د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې یو پوره کارپوه او سټراتیژست نه دی. په ۲۰۱۶ م کال کې د ده یوه له مشهورو ټاکنیزو ژمنو څخه له افغانستان نه د امریکایي قواوو راوستل وو، چې اوس يې د پوره کولو لپاره بېړنۍ هڅې روانې کړې دي، څو خپل کمپایني کارونه پرې پرمخ هم بوزي. نو له همدې امله د هغه اداره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو لاره هواروي.
ظاهراً کېدای شي د ځینو ناخبرو او هېرجنو خلکو لپاره د ټرمپ هغه هڅې چې د ۱۹ کلنې اوږدې جګړې د ختمېدو لپاره د جورج بوش په یرغل سره د اسامه بن لادن د نیولو لپاره پیل شوې وې، هیلهمندې وبرېښي؛ خو مشهوده پوښتنه چې باید د امریکا له ښاغلي ولسمشر څخه مطرح شي، دا وي چې د ۲۳۷۲ پوځيانو وژنه، په میلیاردونو ډالرو او د ۵۰۰۰۰ افغان ملکي وګړو د مرګژوبلې پایله او لاس ته راوړنه به د ۱۹ کلنې جګړې په لړ کې څه وي؟ آیا د سپټمبر د پېښې د برید په تړاو د بوش ناڅاپه غبرګون د دې ارزښت درلود؟ په ځانګړې توګه کله چې بن لادن له خپل ټاکلي ځای (تورا-بورا) څخه وتښتېد او لس کال وروسته په پاکستان کې له خپل برخلیک سره مخ شو.
تریخ حقیقت دا دی چې سپینه ماڼۍ د (امریکا لومړۍ – امریکا فړست) کلمې په اصلي مانا کې داسې ښکېل ده چې پایله یې د طالبانو بېرته واک ته رسېدل دي.
په ۲۰۰۱ م کال کې طالبان هغه لومړنی واکمن رژیم و چې چا به ترې د سرغړونې جرأت نشو کولی او که به یې وکړ له جدي چلند سره به مخ شو. خو دا رژیم د مالي ګټو او له اسلام څخه د ګډ تعبیر پر بنسټ القاعدې ته په کوربه توب مجرم وګنل شو. په سر کې د ائتلافي ځواکونو لخوا وپاشل شو او بیا د یوې داسې تروریستي ډلې په توګه وپېژندل شو چې پر ښوونځیو، روغتونونو، بازارونو او داسې نورو د چاودنو مسوول وبلل شو.
تاسې فکر وکړئ، خپله د ولسمشر اشرف غني په وینا د سږ کال له هغه مودې را پدېخوا چې د سولې هوکړه لیک د فبرورۍ په ۲۹مه او د جون په ۲۱مه لاسلیک شو، شاوخوا ۳۵۶۰ افغان پوځیان د طالبانو لخوا وژل شوي او ۶۷۸۰ نور بیا ټپي شوي دي.
اوسني طالب جنګیالي په پوره مانا متفاوت دي، دوی له ماشومتوبه د بې رحمه ایډیالوژستانو په توګه روزل شوي چې موخو ته د رسېدلو لار یوازې په تاوتریخوالي کې ویني.
د واک پر سر وېشل شوی حکومت
د حکومت پلاوي او طالب مذاکره کوونکو تر منځ تېره شنبه د واک د وېشلو پر سر چې کومې بین الافغاني خبرې پیل شوې، کېدای شي مثبتې پایلې ومومي، ځکه نو طالب مشران به اوس د یوه پېژندل شوي قدرت په توګه د بري خوبونه ویني.
افغان وګړي له یو داسې هېواد څخه چې پکې د فساد، فقر، بېوزلۍ، بې قانونۍ، ترهګرۍ او دې ته ورته نورو بدمرغیو ګراف هسک روان دی، تر پوزو راغلي. دوی په داسې هېواد کې چې د وګړو ژوند پکې خوندي نه دی او ځانمرګي بریدونه یې دومره عادي شوي وي چې ان د بهرنیو رسنیو پام ځان ته نه اړوي، له ژونده ستړي شوي دي.
خو یاد شرایط ښایي د طالبانو په شتون کې تر دې هم د خرابېدو پر لور روان شي، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره چې لاسته راوړې آزدي به یې هم ترې واخیستل شي.
د بوش هغه ژمنه چې طالبان به ګڼېدو، سوکالۍ، آزادۍ او ډیموکراسۍ ته له رسېدلو وړاندې له پښو غورځوي، اوس هم د پخوا په شان شکمنه او ناباوره ښکاري.
هو! د طالبانو رژیم دا ډول ستونزې لري چې پکې شپږ کلنې نجونې پرته له خوښې خاوند ته په نکاح او تر ډېره د پلار د مالي استطاعت د نشتوالي په سبب او د وام پرې کولو په موخه په بدلانه ورکول کېږي.
د طالبانو بې سارې غښتلتیا
تر کابل ورهخوا، پرته له هغو سیمو چې د طالبانو تر واک لاندې دي، ډېری نورې یې قومي مشران او جنګ سالاران کنټرولوي. په یوه مقاله کې چې د (بهرنیو اړیکو د شورا) په وېب پاڼه کې خپره شوې وه؛ داسې راځي: «طالبان له ۲۰۰۱ م کال راپدېخوا تر بل هر وخت پیاوړي شوي دي. دوی شاوخوا په خپل ۶۰۰۰۰ برحاله جنګیالیو باندې د هېواد پنځمه برخه کنټرولوي او پکې برېدونو او تاوتریخوالي ته دوام ورکوي.»
نو هر هغه څوک چې طالب ته د مذهبي- محافظه کارانه دید له لوري انګېري چې ګني د اشرف غني حکومت ته به د بارو وړ ملګری پاتې شي؛ هغه د ټرمپ په وینا، دا به یو لېونی او بې سده کس وي.
د طالب جنګیالیو برخلیک، د هغوی خلع سلاح کول، د هېواد د نظام بڼه، د هېواد د نامه او بیرغ پر سر مخالفتونه د جانبینو او نړیوالو شنونکو لپاره اساسي او د پام وړ موارد ګڼل کېږي.
دې سیاسي لوبې ته امریکا د «رضایت» نوم ورکړی دی. ځکه ټرمپ به هرومرو وایي، یوځل چې امریکایي پوځیان کورونو ته ستانه شول، دی به یې پروا هم ونه کړي چې طالبان واک تر لاسه کوي او که نه. که څه هم ده د یوه سر اعلی قومندان په توګه دغه احمقانه جنګ د یو بدمرغه کس د وژلو په موخه نه و پیل کړی.
امریکا او د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې په خپل ماموریت کې پاتې راغلي، نو که چېرې دوحه کې هوکړه وشوه، ټرمپ به خامخا ځان بریالی وګڼي په داسې حال کې چې طالبان به تر دې ډېر بریالي وګڼل شي.