که د یو چا بخت ويښ شي او هغه د ځان لپاره یو فوق العاد ښه ژوند برابر کړي، دا حق نه لري چې ټول امکانات تر ځان محدود کړي. ژاک یوس کاسټیو
که پوهېږی چې موخې مو دومره ارزښت لري چې ټول عمر د هغه لپار هڅه وکړی، باید په دې اړه له ځانه پوښتنه وکړئ. دا پوښتنه سخته نه ده. «ایا زما موخې نورو ته ګته رسوي؟»
ستاسې موخې کومو کسانو ته ګټه رسوي؟
په خپل کاري دفتر کې مې د کتابونو یوه المارۍ ده چې ډېر ارزښت راته لري. ټول پکې پخواني او ارزښتناک کتابونه دي. له هغوی ځینې د هوداتیو الجر داستاني کتابونه دي او ځینې هم د جان وسلي اثار دي. دا کتابونه کوم مادي ارزښت نه لري، بلکې دا د دوی معنوي ارزښت دی چې زه ورته احترام لرم. دا هغه کتابونه دي چې زما پر شخصي ژوند یې ډېر زیات اغېز کړی دی. هغه هره یوه د ژوند د بېل بېل اړخ په اړه یو درس راکړی دی او د دې سفر کولو لار یې راته راښودلې ده. زه ډېری وخت دا کتابونه لولم. زه دا کتابونه بیرون ته هم له ځان سره وړم او هغه یاداښتونه چې د هغوی په حاشیو کې مې لیکلي، هغه لولم.
همدا اوس مې چې د «هیلې مو پر رښتیا بدلې کړئ» پر کتاب کار کاوه، له هغه المارۍ مې «هاف ټآیم» د بافورډ اثر را واخیست. دې کتاب په دې ۴۰ کلونو کې راباندې ډېر زیات اغېز کړی دی.
بافورد لیکي: «د ژوند نیم دوران را ټولول دي، نیم نور یې زده کړه او ګټه وټه ده، خو د دویمې نیمايي یې بیا خطیر دی؛ ځکه په ژوند کې له بېلابېلو پېښو سره مخ کېږو.» دا کتاب را ته د دې لامل شو چې له حد زیات ژوند ته متوجې شم او هڅه وکړم چې له خپل طبیعي دروني خودخواهۍ سره یو ځای شم.
دا کتاب را ته د دې لامل شو چې له حد زیات ژوند ته متوجې شم او هڅه وکړم چې له خپل طبیعي دروني خودخواهۍ سره یو ځای شم». بافورد
د تاریخ د مشهورو او لویو کسانو عظمت او درناوی د هغوی د پانګې او ګټې وټې له امله نه و، بلکې د هغوی درناوی نورو ته د خدمت کولو له وجې و. د هغوی موخه دا وه چې نورو ته یې ګټه ورسېږي. ډېر کم کسان کولای شي چې د سختیو او ستونزو په ګاللو سره او خپلو موخو ته په رسېدو سره، نړۍ بدله کړي. دغه کسان چې کله مړه شي، خلک به د هغوی په فزیکي وجود له پناه کېدو سره هغوی هېر نه کړي، د هغوی موخې د هغوی له مرګ وروسته هم ادامه پيدا کوي، ځکه هغوی د نورو لپاره ژوند کړی دی.
پياوړی استعداد
تر اوسه تر ټولو جالب داستان چې د خپلې خوښې وړ ځای یا د خوښې وړ کس د تبدیلېدو او د خپلو موخو د لاس ته راوړلو لپاره مې د لویې قربانۍ په ورکولو سره لوستی، هغه د ویلیام ویلیر فورس دی. د هغه نوم تر ارکان فیلم پورې چا نه پېژانده، ویلیر د مطلوبې بریا غوښتونکی و او بالاخره هغه ته یې خپل ژوند وقف هم کړ.
ویلبر فورس په ۱۷۵۹ ز کال کې په انګلیستان کې پيدا شو، دا وخت سوداګرۍ په دغه هېواد کې ښه وده کړې وه او ډېری خلکو یې عملاً سوداګري کوله. هغه په ډېر کوچنیوالي کې له پلاره پاتې شو او په همدې سبب هغه خپل ډېر عمر له خپل تره او عمه سره چې ډېر مذهبي خلک وو، تېر کړ او په همدغه کورنۍ کې په لس- یوولس کلنۍ کې د لومړي ځل لپاره د تجارت له موضوع سره مخ شو.
هغه له جان ینوتون سره چې لویې بار وړونکې کښتۍ به یې چلولې، اشنا شو. جان له هېڅ مذهب نه لرلو کشیشۍ ته مخ کړه. خو له کښتۍ سره د هغه تر اشنا کېدو څو کلونه وروسته، ویلبر فورس کوم ظاهري بدلون ونه کړ.
ویلبر فورس په ډېر ناز او نخرو سره را لوی شو او په کمبریج پوهنتون کې یې درس ولوست. هغه هېڅ لایق زده کوونکی نه و، خو د هغه جذابیت، شوخ طبیعۍ او د نورو مصروف ساتلو او لوبولو توانايۍ هغه ټولو ته ور پېژندلی و.
ویلبر فورس په ۲۰ کلنۍ کې په دې فکر کې شو چې د خلکو استازولۍ ته ځان کاندید کړي. هغه وخت د دنیا بریالی سیاست د دوو عواملو تر اغېز لاندې و: یو بلاغت او بل هم پیسې او ویلبر فورس دا دواړه لرل. هغه په څو میاشتو کې ۹۰۰۰ زره پونډه چې ډېرې زیاتې پیسې وې، مصرف کړې او یوه اونۍ وروسته د خپل عمر په ۲۱ کلنۍ کې پارلمان ته ورسېد.
ویلبر فورس د لندن په سیاست کې یو وتلی نوم دی. هغه ډېر ژر د پنځو سیاسیونو په ډله کې شامل شو. هغه د اړیکو ټینګولو ځانګړې وړتیا درلوده. ځینې کسان خو هغه د برېټانیا تر ټولو خوږ ژبی انسان بولي. د هغه خبرو پر نورو ډېر زیات اغېز کاوه. هغه ډېر ښکلی غږ درلود. په پارلمان کې له څو کلونو فعالیت وروسته ډېرو کمو کسانو له هغه سره په وینا کې سیالي کوله. هغه په ۲۴ کلنۍ کې دومره پياوړی شو چې نور یې چا د پرمختګ مخه نه شوای نیولای. د هغه خصوصیاتو ته په کتو، سړی دا سم نه شي اټکل کولای چې هغه به تر کومه ځایه پرمختګ وکړي.
خو تر کومه ځایه یې پرمختګ وکړ؟ پارلمان ته د هغه بریالي کېدل د هغه لپاره یوه لویه بریا وه او دا وخت یې کومه بله موخه نه درلوده.
هغه ډېرې لویې موخې او ښه استعداد درلود، خو نه پوهېده چې په ژوند کې کوم هدف تعقیب کړي. کلونه وروسته ویلبر فورس د خپل تېر وخت په اړه داسې وویل: «په پارلمان کې مې په لومړیو کلونو کې هېڅ هم ونه کړل، هغه وخت مې یوازې د محبوبیت امتیاز درلود». هغه دا وخت هېڅ کومه ښه لاس ته راوړنه نه درلوده.
فوق العاده موخه
خو کله چې په ۱۷۸۴ ز کال کې ویلبر فورس په ځوانۍ کې د خپل مذهبي باور ارزونې ته وخت ورکړ، ټول څه ورسره بدل شول. هغه یو لوی بدلون تجربه کړ. اووه کلونه وروسته هغه یو متفاوت انسان شو. دې بدلون د ټول انګلستان له غریبو او اړمنو خلکو سره په مرسته کولو کې مرسته وکړه، خو کلونه وروسته یې د ځان لپاره بله موخه وټاکله.
ویل کېږي چې غلامي له انسان سره یو شان تاریخ لري. د باستان له دوره پاتې شوي تاریخي اثار دغه موضوع ښه تاییدوي، خو په ۱۶مه او ۱۷مه میلادي پېړۍ کې له غلامانو سره ډېرې ظالمانه کړنې او بد عکس العملونه د نړۍ په غربي هيواد انګلستان کې وشول. انګلیسي کښتیو د دغه هېواد د سواحلو توکي د افریقا په قصد پرېښودل. هغوی خپل مالونه په افریقا کې وپلورل، هغوی هلته ښځې او سړي وپلورل او د تور پوستو ماشومانو پر پلورنه یې شروع وکړه، هغوی نور غلامان هم وپېرل. د هغوی له غلامانو ډکې کښتۍ د اطلس له اقیانوسه تېرې شوې، خو د هند غربي جزیرو ته ورسېدې او هلته یې افریقايي غلامان وپلورل. ډېری دغه غلامان له څو کلونو سخت او دروند کار کولو وروسته د چرسو په لویو کروندو کې مړه شول، ډېری دغه تر استعمار لاندې غلامان چې وروسته بیا د امریکا پر متحده ایالاتو بدل شول، پلورل کېدل.
په ۱۷۸۰یمو کلونو کې ډېری انګلیسي وګړي له دغو جریانونو خبر شول، خو ویلبر فورس له دې حالته په ښه ډول خبر و. هغه تصمیم ونیو چې په انګلستان کې به د غلامانو اخیستل او خرڅول ختموي. هغه دغه مسوولیت د ځان لپاره تر ټولو ارزښت لرونکی رسالت بللی و.
د هغه دا موخه نه یوازې د ځان؛ بلکې د نورو لپاره هم د اهمیت وړ او په تر لاسه کولو سره یې ډېرو خلکو ارام واخیست.
که ستاسې موخې پر تاسې سربېره، نورو ته هم ګټه ورسوي، تاسې به پر یو الګو کس بدل کړي.