اته کاله وړاندې، ما په يوه ناسته کې چې د ايران، څو اروپايي هېوادونو، افغانستان، ترکيې او امريکا متحدو ايالتونو په ګډون د اتو هېوادونو استازو ګډون پکې کړی و، برخه اخيستې وه. زه دغه مهال په پارټ ټايم ډول د امريکا متحدو ايالتونو حکومت د سلاکار په توګه هلته تللی وم او د ناستې زياتره ګډونوال يا حکومتي استازي او يا د حکومتي چارواکو نږدې کسان وو. دغه ناستې چې د “track-two meetings.” په نوم یادېږي، پدې پړاو کې يې يو اروپايي ګډونوال پر ایران تور پورې کړ چې طالبانو ته پوځي اکمالات کوي. يو متقاعد ايراني ډيپلوماټ په غوسې غبرګون وښود، وې ويل چې، “ايران څنګه کولی شي چې خپلو قسم خوړلو دښمنانو ته اکمالات وکړي؟” ما ځواب ورکړ چې ايرانيان دومره هم سادګان ندي چې په يو وخت کې يو دښمن يا يوه پاليسي ولري.
همدارنګه د روان ميلادي کال په لومړيو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د توافق لاسليکولو په اړه هم د ايران دريځ کنفيوزوونکی ښکاري. په ۱۹۹۸م کال کې، ايران له افغانستان سره تقريبا جګړې ته کېوتلی و. پدې وخت کې چې د افغانستان ډېری سیمې د طالبانو تر حاکميت لاندې وې، پاکستاني جنګياليو له طالبانو سره په ګډه مزار شريف کې د ۹ ډيپلوماټانو په ګډون ۱۱ ايراني وګړي ووژل. په ۲۰۰۱م کال کې، ايران له امريکا سره د طالبانو د واکمنۍ پرځولو او پر ځای يې د نوي حاکميت رامنځته کولو په برخه کې پوځي او استخباراتي همکاري وکړه او د جګړې په ډګر کې د پوځي او بن ناسته کې د ډيپلوماټيک ملاټړ په وړاندې کولو سره يې امريکا سره لاس يو کړ. څو کاله ايران له طالبانو سره د سياسي تعامل مخالفت وکړ او د القاعده او طالبانو ترمنځ توپير يې رداوه. کله چې افغانستان کې د امريکا متحدو ايالتونو د پوځي حضور شلمه کلیزه راورسېده او متحدو ايالتونو د ايران له اټومي موافقې پښې وویستلې او پر اسلامی جمهوریت يې بنديزونه نور هم زيات کړل، ايران پر طالبانو غږ وکړ چې له افغانستانه په بشپړه توګه امريکايي ځواکونه وباسي، د طالبانو اصلي غوښتنه چې امريکا د دوحې توافق په لاسليکولو سره ومنله. ايران همدا راز د افغانستان په سويلي ولايتونو کې طالب قوماندانانو ته د تسليحاتي اکمالاتو په رسولو سره هم امريکا ته خپل پيغام ورساوه او هم يې له افغانستان سره په ګډه پوله د احتمالي ګواښونو پر وړاندې مبارزې ته چمتووالی وښود. په ورته وخت کې ايران هم د هغو هېوادونو په ډله کې راځي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د توافق لاسليکولو په اړه يې منفي څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې د دې توافق په لاسليکولو سره امريکا د طالبانو د افغانستان اسلام امارت په رسميت پیژندلی، چې د تهران په وينا د ايران ملي امنيت ګواښي. ايراني چارواکي چې تهران ته د طالبانو د مرستيال ملا عبدالغني برادر هرکلی يې وکړ، هغه څه چې ډونالډ ټرمپ يې هم کمپ ډېوېډ کې د عملي کولو هيله درلوده، ادعا کوي چې طالبانو ته یې وویل افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت بيا رامنځته کول به د ايران د يوې سرې کرښې د ماتولو په مانا وي. خو روسيه چې د امارت په هکله يې ورته دريځ څرګند کړی، د امريکا او طالبانو ترمنځ توافق د خپلې سترې موخې ترلاسه کولو په برخه کې د ترټولو غوره ګام په توګه يادوي: د پخواني شوروي اتحاد د پخوانيو سويلي پولو کې له جوړو شويو اډو د امريکا متحدو ايالتونو د پوځونو شړل. يو ايراني چارواکي ما سره په خبرو کې د نوم پټ ساتلو په شرط وويل، روسي چارواکو له خپلو ايراني سيالانو غوښتي چې په رښتيا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل غواړي او که نه. د رالف والډو اېمرسن يوه مشهوره وينا ده چې وايي، “يوه احمقانه سازګاري د کوچنيو ذهنیتونو هغه سرګرمي ده چې د کوچنيو حاکمانو او فيلسوفانو لخوا رامنځته شوې او حاکميت چلوي.” د ايرانيانو لپاره، د ايران، د دغه هېواد د حاکمانو، فيلسوفانو په هکله هیڅ کوچنی شی وجود نلري او حاکميت ته دوام ورکوي. لامل يې هم دا دی چې ايران زرګونه کاله نه ماتیدونکی تاريخ او مدنيت لري. که څه هم ښايي د افغانستان په اړه د ايران سياست د يوې احمقانه سازګارۍ له قلت سره مخ وي، خو دې چارې ایران په يو داسې موقعيت کې ساتلی چې ښايي د افغانستان په اړه د دغه هېواد تر ټولو ممکن ترلاسه کېدونکی موقعيت وي: هېڅوک پر ایران باور نه کوي، خو هېڅوک نه غواړي چې پر وړاندې یې مخالفت هم وکړي.
د طالبانو په اړه د ايران ليدلوری د ايران پر وړاندې د تر ټولو ستر ګواښ (امريکا متحدو ايالتونو) سره د طالبانو د اړيکو د تحليل پر بنسټ راڅرخي. لدې زاويې، د طالبانو پر وړاندې د ايران سياست د سړې جګړې له هماغه سياستونو خپل کړی چې امريکا به له هېوادونو سره خپل تعامل له پخواني شوروي اتحاد سره د دغو هېوادونو د اړيکو څرنګوالي په پام کې نيولو سره ترتيباوه. ايران د هغې شمالي ټلوالې په رامنځته کې ښکېل و چې په ۱۹۹۲م کال يې د ولسمشر محمد نجيب حکومت نسکور کړ او په پايله کې د برهان الدين رباني اسلامي حکومت رامنځته شو چې په تشکيل کې يې غوښتنه برخه د شمالي ټلوالې وه. ايران په هرات کې له اسماعيل خان او شمال ختيځ کې احمد شاه مسعود سره خورا ښې اړيکې درلودې. ايران تر ۱۹۹۶م کال د افغانستان شمالي څنډو کې ځالې جوړې کړې او له دغو سيمو به يې د تاجکستان اسلامي تحریک ته مرستې رسولې.
که څه هم، رباني د حنفي فقهې د سني مذهب لاروی و، خو دا چې فارسي ژبی و له همدې امله يې ورسره ټينګې اړيکې درلودې. د رباني د حکومت مخالفه ډله چې مشري يې ګلبدين حکمتيار کوله او د عربو اسلامي کړيو يې د پاکستان او سعودي عربستان په همکارۍ ملاتړ کاوه، ايران ته يې “په برېتانيا کې د جوړو شويو ملايانو” وهابیت او امریکا له عینکو کتل او د ايران پر وړاندې مخالف صف کې ولاړ و. ايران په دغه وخت کې په زغرده ويل چې امريکا د طالبانو ملاتړ کوي. دغه ډول څرګندونې چې نن يې ايران يو ځل بيا کوي د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې توافق له امله دي.
له هماغه لومړيو چې پاکستان په ۱۹۹۶م کال د طالبانو ملاتړ پیل کړ، ممکنه وه چې وروسته د د ګازو هغې نللیکې د امنيت خوندي کېدو سره چې له ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېده او له امله يې له ايران فارس خليج ته د طبيعي ګازو نلليکې مسير تر اشغال لاندې راتلای شوای، دې مفکورې ته لار هواره کړه چې ووايي طالبان د امريکا د سټراټيژيک پلان هغه برخه وبولي چې د ايران څنډې ته کولو لپاره رامنځته شوې ده. ايران وېره درلوده چې کچېرې طالبان کابل تر ولکې لاندې راولي افغانستان کې به ثبات رامنځته شي او پدې توګه به د ګازو نلليکې د پروژې امنيت خوندي او د ايران ګټې به وګواښي.
د ايران او طالبانو ترمنځ خصومت په ۱۹۹۸م کال کې هغه مهال اوج ته ورسېدل چې طالبانو د پاکستان د پراخ ملاتړ په اډانه کې د افغانستان ګڼې شمالي سيمې ونيولی. دوی دا مهال اسماعيل خان راپرځولی او زنداني کړی و. ورپسې يې کندز او مزار شريف هم تر ولکې لاندې راوستل. دغو عملياتو د افغانستان په شمالي دهليز کې له ازبکستان او تاجکستان سره د ایران مسير پرې کړ. د مزار شريف د نيولو پر مهال، د پاکستان د سپاه صحابه سني ډلې چې طالبانو سره يې جګړه کې ملتیا کوله، مزار کې ئې ۱۱ ايرانيان ووژل چې يو ژورنالست او همه ډيپلوماټان شامل وو. طالبانو دغه راز سل نور ايرانيان هم د رباني له حکومت سره د همکارۍ له امله بندي کړل.
دا چاره د ايران پلوو جهتونو د پوځي انسجام لامل شوه او جګړه پراخه شوه. دغه مهال د طالبانو پر ضد د جګړې لپاره ايران کې پراخ ملاتړ رامنځته شو.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي لختر براهيمي د جګړې د مخنيوي په موخه مداخله وکړه. هغه کندهار کې له ملا عمر او تهران کې له خاتمي سره ولیدل. ايران ته د ایراني اسیرانو د لېږد په برخه کې د براهيمي هڅو رنګ راوړ او اسيران ايران ته واستول شول. تهران کې له ډیرې بريا پرته براهيمي هڅه وکړه څو ايراني چارواکي پدې قانع کړي چې طالبان د امريکا متحدو ايالاتو نيابتي مهرې ندي، خو د اسیرانو خلاصون د کړکېچ زیاتېدو مخه نیولې وه.
د اصلاح طلبي ولسمشر خاتمي د واکمنۍ پر مهال، چې په ۱۹۹۷ او ۲۰۰۱ کال ولشمر و، د امریکا- ايران د اړيکو ښه کولو پيل ته لارې هوارې شوې څو ايران ورکولی شي د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته په چټک ډول خپلې اړيکې ورغوي، که څه هم دغه مهال ايران داسې انګېرله چې دا امريکا وه چې بدلون يې کړی و نه ايران. د امريکا دا پرېکړه چې د سپټمبر د نهمې او یوولسمې له پېښو وروسته د القاعده له منځه وړلو او د طالبانو د واکمنۍ نسکورولو په اړه ګامونه واخلي، ايران داسې وانګېرله چې د امريکا عقل سرته راغلی او پوهه شوې چې اصلي ترهګري له کومه ځايه رامنځته شوې ده. پدې توګه امريکا له پاکستان او سعودي عربستان سره له خپلو تاريخي تعاملاتو بهر له ايران او روسیې سره د فعالو همکاریو رامنځته کولو ته وهڅېده. سي ای اې دوشنبې سره د ابتدايي اړيکو تامينولو ته ملا وتړله چېرې چې وار له مخه متحدو ايالتونو له ايران سره د تاجکستان د سولې پروسې سره په تړاو همکاري درلوده. امريکا له هغو زېربناوو چې وار له مخه د ايران او روسيې لخوا تاجکستان کې جوړې شوې وې کارو اخيستنه پیل کړه څو لدې ځايه طالبان ضد کړیو ته د افغانستان شمالي سيمو کې مرستې ورسوي. د ايران د سپاه قدس اسلامي انقلابي ځواک قوماندان جنرال قاسم سلیماني شخصا خپله له سي ای اې سره په پنجشیر او بګرام کې د اډو جوړولو کې مرسته وکړه. د امريکا د ولسمشر ځانګړي استازي جیمز ډابنز د کابل په شمال چاریکار ښار کې افغانستان کې د ايران له سفير سره ابراهيم طاهريان سره وکتل او پدې ليدنه کې د سپاه قدس غړیو، چې ۲۰۱۴م کال کې متحدو ايالتونو د يوې ترهګرې ډلې په توګه وپېژندله، هم ګډون درلود.
ايران هم په بن ناسته کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د خبرو اترو په ترڅ کې د امريکا متحدو ايالتونو ته بنسټيز ډيپلوماټيک ملاتړ برابر کړ، چېرې چې ډابنز د نړيوالو ارګانونو لپاره د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جواد ظریف سره اوږه په اوږه کار وکړ. همدا جواد ظریف چې وروسته بيا دوه ځلې په پرله پسې توګه د ايران د بهرنيو چارو وزير وټاکل شو. بن ناسته کې چې زه هغه مهال د براهيمي ستر سلاکار وم، ډابنز او ظریف په ګډه سهارنۍ ته راسره روان شول څو رانه پوښتنه وکړي چې ولې ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد همکاريو او ټاکنو اړوند تضمينونه د توافق په مسوده کې ندي شامل کړي. په وروستۍ مسوده کې دواړه شامل شول. د شمالي ټلوالې د پلاوي له مشر يونس قانوني سره د ظريف شخصي تعامل د دې لامل شو چې د موقت حکومت رامنځته کولو په اړه وروستۍ بيانيه تشکيل شي.
د خاتمي ادارې تمه درلوده چې له امريکا سره به اړيکې په بشپړه توګه ورغيږي، خو د ۲۰۰۲م کال په جنوري کې نيويارک ټايمز ورځپاڼې د يوې مقالې په خپرولو سره خبرداری ورکړ چې ايران په هرات کې د خپل نفوذ پراخولو هڅې کوي، کټ مټ همدا ډول ايراني رسنيو هم خبر ورکړ چې امريکا د مکسيکو په شويداد جوارېز کې د خپل نفوذ پراخولو په لټه کې دی. د دغې مقالې له خپرېدو وروسته د يوې اوونۍ په ترڅ کې، ولسمشر جورج بوش د خپلې کلنۍ وينا په لړ کې د عراق او شمالي کوریا ترڅنګ پر ایران د “د شيطانت او شرارت محور” نوم کېښود. د بن مذاکراتو په جريان کې، د ډونالډ رامسفلډ د دفاع وزارت استازو هڅه کوله ترڅو له ظریف سره د ډابنز د همکارۍ مخه ونيسي، خو پدې چاره کې د ډابنز له کړنو د امريکا د بهرنيو چارو وزير کولين پاول ملاتړ د دې لامل شو چې ډابنز دې کار ته دوام ورکړي. وروسته بيا په واشنګټن کې، د رامسفلډ او د ولسمشر مرستيال ډيک چيني تر مشرۍ لاندې سلاکارانو په ايران او عراق کې د رژيم بدلولو مفکورې د ولسمشر هوکړه ترلاسه کړه.
دغې چارې تهران کې غوغا جوړه کړه چې پس لړزه يې تراوسه هم محسوسيږي. د صدام حسين له عراق سره د ايران پرتله کولو چې د امريکا او سعودي عربستان په مرسته يې له خصومت ډکه خونړۍ جګړه کړې وه او دغه هېواد يې په اټکليز ډول د يو ميليون انسانانو تلفاتو ګاللو ته اړ کړی و، په ژوره توګه نه يوازې د رژيم خواخوږي بلکې ټول ايرانيان توهین کړل.
تهران کې هم د واشنګټن په څېر د افغانستان د قضيې په تړاو د مقاومت او مخالفت روحيه حاکمه وه، خو د بوش وینا هغه کسان په هېڅ برابر کړل چې پدې برخه کې يې همکاري کړې وه. ډېری دا اشخاص له دندو لرې او يوې څنډې ته کړای شول يا تر دې هم له بدتر چلند سره مخ شول. همدا اشخاص چې په ۲۰۱۳م کال ټاکنو کې د حسن روحاني له بل ريا وروسته د افغانستان په اړه د ايران د سياستونو د کرښو تنظيموونکو په توګه پر څوکيو وګومارل شول، لا هم لدې مسايلو سره تند چلند کوي. په ۲۰۱۴م کال کې اوسلو کې د يوې ناستې په ترڅ کې د دغو اشخاصو له جملې يوه يې راته وویل چې، “که دې کار نتيجه ورنکړه، پر ټا به هېڅ ونشي.”
څو کاله وروسته، افغانستان کې د امريکا متحدو ايالتونو د حضور په هکله د ايران دريځ نور هم له خصومت ډک شو، که څه هم دا دریځ لا هم د مخالفې سني جهادي ترهګرې ډلې (که څه هم د دې توپيرونو په پام کې نيولو سره چې څوک د سني جهادي ترهګرۍ لپاره وړ ده، په ځانګړې توګه حماس) او د ثبات لپاره د ايران اړتيا هم دا وه چې له افغانستان سره په ګاونډ کې د ۵۴۰ کيلومتره پوله کې امنيت خوندي وي. ورپسې امریکا پر عراق يرغل وکړ، چې له هغې ځایه امريکا ته هېڅ ډول ترهګريز ګواښ نه و متوجه او پدې برخه کې هېڅ داسې نښې نښانې نه ليدل کېدې چې امريکا دې له افغانستان څخه ووځي، برعکس هلته ماموريت ناټو ته وسپارل شو او د ټول غربي ايېتلاف ځواکونه يې هلته ځای پر ځای کړل. يوازې ايران نه بلکې د سيمې ډېرو دولتونو دا پوښتنې راپورته کړې چې ګنې د امريکا اهداف دې يوازې د سني جهادي ترهګرۍ ضد پر مشترک هدف ورټولې وي. دغه شکونه هغه مهال په واقعیت بدل شول چې د ۲۰۰۵م کال د مې په ۲۳مه بوش او ولسمشر حامد کرزي د افغانستان او امريکا ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو سټراټيژيک اعلاميه لاسليک کړه. په داسې حال کې چې اعلاميه کې راغلي وو چې موخه د هېڅ درېيمګړي هېواد پر وړاندې د تقابل رامنځته کولو په مانا نده، خو دا مرد پکې ذکر شوی و چې د امريکا متحدو ايالتونو ځواکونه به افغانستان کې پوځي اډو ته لاسرسی لري او له دغو اډو به د سلا مشورو او له مخکې له مخکې توافق سره سم د اړتيا په صورت کې د هراړخيزو پوځي عملياتو اجرا کولو لپاره د عمل ازادي ولري. لومړی عبارت د نيت کار و، خو دويم يې د صلاحيتونو د تضمين په مانا و. امنيتي پلان جوړوونکي په ټولو هېوادونو کې پر هغو صلاحيتونو ترلاسه کولو کار کوي چې کره او د ارزونې وړ وي، نه نيتونه چې مبهم او مجهول وي.
متحدو ايالتونو وار له مخه ۲۰۰۳م کال کې د يوې سترې معاملې په اړه د خاتمي وړانديز رد کړی و او په افغانستان او عراق کې يې د رژيمونو د بدلون پر پلي کولو ټينګار کاوه. ايران چې ګومان کېده د لسټ له مخې يې پدې پسې نوبت و، د ولسمشرۍ ټاکنو د دويم پړاو ترسره کولو په درشل کې و چې د سټراټيژيکو همکاریو اعلامیه لاسلیک شوه. په ۲۰۰۵م کال کې چې کله محمود احمدي نژاد بريا ترلاسه او ولسمشر وټاکل شو، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د حضور په هکله د ايران چلند نوې بڼه خپله کړه، خو د طالبانو په اړه يې چلند لاهم نه و بدل شوی. احمدي نژاد له کرزي وغوښتل چې له امريکا سره د سټراټيژيکو همکاریو د اعلاميې په څېر له ايران سره هم ورته سند لاسلیک کړي. د امريکا د وخت بهرنيو چارو وزيرې کانډوليزا رايس د دې کار مخه ونيوله. کله چې عراق کې وضعيت لا ډېر له ناورين سره مخ شو، واشنګټن کې د رژيم بدلولو سورې نارې لا ډیرې شوې. د ۲۰۰۷م کال د مې په ۱۱مه، ډيک چيني ايران ته خبرداری ورکړ – په داسې حال کې چې د متحده ايالاتو د جان سټنېس الوتکه (چې د ميسيسپي ايالت د يو برتري غوښتونکي سپین پوستي سناتور په نوم نومول شوې الوتکه وه) کې ولاړ و – وې ويل چې متحده ایالات چمتو دي چې د ايران د ګواښونو پرضد له خپلو بحري ځواکونو کار واخلي. د همدې کال په سپټمبر کې، د ايران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک نوي قوماندان جنرال محمد علي جعفري اعلان وکړ چې تر دې وروسته که چېرې امريکا پر ايران برید وکړ، ايران به د امريکايي ځواکونو پر وړاندې ځوابيه بريدونه وکړي هغه که په هر ځای کې وي. ايراني چارواکو تاييد کړه چې پدې کې افغانستان هم شامل دی.
د ډيک چيني له کارکرد څو اوونۍ وروسته، د امريکا دفاع وزير رابرټ ګېټس کابل کې له کرزي سره د خبرو پر مهال رسنيو ته وويل چې د امريکا متحده ايالتونه افغانستان کې ترهګر ارزوي، موندنې ښيي چې ترهګرې ډلې له ايران وسله والې مرستې ترلاسه کوي، خود هغه په وينا تراوسه لا پدې اړه کره خبره نشي کولای چې د تهران حکومت هم پدې کار کې لاس لري او که نه او له افغانستان سره په ګډه پوله کې قاچاق روان دی. کله چې ګېټس د جون په ۱۴مه له جرمني د امريکا پر لور روان و او نور د کرزي د حساسيتونو تر بار لاندې نه و، وې ويل چې د وسلو د قاچاق په اړه د ايران حکومت خبر دی. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت نوماند نيکولاس برنس له سي ان ان سره خبرو کې دا تورونه نور هم ژور کړل وې ويل چې کره او د نه انکار وړ داسې شواهد په لاس کې لري چې وسلې د سپاه پاسداران اسلامي انقلاب ځواکونو لخوا لېږدول کېږي. سپټمبر کې، له هغه وروسته چې جنرال جعفري خپله نوې پاليسي اعلان کړې وه، د امريکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ قوماندان ويليم فالون رسنيو ته په کابل کې وويل چې ايران په روښانه توګه افغانستان کې وسله والو ته اکمالات کوي چې پدې کې هغه تخنيکي او لوژیستیکي مرسته هم شامله ده چې په عملي کیدو سره يې داسې چاودنې هم رامنځته کيږي چې له امله يې عراق کې امريکايي ځواکونو ته درانه زيانونه اړولي دي.
پدې هکله وړاندوينې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو یا پاتې کېدلو په صورت کې ايران له څه ډول ګواښونو سره مخ کېدلی شي، ايرانيان دې پايلې ته ورسېدل چې طالبانو سره اړيکې ټينګې کړي. تر دې مخکې ايران طالبانو ته د يو داسې ګواښ په توګه کتل چې ګويا د سعودي عربستان لخوا د ملاتړ کېدونکې شبکې يوه برخه ده چې تر شا يې امريکا شتون لري او موخه يې ايران دی. دغې نظريې له طالبانو سره د سياسي تعامل ايجادولو پر وړاندې مخالفتونه راوپارول او نه يې منله چې طالبان او القاعده دې په اساسي ډول له يو بل سره توپير ولري. کله چې ايران په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د اوږدمهاله حضور له امله رامنځته کېدونکو ګواښونو اندېښمن کړ، په تدريج سره يې دوه ګوني سیاست ته مخه کړه.
طالبانو په ۲۰۰۷م کال کې پدې موخه ډيپلوماټيکې هڅې پيل کړې وې چې امريکا او د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته قناعت ورکړي چې د دوی موخې يوازې افغانستان پورې محدودې او منحصرې دي. دوی غوښتل څو امريکا ته قناعت ورکړي چې کولی شي القاعده ته پناه ورنکړي خو پدې شرط چې امريکا له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي. ايران او روسيې ته يې هم، چې د طالبانو پر وړاندې یې له خصومت ډک ليدلوری درلود، په ټينګار سره ويلي وو چې افغانستان کې د امريکا پوځي حضور سره د مخالفت ښودلو په هکله ګډې ګټې لري او ډاډ يې ورکاوه چې د افغانستان د هېڅ ګاونډي پر وړاندې هیڅ ډول شومې موخې نلري. په ورته وخت کې، طالبانو د سعودي عربستان له شاهي واکمنې کورنۍ سره هم خبرې کولې، چې په همدې لړ کې د ۲۰۰۸م کال سپټمبر په روژې میاشت کې د سعودي پاچا عبدالله د افغانانو ترمنځ د روغې جوړې لپاره د يو روژه ماتي کوربه هم و. د دغې افطاريه ناستې، چې يو شمېر دولت اړوندو لوړپوړو افغان چارواکو پکې برخه درلوده، يو ترتيبوونکي راته وويل چې د ناستې پر مهال د ايران د وخت د بهرنيو چارو وزير منوچهر متکي له خپل افغان سیال ډاکټر عبدالله وپوښتل چې ولې سعودي چارواکي هڅه کوي څو طالبان بېرته واک ته راولي. له هغه ځايه چې ګومان کېږي طالبان سعودي عربستان سره نږدې اړیکې لري، ایران د اړيکو په پاللو کې محدوديتونه درلودل.
په ۲۰۰۹م کال کې، که څه هم، د سعودي عربستان-طالبانو اړيکې پرې شوې. هغه مهال چې د سعودي د استخباراتو رييس شهزاده مقرين بن عبدالعزيز په جده کې د طالبانو له سياسي استازي طیب آغا سره وکتل، دواړو خواوو د امريکا او افغانستان له حکومتونو سره د منځګړي په توګه د سعودي له پېش شرطونو د طالبانو د سرغړونې له امله تندې خبرې اترې وکړې. شاه عبدالله ټينګار کاوه تردې مخکې چې سلطنت يې لاس په کار شي طالبان دې له القاعده سره اړيکې پرې شوې اعلان کړي. طالبانو ټينګار وکړ چې دغه ډول کړنه يوازې د پروسې په پای کې د کېدو وړ ده، نه مخکې.
شهزاده مقرين طیب آغا له سعودي عربستان څخه وشاړه. لدې سمدستي وروسته، مقرين پلازمېنې رياض کې د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اس ای) له رييس ډګرجنرال احمد شجاع پاشا سره وليدل چې پدې ليدنه کې جنرال پاشا له پاکستان سره د خپلو سعودي ورونو د نه مشورې له امله نيوکې وکړې. لدې وروسته دوه کارونه وشول: سعودي عربستان د افغانستان د سولې پروسه کې له ښکېلتیا ووت، او مقرين او همکارانو يې خپلو امريکايي سيالانو ته دا ويل پیل کړل چې طیب آغا يو ايرانی اجنټ دی او د سليماني لخوا هره مياشت ۱۰۰۰۰ زره ډالر ترلاسه کوي؛ هغه ادعا چې وروسته يې ثابته نکړای شوه.
لدې وروسته، طالبانو له جرمني او قطر سره د منځګړو په توګه کار پيل کړ او د ۲۰۱۰م کال په نومبر کې يې له امريکا متحدو ايالتونو سره مخامخ خبرې پيل کړې. طیب آغا خپلو امريکايي ارتباطيانو ته وويل چې ايران د افغانستان ترټولو خطرناک دښمن دی. ايران هڅه وکړه چې د اړيکو په تامينولو سره د طالبانو په اړه د امریکا او افغان حکومت شکونه راوپاروي. د يوې کوچنۍ بېلګې په توګه، د ۲۰۱۱م کال په جريان کې، هغه مهال چې زه د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا متحدو ايالتونو د ځانګړي استازي سلاکار وم، يو لوړپوړي افغان چارواکي راته وویل چې يو ايراني چارواکي ترکمنستان کې د لیدنې پر مهال ورتهه ويلي وو چې ما د پاکستان په کویټه کې له ملا عمر سره ولیدل. زه مطمين نه یم چې د دې خبرې د ردولو په اړه دې هغه زما پر رد ځواب بشپړ باور کړی وي.
له امريکا متحدو ايالتونو او نورو سره اړيکې تامينول د طالبانو د سټراټيژۍ يوه برخه وه څو له سياسي او نظامي لارو واک ته د رسېدو لپاره د يو يوې ترهګريزې ډلې پر ځای د يو سياسي تحريک په توګه نړيوال رسميت ترلاسه کړي. د يو مرتبت کورني سياست په توګه، طالبانو دغه راز هڅه وکړه چېله خپلو سني مذهبه سېکټارين کړيو سره ولوبیږي. د واکمنۍ پر مهال طالبانو افغانستان کې د شيعه قومي لږکیو د هزاره ګانو پر وړاندې څو ځلې له ناورین ډکې کړنې ترسره کړې وې. له همدې امله ده چې افغانستان کې شيعه ګان لاهم طالبانو ته د داعش په سترګه ګوري او د دغو ډلو ترمنځ توپیر ته قايل ندي. که څه هم چې طالبان د حنفي فقهې د اصولو پر سر سازش نه کوي، خو له يو شمېر هزاره کړيو سره يې ښې اړيکې ټينګې کړې او پخپلو عامه بيانيو او خبرپاڼو کې لیکي چې هزاره ګان خپل مسلمان وروڼه او افغانان بولي. دا چاره افغانستان کې ډېر شيعه ګان نه ترغيبوي، خو ايران ته اسانه ده چې طالبانو سره د اړيکو په تامينولو سره د امريکا د حضور په اړه ګډ مخالفت څرګند کړي.
په پړاويز ډول، استخباراتي رپوټونه کاږي چې ايران طالبانو ته يوازې توغندي نه بلکې د الوتکو ضد وسلو ورکول هم پيل کړي دي. تازه د ۲۰۲۰م کال د جنوري په لومړيو کې، ماته د پخواني شوروي اتحاد لخوا جوړ شوي هغه توغندي په یوه ويډیو کې راوښودل شول چې د ځمکې له لارې په هوا کې هدف په نښه کوي او ایران هلمند کې طالبانو ته په واک کې ورکړي دي. که څه هم تراوسه پورې د طالبانو لخوا د دغه ډول وسلو کارونې په اړه شواهد په لاس کې نشته.
د اوباما ادارې پر مهال، کله چې امريکا هم له طالبانو او هم له ايران سره مذاکرات پيل کړل، داسې ښکارېده چې له طالبانو سره ځکه معامله کول غواړي چې د افغانستان د سياسي صحنې راتلونکی ابزار ورته ښکارېده. د دغې مودې په اوږدو کې ايران له افغان حکومت سره تودې اړیکې پاللې، که څه هم د اوږدمهاله ګټو په محور کې يې د اوبو، کډوالو او مخدره توکو جنجالونه يې لا په مخکې درلودل. ايران دغه راز د افغانستان د هغو مهمو مخالفو سیاسي رهبرانو ملاتړ هم دوام ورکړ چې د اساسي قانون له مخې د رامنځته شوي نظام ملاتړي وو. د رهبرۍ د ترکيب هلې ځلې او د پاکستان لخوا فشارونو د طالبانو مشرتابه له ۲۰۱۴م کال وروسته ايران ته لا نږدې کړل. په ۲۰۰۱م کال کې د امريکا د پوځي يرغل په پايله کې، د طالبانو مرستيال ملا عبدالغني برادر په داسې حال کې چې د طالبانو مشر ملا له انظارو ورک شوی و کراچۍ او بلوچستان کې د طالبانو د رهبرۍ بیا جوړونې مسووليت پر غاړه واخيست. د برادر د رهبریت په اړه کوم مخالفت شتون نه درلود. د ۲۰۱۰م کال په جنوري کې د امريکا استخباراتي ادارې سي ای اې د ګډو عملياتو په ترڅ کې د ملا برادر له نيول کېدو وروسته د طالبانو په مشرتابه کې مخالفتونه راوټوکېدل. اختر محمد منصور د لومړي مرستيال په توګه راڅرګند شو، په داسي حال کې چې عبدالقيوم ذاکر دویم مرستیال وټاکل شو. منصور ادعا کوله چې د برادر په څېر واکونه ولري، په مستقيم ډول ملا عمر ته رپوټ ورکړي او د طالبانو د ټولو ارګانونو څارنه وکړي، په داسې حال کې چې غوښتل يې ذاکر يوازې په پوځي چارو په اړه رپوټ ورکړي. ذاکر ادعا کوله چې دواړه په رتبه کې له يو بل سره برابر دي او دواړه بايد په مستقيم ډول ملا عمر ته رپوټ ورکړي، په داسې حال کې چې ذاکر به د پوځي چارو او منصور به د سياسي او ملکي چارو مسووليت پر غاړه ولري.
منصور او ذاکر دواړه د هلمند ولايت وو چې يو يې اسحاقزی او بل يې د عليزيو د پښتنو له ټبرونو و. دغه دواړه قومونه په ژوره توګه د اپينو په تولید، تصفيه کولو او قاچاق کې ښکېل وو. له ایران سره پر پوله د زرنج ښار له دباران د ځمکې له لارې يوازې ۱۳۶ کيلومټره واټن لري، چېرې چې د هلمند سيند په اوږدو کې يوازني پل هلمند له ایران سره نښلاوه او له همدې لارې هيرويين له هلمند ايران ته لېږدول کېدل. په دلارام کې (چېرې چې زه د ۱۹۹۸م کال په جون کې هغه مهال چې د ملګرو ملتونو د يو سلاکار په توګه مې له کندهار څخه فراه ته سفر درلود، او په يو سماوار کې د چای لپاره دمه اخيستې وه) زرنج ته ورغلی سړک او د ايران د سوېل شمال پولې يو شمېر برخې د کندهار- هرات له څنډو د افغانستان حلقوي سړک له يو بل سره نښلي. دغه مسير پر نيمروز تيريږي، چې افغانستان د بلوڅو د اکثريت مېشتو يوازنی ولایت دی او د پاکستان بلوچستان ایالت او د ايران د سيستان-بلوچستان ولايت سره ګډه پوله لري. بلوڅان، چې په يوې داسې سيمه کې مېشت دي، په اسانۍ سره له پولو اوړي او پر قانوني او غير قانوني سوداګريزو فعاليتونو برلاسي دي.
په داسې حال کې چې بلوڅان په افغانستان کې له يو داسې کمزوري دولت سره هېڅ راز مخالفت نلري چې تر ډېره دوی يوازې پريښي، په پاکستان او ايران کې همټبرو بلوڅو په خپله محدوده کې د خپلواکۍ او خودمختارۍ هلې ځلې کوي. پاکستان کې، بلوڅ ملي غورځنګ سيکولر نشنلیزم ته مخه کړې او په تېرو څو لسيزو کې يې د هند، پخواني شوروي اتحاد، عراق او افغانستان ملاتړ ترلاسه کړی دی. ايراني سازمانونو لکه جندالله ډلې د سني حتا سلفي اسلاميزم په پلي کولو سره د سعودي عربستان له هغو مرستو برخمن شوي چې د پاکستان تر حاکميت لاندې سيمو کې کيږي. دواړو پاکستان او ايران (د يو لړ واقعي مسايلو پر بنسټ) باور درلود چې د دوی بلوڅ تحريک د دوی له ابدي دښمنانو (هند د پاکستان او ايران د سعودي عربستان او امریکا) مرستې او ملاتړ ترلاسه کوي. اسراييلي اجنټانو د امريکايي اجنټانو په جامه جندالله ته په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸م کلونو کې پټې مرستې رسولې څو امريکايان وپوهېدل او ترې ويې غوښتل چې لدې کار لاس واخلي.
پر بلوڅ بېلتون غوښتونکو او سلفي ترهګرۍ سربېره مخدره مواد هغه ګواښ دی چې ایران يې له سرخوږيو سره مخ کړ او اندېښنې يې ورزياتې کړې. د ۲۰۰۹م کال په لومړيو کې، له هغې مخکې چې ما د اوباما ادارې کې کار پیل کړ، يو ايراني چارواکي راته وویل چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې رياست د جندالله ډلې په اړه نه يوازې د مخدره توکو د سوداګرۍ بلکې له پاکستان، سعودي عربستان او امریکا سره د دې ډلې د پراخېدونکو اړيکو له کبله له سختو سرخوږيو سره مخ دی. ورته پيغام د نورو چينلونو له لارې هم ترلاسه شو، چې د جندالله لخوا د ترهګریزو کړنو ترڅنګ چې ملکيان يې وژل، د اوباما اداره اړ کړه څو جندالله د ۲۰۱۰م کال په نومبر کې د يو بهرني ترهګريز سازمان په توګه وپېژني، که څه هم له اوږدو داخلي مخالفتونو او ځنډ او خنډ هم دا چاره خالي نه وه، بيا هم دغه چاره کابو په هېڅ برابره او د باور جوړونې په توګه راڅرګنده شوه.
د ۲۰۱۴م کال په پيلېدو سره، د داعش او ورسره افغانستان کې د داعش خراسان ولايت رامنځته کېدل هغه څه وو چې ایران ته يې د دې هېواد په ختيځو او لويديځو پولو کې نوي سرخوږي راوزېږول. داعش د افغانستان په شمال لویدیځ کې له ترکمنستان سره پر ګډه پوله (چې روسيه يو مستقيم ګواښ وباله) او هغه لاره چې تاجکستان، ازبکستان او مزار شريف او بيا مشهد چې د ایران د رضوي خراسان ولايت مرکز دی، یوه سيمه تر خپل کنټرول لاندې راوسته. د افغانستان د شاهي نظام لخوا د هلمند اسحاقزي او عليزي په جوزجان ولايت کې د ملاتړ لپاره له ازبکانو سره د تعامل په موخه مېشت کړي وو، او دغو ټبرونو خپلې کورنۍ او خپلوان چې هلمنديان وو له ځانه سره بوتلل. په ۲۰۰۱م کال کې، اسحاقزي او عليزي د امريکا تر ملاتړ او د عبدالرشيد دوستم تر مشرۍ او قوماندې لاندې ازبک ځواکونو له جوزجان څخه پسې واخيستل. وروسته يې هلته د کوکنارو د کرکیلې او د اپينو د تولید مهارتونه زده کړل او له هغو يو شمېر يې کرار کرار بېرته جوزجان ته ستانه شول.
پاکستان کې د بدلېدونکو تحرکاتو په اډانه کې، د طالبانو مشرتابه، او د امریکا متحده ایالاتو ايران ته نوي فرصتونه په لاس ورکړل څو د اړوندو ستونزو پر وړاندې عمل وکړي لکه مخدره توکي، ټروريزم، بهرنۍ ورانکاري او د ايران-پاکستان- افغانستان ګډو پولو ته څېرمه د بلوڅو سيمې. له ملا عمر د ظاهري صلاحيت په ترلاسه کولو سره، منصور ملا برادر د هغه له بندي کېدلو وروسته پر طيب اغا د نظارت کولو مسووليت پر غاړه واخيست. هغه که څه هم پدې اړه ملا ذاکر يا ملا حسن اخند ته چې د شورا د مشرتابه غړي و اطلاع نه وه ورکړې. کله چې په ۲۰۱۱م کال کې دا موضوع خپره شوه، له ذاکر سره مخالفتونه زيات شول او د ۲۰۱۴م کال په اپرېل کې يې چې اوج واخيست پايله يې د ملا ذاکر د مرستيالۍ او د نظامي کميسيون د مشرۍ اختتام راووت.
موده وروسته، رپوټونه خپاره شول چې ذاکر او منصور د سپاه پاسداران د مېلمنو په توګه ايران کې وخت تېر کړی و. ذاکر پدې لټه کې و چې داسې يوه اډه جوړه چې په لا خپلواک ډول عمليات ترسره کړای شي. هغه همداراز د پاکستان په پرتله ډېر وخت هلمند کې تېراوه. په ۲۰۱۵م کال کې پاکستان پر منصور د افغانستان د سولې عالي شورا سره پاکستان کې په ترسره کېدونکو خبرو کې د برخه اخيستو لپاره فشارونه زیات کړل. کله چې فشارونه بيخيڅزيات شول منصور ځينو طالب مشرانو ته چې د پاکستان ای اس ای سره ځانګړې اړیکې درلودې واک ورکړ څو په جولای مياشت کې په مري کې ترسره کېدونکو خبرو کې ګډون وکړي. نورو طالب مشرانو هڅه وکړه څو معلومه کړي ملا عمر د دغې ګام پورته کولو صلاحيت ورکړی او کنه، خو پدې وخت کې خبرونه خپاره شول چې ملا عمر دوه کاله مخکې مړ شوی.
ملا منصور چې وار له مخه يې د ملا عمر د ځایناستي په توګه چارې پر مخ وړلې، هڅه وکړه چې دا مذاکرات په رسمي ډول پيل شي، خو د مشرتابه په تړاو هلو ځلو څو مياشتې وخت ونيو او پر دې سربېره د ملا عمر د کورنۍ مخالفتونه هم پکې ښکېل وو. پاکستان د طالبانو ترمنځ پدې انشعايونو کې د خپلې خوښې وړ انتخاب، سراج الدين حقاني چې د وفات شوي جهادي قوماندان جلال الدين حقاني زوی و، ځای پر ځای کولو نوکه ترلاسه کړه او پدې توګه د مرستيال او د نظامي چارو د مسوول په توګه وګومارل شو. يو له هغو مواردو چې منصور غوښتل له امله يې د زياتېدونکو فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي ايران ته د هغه مخه کول و، چېرې چې د ۲۰۱۶م کال په فبروري، مارچ او له اپرېل تر مې مياشتو د څو اوونيو لپاره اوسېدلی و. د همدې کال د مې په ۲۱مه، هغه په داسې حال کې چې له ايراني پولې د بلوچستان له لارې کوچلاک ته، چې کویټې ته يو نږدې بازار دی، په موټر کې د خپل کور پر لور روان و له افغانستان د امريکا د پورته شوې بې پیلوټه پوځي الوتکې په وسيله ووژل شو. کوم چا انټرنټ کې د هغه د پاسپورټ انځور خپور کړ چې په حيرانوونکې توګه روغ جوړ و او داسې وښودل شوه چې ګویا پاسپورټ يې د بې پيلوټه الوتکې په وسيله له په نښه شوي ټکسي موټر له بريد وروسته ترلاسه کړی دی. په داسې حال کې چې موټر سخت ویجاړ شوی و. له همدې امله داسې نظريات راڅرګند شول چې د دغه پاسپورټ عکس په اصل کې د پاکستاني چارواکو لخوا د پاکستان له پولې د منصور د اوښتو پر مهال اخيستل شوی و امريکا ته د هغه د تګ راتګ په اړه خبر ورکړي.
انځور ۱: د ملا اختر د پاکستاني پاسپورټ انځور چې وويل شول د هغه پر لېږدوونکي موټر له بريد وروسته د ويجاړيو له منځه موندل شوی دی
سرچينه: امريکا غږ
زه دقيق نه پوهېږم چې منصور د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي له چارواکو سره څو مياشتې پر څه خبرې کړي، خو داسې نه بريښي چې دا ليده کاته دې د کوم امتياز لپاره شوي وي. د منصور له وژل کېدو وروسته، ايران له طالبانو سره ښکاره سياسي اړيکې جوړې کړې. ايران څو ځلې د ايراني پلاوو کوربتوب کړی چې پکې د طالبانو مرستيال او قطر کې د دې ډلې د سياسي دفتر مشر ملا بل رادر سفر هم شامل د یی. هماغه ملا برادر چې پاکستان اته کاله زنداني کړی و او د امریکا د غوښتنې پر اساس يې دوحه کې د طالبانو مذاکراتي ټيم د مشرۍ په موخه خوشې کړ.
د ګڼو رپوټونو له مخې، د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې د هغو ټولو موضوعاتو سره په تړاو يوې معاملې ته ورسیدې چې پورته يې يادونه شوې: افغانستان کې د امريکا متحدو ايالتونو د پوځي حضور پر وړاندې ګډې هڅې، له هلمند د هيروينو سوداګرۍ داسې تنظيمول چې ګټه يې د سعودي تر ملاتړ لاندې بلوڅ ډلو ته ونه رسيږي، د جندالله په څېر ډلو د ايران د پولو خوندي کول، د داعش په نوم فعاليت کوونکو پر وړاندې جګړه کې همکاري او هلمند کې د ګډې پولې په اوږدو کې د امريکا د پوځي حضور او استخباراتي عملياتو په اړه استخباراتي همکاري. هغه سفرونه د ايران د بهرنيو چارو وزارت له شموليت پرته د سپاه پاسداران لخوا ترتيب شوي وو، چې ښايي لکه زموږ ټولو په شان هغوی هم له هغه وروسته خبر شوي وي چې منصور ووژل شو، خو له هغې وروسته د ايران د بهرنيو چارو وزارت له طالبانو سره ښکاره سياسيخ رې پيل کړې چې حداقل تهران کې د ظريف او ملا برادر د کتنې يادونه يې کېدلی شي.
ايراني چارواکو له دغه سفر وروسته له طالبانو سره د خپلو اړيکو په اړه افغان حکومت ته خبر ورکړ. د ۲۰۱۸م کال په ډسمبر کې د ايران د ملي دفاع عالي شورا سکرتر علي شامخاني کابل ته سفر وکړ څو افغان حکومت ته معلومات ورکړي. ايران افغان حکومت ته وویل چې طالبانو سره د دې لپاره د سپکو وسلو مرستې کوي څو پر ګډه پوله امنيتي ګواښونه دفع کړي، خو داسې وسلې نه ورکوي چې افغانستان کې سياسي اوضاع د طالبانو په ګټه بدله کړي – په بله مانا، هغه وسلې چې د انسان په وسيله لېږدول کېږي او الوتکې په نښه کولی شي. دغه اندېښنې ټول هغه موارد په ځان کې رانغاړي چې پورته يې يادونه وشوه، که څه هم دا روښانه نده چې دوی د مخدره توکو د قاچاق په اړه څه ډول توافق کړی.
داسې ښکاري چې له طالبانو سره د ايران اړيکې پر ګډه پوله په اصل کې د هغو قومندانانو لخوا عياريږي چې د منصور د اسحاقزيو قبيلې پورې تړاو لري، هغه قبيله چې په ژوره توګه د مخدره توکو کاروبار کې ښکېله ده.
داسې رپوټونه شته چې ښيي د ايران “سپاه پاسداران انقلاب اسلامي” عناصر د مخدره توکو کاروبار کې لتاړ دي، او ښايي حتا څوک بايد د جمهوري اسلامي د مدافعینو د تقوادارۍ له امله هم دوی ته دا امتياز ورنکړي چې ګويا دا ظرفيت لري چې د کراچۍ او مسکو ترمنځ يوازنی هېواد تر دی چې هلته امنيتي ځواکونه د میلیاردونو ډالرو قاچاق له امله ندي مفسد شوي. په لا بنسټيز ډول، که څه هم ايران، لکه د امريکا په څېر، ادعا کوي چې ګویا په بشپړه توګه د مخدره توکو د سوداګرۍ مخالفت دی او داسې ښيي چې ګنې پر ضد يې اقدامات کوي، په هېڅ صورت د مخدره توکو ضد سياست ندی توانېدلی چې د مخدره توکو قاچاقبرو سره هغه مهال چې د ملي امنيت د اړتيا په حيث تعبير شوې وي، د استخباراتي او پوځي همکاریو مخه ونيسي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شامخاني يوه داسې مشخصه پېښه روښانه کړه چې له امله يې افغان-ايران اړيکې ترينګلې شوې. د ۲۰۱۸م کال په مې کې، طالبانو يو بريد ترسره کړ چې تقريباً د فراه ښار يې ونيو، چې په همدې نوم د ۵۰۰ زره نفوس درلودونکي ولايت مرکز او له ايران سره پر پوله پروت دی. افغان چارواکو پر ايران پړه واچوله او وې ويل چې دغه هېواد په مستقيم ډول د طالبانو وسله وال او مالي ملاتړ کوي. فراه کې د افغانستان د سرحدي پوليسو قوماندان وويل چې، “د سپاه پاسداران قوماندانان د دغې جګړې رهبري کوي.”
د ۲۰۱۹م کال جنوري کې کابل ته د يو سفر پر مهال، افغان چارواکو راته وویل چې شامخاني د ايران لاس لرل رد نه کړل، خو نوموړي د دې ترڅنګ د هغه څه له امله د ايران اندېښنه وښوده چې په فراه ولایت کې يې د امريکا د استخباراتي اژانسونو حضور او ايران کې د څار او عملياتو ترسره کول بولي. هغه په ضمني توګه وويل چې هدف يې همدا و. افغان حکومت هسې په منځ کې واقع شوی.
د متقابلو دسيسو دغه غولوونکي ذهنیت د ايران څرګندونو کې محتوياتو موندلو ته زمينه برابره کړې ده، چې په پوره پاملرنې سره غواړي دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرو په ترڅ کې د اهميت او بې پامۍ ترمنځ ناملموسه نرۍ کرښه تعقيبوي. دې ته په کتو چې اوسمهال د ايران پرضد د امریکا مستقيم ګواښ دفع شوی دی، تهران له ټولو کمپونو سره د خپلو ارتباطي چينلونو په درلودو سره د هر ډول احتمالي تحول او بدلون رامنځته کېدو په صورت کې چې له ختیځو ګاونډیو سره يې اړيکې ترينګلې کولی شي، د عمل کولو ازادي خوندي ساتلې ده.