ډېر خلک په مختلفو عمرونو کې د مختلفو لاملونو له امله له ځان سره خبرې کوي، چې ځینې دغه کار په لوړ غږ کوي او ډېری وختونه نور خلک هم ورته متوجه کېږي. په دې اړه د لیکل شوي کتاب «The Art of Talking to Yourself» لیکواله، ویرونیکا ټوګالیوا وايي: «رښتیا خو دا دي چې موږ ټول له ځان سره خبرې کوو، کېدای شي د خلکو پر وړاندې له ځان سره په لوړ غږ خبرې کول عجیب وي، خو موږ ټول په خپلو ذهنونو کې د یوڅه د وضاحت او اکثره د خپلو ورځنیو ستونزو او کارونو په اړه د لا ښه پوهاوي په پار دغه کار کوو.» د کارپوهانو په وینا، له ځان سره خبرې کول صحي او ګټور عادت دی، په ځانګړي ډول له ځان سره مثبتې خبرې کول ستونزمنو حالاتو کې ډېر ګټور ثابتېږي. سختو حالاتو کې له ځان سره مثبتې خبرې کول د ارامتیا او د فشار یا اندېښنې پر ځای پر مثبتو څیزونو د تمرکز لامل ګرځي. خلک اکثره فکر کوي چې له ځان سره خبرې کول د رواني یا عصبي ناروغۍ نښه ده، خو ډېرو کمو حالاتو کې دا د عصبي ناروغیو نښه وي. د روغتیايي کارپوهانو په باور، کله چې یو څوک له ځان سره د خبرو کولو تر څنګ ځان ته زیان ورسوي یا د زیان رسولو په اړه خبرې وکړي، نو دا بیا یوه رواني ستونزه ده او باید درملنه يې وشي.