپلو تصديو د اعتراض پروړاندې مقاومت وکړی شي.

د نړيوال تجارت او په ځانګړې توګه ټکنالوژۍ پرصنعت يې اغېزه

لومړی خو د آزادې سوداګرۍ اصول دا نه ايجابوي چې يو اړخ دی د نورو حقونو ته له پام پرته يو طرفه اقدام وکړي، ځکه ددې کار زيان به عام وي او په سوداګرۍ او ټکنالوژۍ په برخه کې د ګډوډۍ رامنځ ته کېدو لامل ګرځي.

سربېره پردې، د اقتصادي جګړې زيان نه يوازې ښکېلو لوريو، بلکې ټولې نړۍ ته رسېږي، په دې معنا چې که د چين او امريکا اقتصادي اړيکې نورې هم خرابېږي، نو طبيعي ده چې نور هېوادونه به د خپلو ګټو په پام کې نيولو سره ځينې د چين پر خوا را ټول شي او ځينې هم د امريکا چې په دې صورت کې ويلای شوو چې زيانونه به يې تر چين او امريکا پورې محدود نه شي، بلکې ټوله نړۍ به اغېزمنه کړي.

نو اصولي او معقوله لار داده چې دواړه هېوادونه دې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل او فصل کړي، تر څو هم خپله او هم نوره نړۍ له ستونزو څخه نجات پيدا کړي.

Share16Tweet10Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امريکا خبري رسنۍ: امريکا او برېتانيا د هرمز تنګي د يوې نړيوالې غونډې په چمتو کولو بوخت دي

جولای 25, 2026

د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلافي ځواکونو پر حوثيانو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

ايران: په څو هېوادونو کې مو د امريکايي ځواکونو پر اړوندو موخو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ

جولای 25, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In