ښه به داسې وای چې له بین الافغاني مذاکراتو وړاندې د امریکا او طالبانو تر منځ هر څه نهایي شوي وای او د سولې موافقتنامه لاسلیک شوې نه وای- د افغانانو تر منځ چې هر څه حل و فصل شوي وای، بیا به یې له امریکایي لوري سره موافقه امضاء کړې وای. اوس د جګړې اصلي لوری، کوم چې اتلس کاله د هغوی په خاطر د اور لمبې بلې وې، ارام ناست دی او افغانان د خپلمنځي جنګ قرباني دي.
پورته او ځینو نورو ټکو ته یا پام ونشو او یا هم په قصدي ډول د اوسني حالت لپاره د نقشو ترسیم ته په کار واچول شول.
له تېرو ولسمشریزو ټاکنو وروسته لویه هیله دا وه، چې په افغانستان کې د ملي وحدت نوې او ناچله د حکومتدارۍ طرحه ختمه شي، سیاسي دوې ډلې له منځه لاړې شي او د حکومتولۍ لپاره یوه واحده سیاسي کتله رامنځ ته شي، خو بدبختانه چې هغسې ونشول. د افغان سولې لپاره په لویه کې دوه وېشلي دریځونه پاتې شول او د اندېښنې وړ دي.
همدا اوس ټوله هڅه دا ده، چې د افغان سولې لپاره هر امتیاز ولسمشر او یا هم د مصالحې عالي شورا مشر ته ورسیږي.
افغانستان اوسمهال د سیاسیونو له بې ساري وېشلو دریځونو سره مخ دی. دغه راز هېواد د دوو قدرتونو، د افغانستان حکومت او د طالبانو امارت تر منځ را ګیر دی. دواړه یې په عملي او رښتیني ډول د افغانانو لپاره د خدمت کولو جوګه نه دي. یو یې امکانات لري، ظرفیت او کیفیت نه لري او بل ته یوازې د جګړې ډګر ور پاتې دی.
د افغانانو تر منځ د اجماع پر نشتوالي سربېره، ګاونډي او د سیمې هېوادونه هم د افغان سولې په اړه بېلابېل او د خپلو ګټو پر بناء اندونه او دریځونه لري.
ګاونډیانو او د سیمې ځینو هېوادونو، د امریکا او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو په پیلېدو، په ښکاره ډول له طالبانو سره اړیکي پیل کړل. طالبانو هم هلته سفرونه وکړل او خپل نظرونه او لیدلوري یې خلکو ته بیان کړل.
اوس له طالبانو سره د تماس موضوع له هېچا پټه نه ده. پاکستان، ایران، روسیې او چین هېوادونو په ښکاره ویلي، چې موږ له طالبانو سره اړیکې لرو، خو دا هر څه د افغانستان حکومت په غیاب کې دي.
بدبختانه افغانستان په داسې یوه حالت کې قرار لري، چې حکومت یې له ګاونډیانو او سیمې سره د اړیکو په توازن کې پاتې راغلی او دوی ترې نا خوښه دي. په تېرو شپږو کلونو کې چې دا اړیکې زیانمنې شوې، له ۲۰۰۲ کال را وروسته بې ساري دي.
د افغانستان په مسایلو کې د یادو هېوادونو اغېز له پامه نشي غورځېدای او موږ غواړو په اوسني وضعیت کې په اجمالي ډول د دوی په نظر او دریځ پوه شو:
۱- پاکستان
د افغانانو عام ذهنیت دا دی چې په افغانستان کې د هرې جګړې او ورانکارۍ تر شا د پاکستان لاس دی. د بې باورۍ په داسې یوه فضا کې افغانستان په یوه نوي بهیر ورګډیږي.
د پاکستان لپاره د افغانستان سوله او بهیر دواړه مهم دي. پاکستان تل د کابل او ډهلي له نږدې اړیکو نه په اندېښنه کې دی او ظاهراً داسې معلومیږي، چې د سولې پروسې د کامیابۍ لپاره د پاکستان غوښتنه دا ده، چې د هند رول کمزوری شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان حکومت هند خپل پخوانی او دوست هېواد بولي. که افغانستان د پاکستان غوښتنې د سولې په بهیر کې ومني، نو پخوانی او اصلي حمایت کوونکی به له لاسه ورکړي. پکار ده چې د پاکستان او هند جیوپولیټیکې ننګونې مدیریت شي. د افغانستان حکومت باید د هند د روابطو په برخه کې افراط ونه کړي او د پاکستان او هند په اړیکو کې توازن په پام کې ولري.
ښایي پاکستان په کشمیر کې د خپلو ګټو د خوندیتوب په منظور، له افغان سولې سره ملاتړ مشروط کړي او امریکا دېته اړه کړي، چې خپل ځینې شرایط پرې ومني.
۲- ایران
د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې له افغان جهاد سره د پاکستان او ایران ملاتړ د انکار او هېرېدو وړ نه دی. دغه راز د مهاجرینو ورتګ او دوی ته ځای ورکول، هم هغه څه دي، چې د افغانانو په یاد دي.
یاد دواړه هېوادونه له افغانستان سره تاریخي مسائل او همدا راز سرحدي او د اوبو په اړه ستونزې او اختلاف لري، نو په افغانستان کې هر ډول تغییرات د ایران او پاکستان په سرنوشت اثر لري.
په همدې خاطر نوموړي هېوادونه د افغانستان په اړه د پخوا په څېر په افغان سوله کې هم فعال دي. د دوی څرګندونې ان زموږ په هېواد کې د مداخلې تر کچې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د افغانستان راتلونکې، له طالبانو پرته امکان نه لري جوړه شي.
په ایراني رسنیو کې داسې هم راغلي، چې شرقي ګاونډی د ډیموکراسۍ په خښولو د کورنۍ جګړې خوا ته درومي. دوی وایي چې په افغانستان کې د امریکا له نوولس کلن حضور وروسته، هغه حکومت چې دوی ترې اخیستی و، اوس یې بېرته ورکوي. دا د دوی لاسته راوړنه ده!
امریکا او ایران دواړه د افغان سولې په برخه کې یو پر بل شکمن دي. د روان کال د جولای په ۲۵مه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد، د سولې لپاره د امریکا د موسسې یوې ناستې ته وویل، چې د افغانستان د سولې اړوند تر ټولو لویه ننګونه دا ده، چې ایران کافي ملاتړ نه کوي.
ده زیاته کړه چې ایران د تهران او واشنګټن تر منځ د شته ستونزو له امله، د بین الافغاني مذاکراتو او په افغانستان کې د ثبات هرکلی نه دی کړی.
خلیلزاد د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معیین، عباس عراقچی وروستیو غبرګونونو ته په اشارې وویل، چې ایران د سولې له بهیر او دغه راز په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له حضوره ناخوښ دی.
عراقچي کابل ته په خپل وروستي سفر د جولای په ۱۹مه، له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې وویل، چې تهران د افغانستان د سولې په بهیر کې د امریکا پر نیت شک لري. ده ویلي وو، هغه څه چې امریکا له طالبانو سره په لاره اچولي، له دې ډلې سره معامله ده. بېلا بېل عوامل وجود لري، چې ایران یې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په اړه نا امیده کړی دی.
عراقچي وویل: «موږ باور لرو چې پر امریکا باید باور ونشي او په سیمه کې د امریکا حضور خطرناک دی او په سیمه کې د ډېرو اختلافونو لامل کیږي.»
ده وویل، امریکا طالبانو ته مشروعیت ورکړ او د افغانستان دولت په غیاب کې رسماً له طالبانو سره مذاکره او د دغه هیواد د راتلونکې په اړه یې معامله وکړه. دا ټول په داسې حال کې وشول چې امریکا د افغانستان دولت ملاتړی او متحد بولي.
۳- چین
چین تل ویلي، هېواد یې د افغان سولې او پرمختګ ملاتړ کوي. دغه راز ټینګار کوي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي او د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی یې لري. په تاریخي لحاظ او په وروستیو څو لسیزو کې هم یاد هېواد د افغانستان په چارو کې د مداخلې کومه مخینه نه لري.
زموږ لپاره تر ټولو ښه خبره دا ده، چې چین خپل ملګری هېواد پاکستان اړ او پوه کړي، چې یو آرام او له جګړې پرته افغانستان چې له سیاسي او اقتصادي اړخه د سیمې له ټولو قدرتونو سره اړیکې ولري، د پاکستان په ګټه دی.
همدا راز دا به د چین تر ټولو ښه هدف وي، چې با ثباته افغانستان د چیني مالونو لپاره یو مهم ترانسپورټي او سوداګریز مرکز شي، اګر چې اوس د اقتصادي انګېزو تر څنګ امنیتي اندېښنې هم وجود لري.
د بین الافغاني مذاکراتو په اړه د روان میلادي کال د اګست په ۲۱مه، د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي له خپل پاکستاني سيال محمود قریشي سره له کتنې وروسته خبریالانو ته د خپل هېواد پنځه فقره ییز پېشنهاد وړاندې کړ. په دغه پېشنهاد کې راغلي:
لومړی: بين الافغاني مذاکرات دې د افغانستان مسئلې پر سياسي حل ټينګار وکړي. د افغانستان مسئلې د حل یوازینۍ لار ډيالوګ او خبرې اترې دي. چين هيله لري چې د افغانستان بېلابېلې سياسي ډلې پر دغو مذاکراتو ټينګ باور ولري، خپل صبر دې وساتي، خپل صميميت دې وښيي او د برياليتوب ټينګ هوډ دې ولري.
دویم: بين الافغاني مذاکرات دې د افغانانو تر لارښوونې لاندې تر سره شي. د افغانستان راتلونکی برخليک د افغانانو لخوا پرېکړه کېږي، نو د افغانانو لخوا د لارښوونې اصول دې په جدي توګه وساتل شي. هېڅوک دې په افغانستان کې د جياپوليتيکس سيالې نه کوي او د افغانستان په مسئله کې دې خپلې ګټې نه لټوي.
درېيم: په بين الافغاني مذاکراتو کې دې پر ټولشموليت باندې ټينګار وشي. مختلفې خواوې بايد په ګډو هڅو سره داسې يو سياسي چوکاټ جوړ کړي، چې د هېواد بېلابېل سياسي ګوندونه، قومونه او مذهبي ډلې پکې په مساوي توګه برخه واخلي او له دې لارې دې واکونه شريک کړي.
څلورم: پر جګړې سربېره، افغانستان د بېوزلۍ، کډوالو او نشه يي توکو په شمول له ځینو ستونزو سره مخ دی، چې د مذاکراتو مختلفې خواوې له دغو ستونزو سره ګډه مقابله وکړي. چين هيله لري چې ښکېلې خواوې په خپل هېواد کې د سولې او پرمختګ د تر سره کېدو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
پنځم: نړيواله ټولنه دې د افغانستان مسئلې په اړه خپله وظيفه پر غاړه واخلي. نړيواله ټولنه او د سيمې هېوادونه بايد په عدالت او برابرۍ سره د سولې بهير پرمخ بوځي او د افغانستان سولې بهير دې نه خرابوي. بهرني ځواکونه بايد په مسوولانه او منظمه توګه له دغه هېواد څخه ووځي، د ترهګرۍ څپې د بيا راپورته کېدو مخنيوی دې وکړي او د افغان حالاتو ارام او روان انتقال دې تأمين کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر په پورته وړاندیزونو کې دویم، درېیم او پنځم د تأمل وړ دي. په یادو پېشنهادونو کې معلومیږي، چې چین په افغانستان کې د نورو هېوادونو د جیوپولیټکس مخالف دی او افغانان هڅوي، چې پخپله د افغانستان د راتلونکي برخلیک لپاره تصمیم ونیسي.
دغه راز ښکاري چې په بین الافغاني مذاکراتو کې پېشنهاد شوی پلاوی ټولشموله نه بولي او وړاندیز کوي چې د هېواد بېلابېل سياسي ګوندونه، قومونه او مذهبي ډلې پکې په مساوي توګه برخه واخلي.
همدارنګه جوتیږي چې چین دوې اندېښنه لري، لومړۍ ښایي نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه د افغان سولې بهیر خراب کړي او دویم ممکن د ترهګرۍ څپې بیا راپورته شي او چین نور نه غواړي بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.
۴- هند
د افغانستان په سوله کې د هند رول او مسئله ډېره د بحث او فکر وړ ده. د طالبانو د حکومت پر مهال د دوی د مخالفینو ملاتړ، هند ته په تاریخي لحاظ د مخالفت پلمه په لاس ورکوي، ځکه لا هم هغه لوبغاړي د افغانستان په سیاست کې فعال دي او دې سولې ته د شک په سترګه ګوري.
د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو په بهیر کې ویل کېدل، چې هند ته د افغان سولې په اړه د امریکا لخوا ډېر اطمینان ورکول شوی و. د دغو خبرو په بهیر کې د هند ځینو چارواکو افغانستان ته سفرونه وکړل او د افغان سیاسونو د اندېښنو رفع کولو هڅې یې وکړې.
هند ښایي په داسې حال کې د افغان سولې په اړه محتاطانه خوشبین وي، چې دوه رقیب هېوادونه پاکستان او چین د افغانستان په مسائلو کې علاقمندي لري او امریکا بیا د دوی تر څنګ ولاړه ده.
اوس پوښتنه دا ده چې امریکا څه ډول کولای شي د سولې په بهیر کې د پاکستان د رول په اړه هندوستان ته ډاډ ورکړي؛ ځکه هندوستان باور لري چې پاکستان له طالبانو نه د ستراتیژیکې وسلې په توګه ګټه اخلي.
تېره جمعه ورځ د اسلامي حزب امیر ګلبدین حکمتیار تور ولګاوه، چې افغان حکومت غواړي د هند په مرسته په افغانستان کې ملېشې جوړې کړي او دغه راز هند غواړي، چې د پاکستان پخاطر له سولې سره مخالفت وکړي.
پورته ضد و نقیض برداشتونه او تحلیلونه موجود دي او افغانان تشویش لري، چې په دغې پېچلې لاره به څه ډول د سولې منزل مقصود ته ورسیږي.
۵- سعودي عربستان
تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده، چې د امریکا متحده ایالات به څه ډول وکولای شي د افغانستان په سوله کې د عربستان او ایران ګټې تأمین کړي او یا به دوی ته قناعت ورکړي، چې دغه سوله د دوی په ګټه ده.
سعودي عربستان هېڅ نه غواړي چې ایران دې د افغانستان سولې په بهیر کې حضور ولري، په داسې حال کې چې ایران هم هڅه کوي له خپل نفوذ نه په استفادې سره په افغانستان کې د سولې په بهیر کې د عربستان د برجسته رول مانع شي.
باور دا دی چې امریکا دغو حساسیتونو ته په کتو، د قطر هېواد د افغان سولې د مذاکراتو لپاره ټاکلی دی او یاد هېوادونه یې څنډې ته کړي دي.
سعودي عربستان په داسې حال کې د افغان سولې له بهیر نه لرې پاتې کیږي، چې نوموړی هېواد د طالبانو اسلامي تحریک په رامنځ ته کېدو او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال بې درېغه مرستې وکړې. اوس د سولې په پروسه کې د یاد هېواد کمرنګه ګډون او د سیال هېواد لخوا یې د دې پروسې پر مخ وړل، نوموړی هېواد ناراضه کړی دی.
ښایي دا هم د سعودي د ناراضۍ سبب ګرځېدلی وي، چې پاکستان ولې طالبان دېته واداره نه کړل، چې طالبان د قطر پر ځای په سعودي کې دفتر پرانیزي او هلته خبرې اترې پر مخ بوځي.
۶- روسیه
روسیې په بار بار ویلي چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي. دغه هېواد له امریکا سره د رقابت او سیاسي ستونزو په خاطر هم غواړي چې د افغانستان په سولې بهیر کې خپل رول ولري.
د روسیې لپاره هغه قرارداد چې له مخې به یې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي، لوی د خوښۍ خبر وي، ځکه دا ورته له ماتې بله مانا نه لري، هغه څه چې په نويیمه لسیزه کې دوی ورسره مخامخ شوي وو.
روسیه په سیمه کې د پاکستان په ملګرۍ څه نا څه ډاډه ده. څلور کاله وړاندې په قفقاز کې د دواړو هېوادونو د ځواکونو ګډ نظامي تمرینونه، دا ښیي چې روسیه پر پاکستان باور لري او ښایي د افغان سولې د موافقتنامې له بشپړ عملي کېدو وروسته، خپل هدف ته ځان رسېدلی وبولي.
دغه راز پاکستان اطمینان لري، چې روسیه په نړۍ کې د قدرت د توازن په لټه کې ده. د دوی په وینا، په افغان سوله کې د روسیې رول ډېر مهم دی. پاکستان د آسیا په جنوب کې د پروت او د روسیې د دوست هېواد په حیث غواړي، په افغانستان کې د ثبات او سولې په برخه کې مرسته وکړي.
که روسیه ډاډه شي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې لاسلیک شوې موافقتنامه بشپړه عملي کیږي، نو ایران به قانع کړي چې د افغان سولې ملاتړ وکړي.
د افغانستان په سولې بهیر کې پر یادو هېوادونو سربېره، د ترکیې، عربي متحده اماراتو او له آسیا بهر، د اروپایي ټولنې رول او ملاتړ هم له پامه نشي غورځېدلای.
همدا راز بین المللي قوانین، د ګاونډیتوب نزاکتونه او د سیمې هېوادونو منافع دا ایجابوي، چې د افغانستان د راتلونکې په اړه هر ډول مذاکره او سیاسي خبرې اترې باید د افغانستان دولت په حضور او له یادو هېوادونو پټې نه وي.
افغانان اوسمهال د هماغه وېرې پر برید ولاړ دي، چې هسې نه افغانستان شل کاله وړاندې حالت ته بیا ور وګرځي، نیم ځواکې ولسواکي او لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې شي او یو ځل بیا د نیابتي جګړو په ډګر بدل شي.
څه چې اوس ډېر اړین او ضروري لیدل کیږي، هغه د افغانستان د سیاسیونو او تصمیم نیوونکو د پیاوړې اجماع رامنځ ته کېدل دي، چې له بحرانه د افغانستان د وتلو واحد غږ بدرګه کړي.