تاسو که په هر ډول اقتصادي پوړ کې وی، که مو عواید ډېر وي او یا هم لږ، خو که په عاقلانه ډول پیسې مصرف نه کړی، لږ نه ډېر به له داسې حالت سره مخ شی چې جېب به مو خالي او فکر به مو خراب وي. همدا راز که مو هرڅومره اقتصادي حالت خراب وي، کافي ده چې پوه شی مصارف او عواید مو څه ډول سره تنظیم کړی، څو له خپلو پیسو څخه سمه ګټه واخلی او ډېر لږ له مفلسۍ سره مخ شی. په دې لیکنه کې هم پر دې تم شوي یو چې پیسې څه ډول ولګوو او څه ډول د اضافي مصارفو مخه ونیسو، څو له احتیاجه خلاص شو، په خوښۍ کې ژوند وکړو او په څنګ کې مو ورسره د سبا غم هم خوړلی وي. عواید او مصارف مو سره پرتله کړئ. اړین مصارف، د کور کرایه، د اوبو او برېښنا بېلونه هم پرې ور زيات کړئ. له اړینو مصارفو مې موخه غذایي مواد، کالي او … دي.