د جولای ۱۵مه/چنګاښ ۲۵مه نېټه د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې پوره له ۴۷مې کالیزې سره برابره وه، پښتو څانګې د کار او فعاليت ۴۷ کلن مزل پوره کړ او په ۴۸م کال يې قدم کېښود. د چين نړيوالې راډيو له دې پيغام او ارمان سره سم نړۍ ته چين او چين ته نړۍ ور پېژندنې لپاره کار کړی دی، په لمن کې يې د ۶۴ بېلابېلو ژبو څانګې ځای لري، چې پښتو څانګه له دې ډلې يوه ده.
د رسنيو په کورنۍ کې راډيو له خپلې لومړۍ زمانې څخه د اوسني عصر تر پرمختللې ټکنالوژۍ پورې اهميت او اړتيا پر ځای ساتلې او پاتې شوې ده. راډيو د رسنيو په کتار کې هغه يوازېنۍ رسنۍ ده، چې مخاطبين يې د هرې کچې وګړي جوړوي، لوستي که نالوستي دي، نارينه که ښځينه دي، مشران که ځوانان دي رانغاړي او توانېدلې ده چې تر نورو په دې لړ کې مخکښه او وړاندې اوسي. مسوولې، بيدارې رسنۍ د تمدنونو په غوړېدو او د ټولنو په فکري بيدارۍ او جوړونه کې د پام وړ رول لري، د پرمختللو ټولنو ويښتيا کې يې ونډه د پام وړ ده، د ملتونو، ټولنو او نظامونو د ملا تير حيثيت لري، د نظامونو او ټولنو د انحراف مخنيوي کې رغنده ونډه لري، د پرديو نامريي لاسونه لنډوي او د دښمن پټې شومې دسيسې رسوا او شنډوي.
د چين نړيوالې راډیو پښتو څانګې موجوديت او فعاليت د چين او افغانستان د دوستانه اړيکو د ټينګښت په برخه کې مهم پاتې شوی دی. د جولای مياشتې ۱۵مه نېټه د پښتو څانګې د تأسيس او فعاليت له ۴۷م کال سره برابر وه او نيمې پېړۍ ته يې مزل رسېدل نږدې شوی دی.
د چين نړيوالې راډيو په چوکاټ کې د پښتو څانګې ۴۷کلن فعاليت له کاميابۍ سره مل روان ساتلی شوی دی، ۴۷کلونه وړاندې هغه زمانه وه چې د مطبوعاتو په دنيا کې مشکلات ډېر وو، په سختو او د نشتو امکاناتو په زمانه کې د پښتو مطبوعاتو کورنۍ ته دننه شوه، د نوې او مډرنې ټکنالوژۍ هېښوونکو کارنامو د نننۍ دنيا په بېلابېلو برخو کې د رسنيو لپاره زمينې مساعدې شوې دي، د پښتو څانګې لمن هم په نړۍ کې تر ګوټ ګوټ پراخه او رسېدلې ده، په دوستۍ ولاړ مطبوعاتي رسالت کې يې ونډه څرګنده ده، له پيله يې د دوو دوستو هيوادونو د ولسونو دوستانه اړيکو د ټينګښت په برخه کې کار کړی دی، د خپرونو محتوا يې د دواړو هېوادونو د ګټو، دوستۍ او د اړيکو وده کې نغښتې ساتل شوې ده، د متقابل درناوي، ملي حاکميت ارزښتونه لوړ او مقدم ګڼي، د پښتو څانګې ۴۷کلن مزل کليزې بريا د ټولو ده، دا خوشالي د افغانانو او چينايانو له ګډو زيارونو سره مل او تړلې ده.
دلته يې يادونه اړينه بولم، هغه چې د پښتو څانګې په تأسيس کې به يې نومونه تل زموږ په ياد پاتې وي، د چين او افغانستان دوه ستر ملي شخصيتونه دي او د پښتو څانګې له موجوديت سره يې نومونه بې اړیکې نه دي.
اول د چين ولسي جمهوريت لومړی صدر اعظم جوين لای دی او دويم د افغانستان هغه مهال د پادشاهي دولت صدر اعظم وروسته بيا د افغانستان د جمهوري نظام بنسټ اېښودونکی او لومړی جمهور ریيس محمد داوود خان دی. که د افغانستان او چين د دوستانه اړيکو تاريخ پس منظر ته وکتل شي، حتماً به موږ پکې د داوود خان د صدارت او بيا د هغه د جمهوريت په موده کې د چين او افغانستان د دوستانه اړيکو کچې اوج وليدلی شو، د دوو دوستو ګاونډيو هېوادونو د دوستۍ اساس او بنسټ پکې ايښودل شوی دی، د نوموړو دوو شخصيتونو د وطنپالنې کارنامې او کيسې په خپلو هېوادونو کې د خلکو تر منځ سينه په سينه او خوله په خوله ژوندۍ پاتې دي، هغه چې د وطن د تاريخ د څپرکو زرينې کرښې جوړوي، په لويه پيمانه يې د خپلو هېوادونو د ابادۍ او پرمختګ لپاره د سترو اغېزمنو پلانونو نقشې او موخې عملي کړې او جوړې کړې دي.
په عمل کې يې د ډاډمنو اړيکو څپرکو اساس ايښی، د دوو اړخيزو دوستانه اړيکو او باور لپاره يې قوي بنسټ تر ننه مضبوط ولاړ دی، سره له دې چې که څه هم افغانستان له څو لسيزو راهيسې د جنګ جګړو په اور کې ګير پاتې شوی دی، متأسفانه د افغانانو له دې جګړه ځپلي حالت څخه ځينو فرصت پرستو ناروا او ناسمه استفاده کړې ده، اور ته يې قصداً لمن وهلې ده، خو موږ د چين د لاسوهنې او په واحد افغان کور کې د کورګيو جوړولو څرک نه شو موندلی، په دې موده کې د چين برخورد، رويه، دريځ او ټينګې دوستۍ پيکه والی او بدلون نه دی کړی.
هغه مهال چې افغانستان په سيمه کې يو له امن او مخ پر ودې هيوادونو په سر کې و، تل يې د دوستۍ فعاله رويه مخ ته وړې ده، په ختيځ کې له چين سره ۷۶کيلومتره اوږدوالي پوله او د واخان دهليز د دوستۍ دهليز په نوم پاتې او ياديږي، د افغانستان او چين اړيکو تمايل همېشه په دوستۍ باندې مخ ته تللی، د سياسي او رسمي اړيکو په څنګ کې په ملکي ولسي برخو کې راشه درشه ته د پام وړ ځای ورکړل شوی دی، کلتوري، هنري، سپورټي، تعليمي او مطبوعاتي اړيکو ته ځانګړې توجه شوې ده.
په ۱۹۵۷ميلادي کال کې کابل ته د چين د وخت صدر اعظم جوين لای د درې ورځني سفر پر مهال په اوو برخو کې د هوکړو لاسليک کېدلو، دوو اړخيزو اړيکو ته نوی رنګ او په دې برخه کې نوی څپرکی پرانيست، د دوو اړخيزو دوستانه اړيکو پراختيا، د پروان د اوبو لګولو اوبه خور پروژې عملي کول، په کندهار کې د ميرويس روغتون او د بګرامۍ نساجي فابریکې جوړول، په کونړ کې د چای کرکيلې ترويج پروژې عملي کول، د کلتوري، ورزشي پلاويو تګ راتګ او د پيکېنګ راډيو په چوکاټ او اډانه کې چې هغه مهال د چين نړيوالې راډيو نوم و، د افغانستان لپاره د پښتو څانګې تأسيس رسماً تایيد او ومنل شول.
د چین ولسي جمهوريت د صدر اعظم له خوا د پيکېنګ راډیو په چوکاټ او اډانه کې د افغانستان لپاره پښتو څانګې ته ځای ورکول د افغانستان د پادشاهي دولت صدر اعظم محمد داوود له خوا په ورين تندي ومنل شول، ترې مننه يې وکړه او زیاته یې کړه: «دا چې د چين ولسي جمهوريت دوست هيواد او خلک یې افغانستان ته او د افغانستان ملي ژبې پښتو ته اهميت ورکوي، موږ يې قدردانی او درنښت کوو.
په دې توګه موږ د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزې دوستۍ او اړيکو پياوړتيا لپاره يو بله کړکۍ جوړه او پرانيزو. دواړه هېوادونه د یو بل کلتوري او هنري ډلو ته دعوت ورکوي چې د ملي ورځو نمانځغونډو، جشنونو کې ګډون او راشه درشه زياته کړي، په دې وسيله د ولسونو تر منځ کلتوري تبادلې او د پېژندنې فرصتونو زياتوالي او پراختيا ته وده ورکوو.»
له هوکړې سره سم، د پښتو څانګې د خپرونو چمتووالي پلان جوړ شو، د پښتو ژبې د زده کړې مسلکي ژباړونکو او ويندويانو روزنې لپاره د چين بهرنيو ژبو بهرنيو اړيکو پوهنتون د انګليسي ژبې څانګې نهه محصلين وټاکل شول، په ۱۹۵۹ميلادي کال کې کابل ته ورسېدل، د کابل پوهنتون د ژبو ادبياتو پوهنځي پښتو څانګه کې پښتو ژبه یې زده کړه، په ١٩٦٣ميلادي کال کې فارغ او بېجينګ ته ستانه شول او د چين نړيوالې راډيو په اډانه کې د پښتو څانګې کارونه عملاً پيل شول.
د چين نړيوالې راډيو په چوکاټ کې د پښتو څانګې خپرونو پيل ته لحظې ګوتې په شمار وې، د پښتو رسنيو کورنۍ کې د راډيو په څپو کې د چين افغان دوستۍ غږ ازانګې خورې شوې، دا د پښتو ژبې د راډيويي نشراتو په تاريخ کې نه هېرېدونکې ورځ او خاطره پاتې ده، دا د ١٩٧٣ميلادي کال د جولای مياشتې ١٥مه نېټه وه، په افغانستان کې د شاهي رژيم له نسکورېدو او کودتا څخه یوازې دوه ورځې مخکې وه.
پښتو څانګه ژر وتوانېده چې د اورېدونکو پراخ هرکلی خپل کړي. ۴۷کلونه وړاندې په ۱۹۷۳میلادي کال کې د پښتو نشراتو دا ډيوه د چين په مرکز بېجينګ کې بله شوې ده، پښتو رسنيو کاروان ته يې رڼا او ځواک ورکړی دی، د پښتو مطبوعاتو په تاريخ کې يې غږ او فعاليت مخکښ او د پام وړ پاتې شوی دی، پښتو رسنيو کې د اوږده عمر لرونکې رسنۍ ياديږي، نږدې نيمه پېړۍ د پښتو رسنيو په ډګر کې فعاله ده او د پياوړي رسا غږ وياړ لري.
په دې هيله چې د پښتو رسنيو دا طلايي غږ تل همداسې ځلانده او رسا اوسي. د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې د خپرونو عمر اوږد او همداسې دوامداره اوسي او څو چې دا ژبه شته، دا څانګه دې همداسې تانده اوسي، تر ګوټ ګوټ يې دې لمن او غږ غځېدلی او پراخه اوسي.
پښتو څانګه وتوانېده چې په ٢٠٠٣ميلادي کال کې د انټرنېت په شبکه کې خپله ځانګړې برېښناپاڼه جوړه کړي او خپل غږ او فعاليت يې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې تر خپلو مينوالو پراخ کړ.
په ٢٠٠٥ميلادي کال کې د راډيويي خپرونو تر څنګ يې د پښتو هنداره درې مياشتنۍ مجله چاپ کړه، په پښتو ژبه د چين په اړه د باارزښته مطالبو خپرولو سره يې په کمه موده کې د لوستونکو مينه تر لاسه کړه.
په ٢٠١١ميلادي کال کې د لنډو څپو تر څنګ په کابل او کندهار کې اېف اېم څپه خپرونې پيل کړې.
په ٢٠١٣کال کې د اپريل په دويمه نېټه د فېسبوک پاڼه جوړه کړه، په اوو کلونو کې يې د مينوالو شمېر له دوه نيم میليونو اوښتی دی. په ۲۰۲۰کال د می مياشت کې په يوټيوب کې خپل چينل جوړ کړ. دا د پښتو څانګې د کارونو او د پرمختګ لاسته راوړنو لنډ يادون دی.
د چين نړيواله راډيو اوس د چين ميډيا ګروپ يا د چين رسنيو ډلې برخه ده، چې په لنډو کې د CMG په نوم ياديږي.