چين او افغانستان د تاريخ په اوږدو کې ډېر ځله له بهرنيو تېريو سره مخ شوي، دواړو ملتونو د تېريګرو پر وړاندې د سر په بيه مبارزه او سرښندنې کړې او د هر تيريګر پروړاندې يې بيا هم موندلې، نو ځکه ويلای شوو چې دواړه ملتونه له خپلې خاورې څخه د دفاع اتلان دي.
سږ کال د جاپان د تيري پر ضد د چین د مبارزې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب له ۷۵مې کاليزې سره برابر دی.
۷۵ کاله مخکې، د چين خلکو د جاپان د تېري ضد جګړه کې ستر برياليتوب تر لاسه کړ، چې دغه بريا د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې په برياليتوب کې کليدي رول لري. د جاپان د تېري پر ضد د چينايانو مقاومت جګړه او د فاشيزم ضد نړيواله جګړه د عدالت او شيطانت، جعل او سباوون ترمنځ لويې جګړې وې.
دا په عصري زمانه کې د بهرنيو تېري کوونکو ضد جګړه کې د چين لخوا تر لاسه شوی لومړی ستر او بشپړ بریاليتوب ګڼل کېږي. چين د دغه برياليتوب په تر لاسه کولو سره په نړۍ کې د لوی هېواد په توګه خپل مقام بياخپل کړی او په نړۍ کې له سولې سره د مينوالو احترام يې هم تر لاسه کړی.
د بريتانيا د اکسفورډ پوهنتون د چين په اړه د څېړنې مرکز مشر رنا ميټر څو ورځې مخکې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وويل، د چين يادې مبارزې د فاشيزم ضد جګړې د برياليتوب لپاره کليدي رول لوبولی دی. د هغه تاريخ په اړه زموږ د څېړنې او يادونې موخه له جګړې څخه تجربې راغونډول او سولې ته لومړيتوب ورکول دي.
پروفيسر رنا ميټر د جاپان د تيري پر ضد د چين د جګړې په اړه يو کتاب هم ليکلی چې نوم يې دی، (چين د دوهمې نړيوالې جکړې په برياليتوب کې هېر شوی ملګری دی.) هغه د دغه کتاب په سر کې ليکلي چې ختيځ له لوېديځ سره يو ځای د تاريخ تر ټولو شيطان پوځ ته ماتې ورکړې. هغه وويل، ډېر لوېديځوال د دغه کتاب په لوستلو سره حيران شوي، چې ولې دوی د چين د دغه تاريخ په هکله مالومات او پېژندنه نه لري. په دغه جګړه کې د چين لسګونو ميليونو کسانو د جاپان د پوځ پر وړاندې سختې مقابلې کړي او په پای کې يې برياليتوب تر لاسه کړی دی، خو لوېديځوال له دې هېڅ خبر نه دي او هېڅ اشنايي ورسره نه لري.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ ويلي، له هېواد سره مينه د چيني ملت د روحيې کليدي ټکی دی. له عصري وخت راهيسې، چينايانو د خپلواکۍ او ازادۍ تر لاسه کولو لپاره يو لړ مقابلې کړې، دا د چين ملت د پياوړی کېدو بهير هم دی. چينايانو په دې بهير کې ډېره قرباني ورکړه او زيات قهرمانان هم رامنځته شول. هر هېواد د خپلې خپلواکۍ ساتلو لپاره قهرمانانو ته اړتيا لري.
اوس په نړۍ کې د پرمختګ او اصلاحاتو نوې دوره روانه ده. په روان کال کې کوويد-۱۹ د نړۍ اقتصاد، سياست، کلتور او ټولنې ته سخت زيانونه رسولي دي او د نړیوالې ادارې سيستم يې له سختو ننګونو سره مخ کړی دی. تاريخ او واقعيت دا ښيي چې انسانان د مشکلاتو پر وړاندې ګډ برخليک لري، تر هر څه لومړۍ سولې ته اهميت په ورکولو سره دوامداره پرمختګ موندلی شي.
د افغاستان په تاريخ کې هم څو ځلې د بهرنيو تېري کوونکو ضد مبارزې تر سره شوې، افغانان د خپل هېواد حاکميت او د خاورې بشپړتيا د ساتلو لپاره هم ستر کوښښونه کړي دي. لاهم په افغانستان کې رښتينې سوله نه ده رامنځته شوې او په کورنيو چارو کې يې د بهرنيو ځواکونو لاسوهنې شتون لري. چين تل د سولې ملاتړ کوونکی دی او د بين الا افعاني خبرو اترو ملاتړ کوي. د چين او افغانستان د خلکو ترمنځ سوچه دوستي شتون لري، چينايان په دې هيله دي چې افغان خلک به په خپلو کوښښونو سره په دې هېواد کې عملي او دايمي سوله پيدا کړي.
يوازې په سوله کې، د چين او افغانستان په شمول نړيوال به دوامداه پرمختګ ومومي.