د افغان ـ امریکا جګړې په ترڅ کې وروسته له هغه چې امریکایي ستراتیژیستانو ومنله چې تیر ۲۰ کلن یرغل یې له ماتې سره مخ دی، د ناټو او او امریکا هغه نړیوال دریځ او داعیې اوس رنګ بایللی چې دوی یې په دفاع کې نیمه نړۍ په افغان وطن یرغل او نیواک کې له ځان سره ملګرې کړې وه.
په همدې موخه او درک امریکا او ستراتیژیکو متحدینو یې د خپل نړیوال برم، حیثیت او دریځ ساتلو په موخه له طالبانو سره داسې اوږده او پیچلي مذاکرات وکړل چې پایله یې د دوحې د سولې هوکړه وه، چې امریکا ته یې بغیر له سرټیټۍ او د ماتې یا تسلیمۍ سند څخه بل څه په لاس ورنه کړل.
طالبانو له افغان دریځه د تاریخ دا طلسم مات کړل چې افغانان یوازې جګړې ګټلی شي، د ټوپک خلک دي او کله چې خبره د سیاست او خبرو میز ته لاړه شي، نو دوی ماتې خوري، پاشل کېږي او د یوه ستر ولسي انقلاب او ملي مقاومت ټول ارمانونه یې خاورې شي.
د دوحې د خبرو په جریان او را وروسته کې له افغان دریځه او د افغانانو په نوم د سولې د تخریب، سبوتاژ او ماتولو داسې هڅې وشوې، چې په ښکاره د سولې د ناکامۍ، د ښکېلاک او جګړې د دوام مانا یې لرله، هغه چې د دغو تخریبونو تازه هغه یې چې غوټه یې خلاصه شوه، د ۵۰۰۰ طالب اسیرانو د آزادولو موضوع وه، کوم چې میاشتې یې ونیوې، شرایط پرې کېښودل شو، خبره یې د جګړې تر اعلانه ورسوله، جرګه یې ورته راوغوښتله او اخر یې هم تر پرونه د اسټرالیا او فرانسې د سفیرانو په خوله ځنډولې وه.
اوس چې د ولس غوښتنه، لومړیتوب او حتی د سیمې او نړۍ اجماع ظاهراً په افغانستان کې په آمن او سوله کې ده، امریکا د موجوده کابل واګي حکومت د ستراتیژیک ملاتړي په توګه د جګړې دوام د امریکا د پاشل کېدو په مانا ګڼي، نو په داسي یوه وضعیت کې هره پردۍ، د پردیو په نغوتو، د پردیو په طرحو او غرضونو ولاړو موخو سره کار او یا ورته کار د افغانستان د تخریب او ماتولو په مانا دی.
کوم چې په دغه سوله ضد او بلواکو هڅو کې چې څو ورځې وړاندې د اسلامي حزب امیر ښاغلي حکمتیار صاحب هم ورڅخه یادونه کړې وه، هغه په شمال کې د سیمه ییزو جګړه مارو په ملتیا د هند له لوري د ملېشو جوړولو تازه بهیر دی.
د ایران شاتګ او د هند علاقه او ګټې په ملېشه جوړونه کې
د امریکا ـ طالبانو د هوکړې په جریان او را وروسته کې افغان حکومت له دې هوکړې څخه سخت اندېښمن او ناخوښه وو.
ولې د دې ټولو سربېره، ډاکتر غني د هغو مالوماتو او پوهې چې له امریکایي ټولنې، فرهنګ او سیاست څخه یې لرل، په دې نظر و چې د ځینو معاملو او مانورونو له لارې به د ټرمپ په مشرۍ امریکایي اداره په دې قانع کړي، چې دوی ومني او سوکه سوکه به د وخت په تر لاسه کولو سره دا هوکړه د نوموړي د خپل ذهنیت پر اساس وضعیت دې ځای ته ورسوي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړه به ماته شي.
په همدې موخه یې امریکا کې په پیسو لابي شروع کړله، امرالله صالح یې د طالبانو د تخریب په موخه ډېرو نړیوالو ناستو ته هغه مهال چې لا مرستیال نه و، د پریزنټیشن لپاره له ځان سره بېوه، امریکا ته د تګ هڅه یې وکړه، د امریکا د اروپایي متحدینو د راخپلولو هڅه یې وکړه او حتی د امریکا کانګریس ته یې د امریکایي یرغل د دوام په بدل کې د پوځي لګښتونو د کمولو طرحه وړاندې کړله.
ولي دې او دې ته ورته زیاتو هڅو او مانورونو کومه ځانګړې پایله ورنه کړله، نو په دویم ګام کې ډاکتر غني او نږدې ملاتړو یې په هغو طالب ضد هېوادونو کار وکړ چې فکر کوي چې طالبان د یوه سني ـ مذهبي خوځښت په توګه لکه ایران د دوی سره ممکن جوړ رانشي او دا کار به د ایران منطقوي پرستيژ ته یو بالقوه ګواښ شي، ځکه طالبان د یوې هوکړې له مخې واک ته راګرځي، نو یوې خوا ته دا ډله مذهبي جوړښت لري او بل لور ته دا ځل به د امریکا ملاتړ هم ولري، نو دې خبرو د ایران جدې اندېښنې راپارولې وې.
بلخوا هند چې طالبان د پاکستان تر نفوذ لاندې ډله بولي او عملاً په دې باور دي چې واک ته د طالبانو بیا راګرځېدل به په سیمه کې د هند د ګټو جنازې واخلي او شړۍ راټوله کړي او د پاکستان د سیمه ییزې هژموني د قوت په مانا وي.
په دې جریان کې ایران د قطر په لابي او د طالبانو د دوحې دفتر په پرله پسې هڅو په دې قانع شوي چې د طالبانو موخې او ګټې د ایران او سیمې د ثبات په خیر دي، افغانستان به له مذهبي ټکر څخه لرې وي او له سولې وروسته افغان حکومت به په کورني او بهرني سیاست کې کله هم د پردیو اجنډاګانو سره مل نشي او حتی د طالب په راتګ سره به سیمه د پردیو د ټولو شریرانو له کرغېړنو موخو په امن کې شي.
ولې په شمالي افغانستان کې د هند په ادرس وروستۍ هڅې او تخریبونه بیا دا رنګ نه لري.
له شماله تر کابله د هند ـ افغان ملېشو د جریان کیسه
د ډاکتر غني او عبدالله تر منځ د ګډ حکومت جوړولو مخکې د ملي امنیت شورا دفتر په دې وتوانېد، چې قیصاري او دوستم سره پخلا او دوستم ته د مارشالۍ رتبې له ورکړې څخه مخکې نوموړی پر دې قانع کړي، چې د طالب او سولې په خلاف پروژه کې یې متحد شي، دوستم دا طرحه ومنله او د مارشالۍ د اعلان په غونډه کې یې له ارګه د طالب خلاف جګړې او ملېشه جوړولو غوښتنه وکړه.
له دې څخه وړاندې ارګ په خپل محور د سولې د تخریب او د جګړې د دوام منظم ټیم د دې طرحې د پرمخ بېولو لپاره د امنیت شورا د سلاکار او د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح د ګډې همکارۍ په موخه رامنځ ته کړي وو.
صالح د شمالي په نوم شورا ته د دې کار لپاره طرحه او د نظار شورا د تنظیمي جګړو د جګړه مارانو د راټولولو او منظم کولو په موخه پریمانه پیسې ورکړې. په کابل، پروان، پنجشیر، جوزجان، بلخ، فاریاب او سمنګان کې ورته د همغږۍ دفترونه جوړ شول او تازه اونۍ وړاندې کابل میشتي شمالي شورا ته د ملي امنیت شورا ۳ کاري دفترونه په وزیر اکبر خان، ششدرک او تایمني کې ورسپارل شوي دي.
د دې پروژې د لویې همغږۍ اصلي مسوولیت ارګ د امرالله صالح په غوښتنه د شمال شورا ته ورکړی او دوستم او قیصاري د انساني ځواک د راټولولو د سهم په کچه په ۵ شمالي ولایتونو کې د دې پروژې مهم ملاتړي دي.
تازه قیصاري کابل ته د دفاع وزارت په ځانګړو الوتکو کې د همدې پروژې د لا همغږیو په موخه راغلی، هغه چې لومړۍ کتنه یې هم د شمالي شورا له مشر حاجي الماس زاهد او بیا وروسته له حکمتیار صاحب څخه تللي جمع خان همدرد سره وه.
ویل کېږي چې د حکمتیار او همدرد د مخالفت یو دلیل د سولې د تخریب په پروژو کې له ارګ سره د حکمتیار نه ملتیا وه.
قیصاري نږدې دوه اونۍ کېږي چې د حکومت لخوا په کانټینینټل او سرینا هوټل کې میلمه دی، له سیاستوالو سره لیدنې کوي، له ځوانانو سره انځورونه اخلي او د تنظیمي جګړو له مخکښو قومندانو سره په لیدنو کتنو بوخت دی.
له دې سربېره، ډاکتر غني اونۍ وړاندې د امرالله صالح په کور کې د شمال یا شمالي شورا له نږدې ۱۰۰ غړو سره په کتنه کې مخامخ په دې هڅو خبرې کړې او د هند ـ افغان ملېشو په جوړولو یې بحثونه کړي دي.
د مالوماتو له مخې، تر اوسه په پروان، جوزجان او بلخ کې په دې موخه سلګونه پخواني جګړه ماران همغږي شوي او دا بهیر په جدیت سره د یادو شویو خواو او افرادو له لوري روان دی.
څه کول پکار دي؟
د قیصاري له لوري د دې پردۍ او سولې ضد پروژې څخه غیر مستقیم ملاتړ او د امرالله صالح طالب او سوله ضد دریځونه د دې ښوودنه کوي، چې حکومت او په ځانګړې توګه ارګ لا اوس هم په سوله کې خپل پایښت نه ګوري، د ولس غوښتنه لومړیتوب او د نړۍ اجماع ورته مانا نه لري.
ځکه دوی په ولس تکیه نه لري، ولس د ځان نه بولي، په سوله کې د ولس خیر او له افغانستان ژغورنې څخه ورته خپلې ګټې مهمې دي.
په داسې یوه وضعیت کې ولس او ملت محوره مدعي مشران باید وطن ته د ژمنتیا ازموینه ورکړي، خپلې لارې د زوال د ورځو له غټانو بېلې کړي، د افغانستان او سولې دښمنان لکه د ښاغلي حکمتیار په څېر رسوا کړي، مخه یې ونیسي او د خپل ملت فرض او د تاریخ دا قرض پرې کړي چې نور به افغانستان نه بېلیږي، د پردیو دسیسو مخه به نیسي او دا خاوره، ملت او تاریخ به له کورنیو او بهرنیو ناوړه نیتونو لرونکو بدخواهانو او شریرانو ساتي.
ولس او ولسي خوځښتونه دې په دې حساس او نازک وخت کې د جګړې د دوام په پلویانو، د هند غوندې د ملېشه جوړونې او اربکي جوړونې په افغان ضدو او سوله ضدو هېوادونو د خپل غږ او فشار له لارې د سولې ضد هڅې وننګوي او ماتې یې دې کړي.
ځکه که خدای مه کړه موږ یوځل بیا خپل تاریخ ته په لوري ورکولو، د خپل تاریخ او برخلیک په ټاکلو کې کمزوري راشو، غفلت وکړو او زړوره هڅه ونه کړو، نو د هر څه په اوبو لاهو کېدو او د تاریخ د بیا بد تکرار ملامت به یو.