پرون د اګست ۲۵مه نېټه په چين کې د ميينانو په ژوند کې مهمه د شوق و ذوق له ورځې سره برابره وه، دا ورځ هر کال د نورو ورځو سره خاص توپير لري، له رنګا رنګۍ، خوشالۍ يو بل سره د خوږې مينې په پاره نمانځل کيږي.
که وکتل شي پوهېږو د انسان د نوم جوړښت د مينې، محبت له معنی سره تړلی دی، خدای تعالی انسان مينه ناک خلق کړی او پيدا کړی دی، مينه د انسان په وينه، طبعيت کې نغښتې او ګډه ده، بې مينې انسان نيمګړی دی، لکه بې مالګې خواړه، يا بې ساه بې روحه موجود.
مينه، ښه اخلاق الهی نعمت او ستره ورکړه ده، که څوک په ژوند کې له دوکې، چل و فريب پاکې مينې لرونکي وي دا به د نړۍ تر ټولو نېکمرغه انسان وي.
په کومه ټولنه کې چې د يو بل درنښت وي، مينه، محبت وي، هلته خلک د ښکلي ژوند رښتيني راز په معنی باندې پوهېدلي دي، د ژوند په ارزښت، ښکلا او خوند پوهېدلي دي، داسې ورځې يې د همدې لپاره ځانګړې کړي او ټاکلې دي هغه چې په په ژوند کې د خوشاليو، نېکمرغيو لپاره بهترين فرصتونه چانسونه ورسره جوړېدلی او برابرېدلی شي. له دې ډلې يوه همدا د ميينانو ورځ ده، په چين کې د ميينانو ورځ د لويديځو هيوادونو د ميينانو ورځې له کيسې بېله ده او ورسره تړاو نه لري، په چين کې د ميينانو ورځې سرچينه د ولسي فولکلوريکو کيسو او داستانونو سره تر ډيره تړلې ده.
وايي، په ډيره پخوانۍ زمانه کې، يو غريب زيارکښه پادوان و نيولانګ نومېده، يو زوړ غويی يې درلود، ډير پرې ګران و، زوړ غوايه يې خبرې هم کولی شوې خو څښتن يې پر دې نه و خبر، يو ورځ زاړه غويي ورته وويل، د اسماني امپراطور لوڼې ځمکې ته راځي په ډنډ کې لامبي، ته هلته د نی په بوټو کې ځان پټ کړه، کله چې دوی خپل کالي وباسي، د هغو څخه سور رنګی کميس پورته کړه، هلک همداسې وکړل، کله چې نجونو د نی ښورېدا وليده پوه شولې څوک شته، په بېړه يې جامې واغوستلې لاړې، خو په دې کې يوازې يوه خور پاتې شوه، کالي يې نه وه، هلک ورته وويل، ستا جامې زما سره دي، که زما سره واده کوې، زه به دې کميس درکړم، ورسره يې ومنله، په همدې ليدو کتو کې دواړه يو پر بل ميينان شول، د دواړو واده وشو، له خوښۍډک ژوند يې و، د دوه ګلايو اولادونو لرونکي شول.
خو کله چې اسماني امپراطور خبر شو، لور يې په ماڼۍ کې نشته په ځمکه کې له عادي انسان سره يې واده کړی دی په قار شو، سر لښکر ته يې امر وکړ، تر څو لور يې ژر ماڼۍ ته را ستنه کړي، کله چې لښکر پسې ورغی، ونيوله، هغې نه غوښتل چې له مېړه او اولادونو جدا او بېله شي، هر څومره نارې سورې يې چې وکړې، هېڅ ځای يې ونه نيو، اخر يې په زور ستنه او بوتله.
نيولانګ له دوه اولادونو سره یوازې په کور کې پاتې شو، غويی بيا راغی ورته يې وويل، زه په اصل کې په اسمان کې د غويانو يو ستوری يم، ژر به مړ شم او بيرته به په ستوري باندې بدل شم، زما تر مرګ وروسته ته زما پوستکی په تن کړه او د اسماني امپراطور ماڼۍ ته لاړ شه هلته له خپلې معشوقې او مېرمنې سره وګوره، ده همداسې وکړل، خپل دوه اولادونه يې له ځان سره واخيستل په ټوکرۍ کې يې په شا کړل، د اسماني امپراطور دربار ته ورسېد، مېرمن يې د خپل ميين او اولادونو د راتګ بوی حس کړ، غوښتل يې په منډه ځان د هغه تر غېږې ورسوي، خو په دې وخت کې اسماني امپراطور ملکې له وېښتانو سيخکی را وايست د دواړو تر منځ يې کرښه وايسته، ورسره سمدلاسه يو څپانده سيند رامنځته شو د دواړو د يو ځای کېدو مخه يې بنده او ډب کړه.
کله چې اسماني امپراطور او ملکې د دوی پاکه، رښتينې مينه او وفاداري وليده پرې مهربانه شول، اجازه يې ورکړه چې د چينايانو کرنيزې جنترۍ له مخې په کال کې يو ځل د اوومې مياشتې په اوومه ورځ سره وګوري په دې ورځ ګڼ شمېر کيشکرې سيند ته راځي د سيند له پاسه د وصال پول جوړوي. په چيني ژبه کې دغه دوديز اختر يا د ورځې نوم ((چي شي)) دی، ((چي)) په چيني ژبه کې د اووه او شي د ماښام معنی لري. ماښام مهال يو ځلېدونکی ستوری او د يوې اوږده تتې ليکې لاره ليدل کيږي.
په چين کې ډيری خلک له خپلې دې ولسي کيسې سره تړلې دا ورځ خورا په شوق، علاقه نمانځي او د ميينانو د ورځې نوم يې ورکړی دی په تېره بيا په پراخه کچه يې نمانځنه د ځوانانو ترمنځ کيږي، په دې ورځ اکثره ميينان د خپلو مينو په موندلو توانيږي، د خپلو هيلو او ارمانونو پوره کولو لپاره دا تر ټولو غوره فرصت په توګه ګڼي رارسېدو ته يې لحظې شماري د مينې وفاداريو ژمنې پکې کوي، يا هغه چې زړونه يې يو بل ته د مينې ټوپونه وهي، د مينې اظهار کوي، د خپل ګډ راتلونکي ژوند اساس ږدي.
په دې ورځ که ميينان دي يا هم نامزادان دي يا هم د ګډ ژوند جوړې مېرمن او خاوند دي، يو بل ته سوغاتونه، د ګلانو ګېډۍ، چله په ګوتو کوي، د سيل، چکر، تفريح لپاره ځي، په رستورانتونو کې د خپلې خوښې خواړه خوري، د مينې، خوشاله ژوند راز و نياز کوي، دا هغه څه دي چې د ګډ خوشاله، مينه ناک ژوند په ټينګښت کې يې ځای او تاثير تر پايه پاتې کيږي.
د ګلانو ګېډۍ ورکوي، د مينې کارتونو يا هم د تليفوني پيغامونو د لېږلو دود زيات دی. دا ورځ د هغو لپاره چې غواړي بل ته خپله مينه څرګنده کړي، تر ټولو بهترين، ښه فرصت او وخت دی، معمولا د سرو ګلانو ګېډۍ ورکړه پکې مروجه او عادت دی.
په دې ورځ په ښار کې پلورنځي، مغازې په سرو ګلانو او د ميينانو د ورځې په نښو باندې ښکلي وي، په پارکونو کې يا په تالارونو کې د کنسرتونو پروګرامونه جوړيږي، په راډيوګانو، تلويزيونو باندې هم په دې اړه ځانګړي پروګرامونه وړاندې کيږي، ځوانان په ژونديو پروګرامونو کې برخه اخلي او يا هم د تلېفون په کرښو باندې خپرونو ته د مينې خپل پيغامونه وړاندې کوي.