ښايي کله مو د خان سټيل نوم اورېدلی وي، ځکه د افغانستان په صنعت کې اوس یو له بریالیو او لویو نومونو دی. بریالیتوب یې دا دی چې په لومړي ځل یې په افغانستان کې د ګول سیخ تر ټولو سټنډرډ تولیدات وړاندې کړل، چې د سیمې او نړۍ له سټنډرډ فابریکو سره یې سیالي وکړه. لوی والی یې دا دی چې د ګول سیخ ۳۰ تر ۳۵ سلنه کورنۍ اړتیا یوازې همدا فابریکه پوره کوي.
خبره د سوداګرۍ او صنعت ده، که افغانستان په تیرو شلو کلونو کې دومره تمرکز چې پر سوداګرۍ کړی، پر صنعت کړی وای، ښايي نن مو هر کنفرانس ته د مرستې سترګې نه وای نیولې.
دلایل یې واضح دي او هغه دا چې تر ۲۰۰۱ کال وروسته په لومړیو کې چا ډېر د صنعتي افغانستان فکر نه کاوه، ځکه د نړۍ مرسته شوې پرېمانه پیسې تر هر چا رسیدلې؛ خو کله چې وروسته حالات په سختیدو شول، بیا د امنیت، ځمکې، برېښنا او نورو ستونزو ته د پانګوالو ور پام شو.
ستونزې لا هم ډېرې دي، له برېښنا او ځمکې نیولې، تر ناسالم رقابت، د خامو موادو کمښت او حریصو ګاونډيانو پورې؛ خو څنګه خان سټیل په داسې یو مارکیټ کې ځان ته ځای وموند؟ په دې لیکنه کې یې فرصتونه او ننګونې یادوو.
ننګونې:
د ځمکې نشتوالی، برېښنا، امنیت، سړکونه او د صنعتي پارکونو نورې اسانتیاوې خو هغه مسایل دي، چې د هر صنعت لپاره مهم دي؛ خو موږ دلته د اوسپنې په سکټور بحث کوو.
- د مسلکي کارکوونکو نشتوالی
کله چې په ۲۰۱۵ کال کې د خان سټيل د بنسټ ډبره کیښودل شوه، تر ټولو مهم فکر دا و، چې فابریکه باید مسلکي او تخنیکي کارکوونکي پيدا کړي.
ترکي، هندي او ایراني انجنیران چې د ذوب نوې ټکنالوژي یې خان سټیل کې انسټال کوله، یو مهم ماموریت یې دا و چې هر بهرنی انجنیر باید دوه افغان مرستیالان ولري او کار ور زده کړي.
دا چاره بریالۍ تر سره شوه او اوس د فابریکې پنځه نوي سلنه چارې د افغان کارکوونکو په لاس کې دي، په داسې حال کې چې لس کاله وړاندې په ټول افغانستان کې د اوسپنې د ذوب دوه متخصصین هم نه موندل کیدل.
- د بهرنیو کارګرانو راوستل:
افغانستان ته د بهرنیو مسلکي کارګرانو راوستل هم اسانه نه ده، له یو لوري بهرني کارګران افغانستان ته د راتلو لپاره زړه نه ښه کوي او بل پلو بیروکراتیکه پروسه لویه ننګونه ده.
- خام مواد:
د خان سټيل په لنډمهاله ستراتیژۍ کې د تولید خام مواد داغمه جات دي، چې ریسایکل کیږي او بیرته ورسره نور کیمیاوي عناصر ګډېږي یا ترې کمیږي او بیا سیخ ترې جوړېږي.
خو د افغانستان لویه برخه پخواني داغمه جات ټول پاکستان ته قاچاق شوي وو، په کور د ننه د داغمه جاتو منابع خورا کم وو.
خان سټيل غږ پورته کړ چې په هیواد کې شته داغمه جات باید نور له هیواده بهر قاچاق نه شي؛ خو قاچاق کوونکو ته پیسې مهمې وې، بالاخره په مارکیټ کې د داغمه اوسپنې بیه دومره لوړه شوه، چې اوس یې څوک د بیې په خاطر پاکستان ته نه وړي.
- د قاچاق ستونزه
له افغانستانه کلونه کیږي چې داغمه اوسپنه پاکستان ته قاچاق کیږي او هغه مواد چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې پراته وو، لویه برخه یې پاکستان ته ولاړل.
دا بهیر لا اوس هم نه دی درېدلی او له سپین بولدک او ځینو نورو لارو داغمه پاکستان ته قاچاق کیږي.
د خامو موادو حللاره تر پایه داغمه جات نه شي کیدای، نو د تمویل لپاره یوازینۍ لار د اوسپنې پر معدن پانګونه ده، چې لټه او چارې یې د اوس لپاره د خان سټيل له لوري روانې دي.
- سخت رقابت
افغانستان مصرفي مارکیټ دی، چې ځینو ګاونډیو ته ترې هر کال میلیاردونه ډالر ورځي، ځکه نو ډمپینګ تګلارې د افغانستان په مقابل کې د هر ګاونډي لومړیتوب دي.
زموږ ځينې ګاونډي هیوادونه همدا اوس کله افغانستان ته په نیمه بیه سیخ را استوي، کله یې په قاچاق را لیږي او کله یې بیا په هر سوداګر اخیستل په یو ډول اجباري کوي.
همدا اوس هره ورځ لسګونه ټيلر داسې قاچاقي ګول سیخ چې نه محصول شوی او نه هم له دولتي ګمرکونو تیر شوی، د افغانستان بازارونو ته په پټه راځي.
د ډمپینګ یوه بېلګه غواړو دلته یاده کړو: ایران د خپلو فابریکو في ټن سیخ پخوا افغانستان ته په شاوخوا ۷۰۰ ډالرو ورکاوه، دا بیه یې ورو ورو را ټيټه کړه ان تر ۴۲۰ ډالرو یې في ټن ورسوله؛ خو هغه اوسپنه چې همدا سیخ ترې جوړېږي او د شمش په بڼه له فابریکې ایستل کیدای شي، دوی ټن په ۴۵۰ ډالر هم بیه کوله، یانې تر سیخ یې اوسپنه چې څو نورې پروسې هم باید پرې طی شي، قیمته کړه، ځکه موخه دا وه چې افغانستان ته باید خام مواد ولاړ نه شي.
- برېښنا
افغانستان په ټوله کې د برېښنا له کمښت سره مخ دی؛ خو صنعتي برېښنا بیا داسې اړتیا ده، چې په نشتوالی یې سلګونه میلیونه ډالر ضایع کیږي او زرګونه کسان وزګارېږي.
د اوسپنې ذوب زیاتې برېښنا ته هم اړتیا لري، نو ځکه دا ستونزه لا هم پر ځای ده. ستونزې خورا ډېرې دي؛ خو د ستونزو د حل لپاره څه وشول:
۱ـ پياوړی مدیریت
د لویو کمپنیو مدیریت لویې تجربې، لویه حوصلې او لوی فکر غواړي، ځکه داسې تولیدي کمپنۍ چې شاوخوا ۶۰۰ کسان په کې مستقیم کار وکړي، مدیریت یې له ستونزو تش نه وي.
خو د خان سټیل په مدیریتي برخه کې که څه هم په لومړیو کې ځینې تشې وې؛ خو د وخت په تېرېدو پوره او د یوې منظمې ستراتیژۍ له مخې یې چارې عیارې شوې.
۲ـ کیفیت
افغانستان د اوسپنې د تولید ډېرې فابریکې پخوا لرلې؛ خو داسې چې د کیفیت له پلوه له ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادونو سره رقابت وکولی شي، نه تر سترګو کېدې، د خان سټيل په فعالیت سره دا تشه ډکه شوه او په لومړي ځل افغانستان په کور د ننه هغه سیخ تولید کړ، چې یوه امریکايي، اروپايي یا د سیمې د هیوادونو هند او ازبکستان فابریکې یې تولیدولی شي.
دې کار د خان سټيل له شهرت سره ډيره مرسته کړې.
۳ـ بیه
کله چې په افغانستان کې د ساختمان سکټور چارې زیاتې شوې، په اوج کې یې یو ټن سټنډرډ ګول سیخ په خورا لوړه بیه پلورل کیده.
دا سیخ هم یوازې څو انحصاري شرکتونو درلود او بیه یې هم په خپل زړه وه، ځکه بهرنیو کمپنیو د پاکستان او ایران ګول سیخ په خپلو پروژو کې نه کاراوه او دلیل یې بې کیفیتي وه، نو یوازینی انتخاب همغه انحصاري شرکتونه وو.
خو په نړیوال مارکیټ کې د ګول سیخ بیه د هغه قیمت نږدې نیمايي وه چې په افغانستان کې پلورل کیده. کله چې خان سټيل تولیدات پیل کړل او لسګونه کورنیو او بهرنیو ادارو تایید کړل، چې تولیدات یې تر هغه انحصاري شرکتونو ښه دي، چې د سیخ مارکیټ یې نیولی و، نو د سیخ بیې په را ټیټېډو شوې.
خان سټيل په لومړي ځل په افغانستان کې له نړیوال مارکیټ سره سم معیاري بیه رایجه کړه، که څه هم ستونزمنه وه چې د ګاونډیو هیوادونو داسې یو ستر مارکیټ او ګټه د دومره په اسانۍ ودرول شي؛ خو خان سټيل د خپلې ګټې پر ځای د هیواد ګټه مهمه وبلله.
۴ـ د مشتریانو رضایت
په هره سوداګرۍ کې د مشتري رضایت تر ټولو مهم اصل دی، کله چې خان سټيل لومړی تولیدات پيل کړل، د مشتریانو نظریاتو اورېدو ته یې ځانګړی ارزښت ورکړ.
هر هغه چا چې په مارکیټ کې ګول سیخ ته اړتیا درلوده، نظریات یې اخیستل کیدل او د هغوی نظریات د تولید په پروسه کې شاملېدل.
د هر مشتري د اړتیا او فرمایش په اساس ټول موارد پوره کیدل، چې له همدې امله اوس د افغانستان په تر ټولو مهمو، لویو او سترو پروژو کې د خان سټيل تولیدات کاریږي.
د هلمند کجکي بند، د افغانستان ستر اداري کمپلکس او ورته نورې لسګونه پروژې شته، چې په لومړي ځل په کې په کور د ننه تولید شوی سټنډرډ سیخ کاریږي.
۵ـ پاک چاپيریال
په صنعت کې د هوا ککړتیا نړیوال بحث دی؛ خو دا چې کله د خان سټيل له نامه سره د معیاري او سټنډرډ فابریکې خبره کیږي، نو چاپیریال ته پام یې هم په همغه سټنډرډ برابر دی.
د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره د فټلر هغه پياوړی سیستم لګول شوی، چې دې (ECC) سرټیفیکېټ لري او د سیمې په هیوادونو کې یې ساری نشته.
د دغه سیستم په مرسته د فابریکې د ټولو برخو په ځانګړي ډول د ذوب یا هیټ د برخې تولید شوی لوګی په اتومات بڼه تصفیه او کاربن یې په ځانګړو خریطو کې اتومات ټولیږي.
دا سیستم په افغانستان کې تر اوسه هیڅ یو تولیدي ادرس نه لري، نو ځکه ویلی شو چې خان سټيل کولی شي دا بریالۍ تجربه له نورو فابریکو سره هم شریکه کړي.
دا سیستم په یو ډول پانګونه هم ده، ځکه هغه لوګی چې تصفیه کیږي او په ځانګړو خریطو کې ټولیږي، بیرته مارکیټ لري او پلورل کیږي، نو حکومت باید د لوګي د تصفیې داسې سیستم چې نتیجه یې ملموسه وي او یوازې نمایشي نه وي، پر ټولو صنعتي فابریکو اجباري کړي.
چاپیریال یوازې د یوه شخص او یوه نسل حق نه دی، په دې کې راتلونکي نسلونه او ټول ملت حق لري، نو باید د هر چا لپاره یې پاک ساتل لومړیتوب وي.
۶ـ د کارکوونکو خوندیتوب
په کاري مارکیټ کې د کارکوونکي خوندیتوب او روغتیا باید تر هر څه لومړیتوب وي، چې د همدې فورمول پر بنسټ خان سټيل د کیفیت، چاپیریال او مدیریت سربېره د سټنډرډ له نړیوال سازمان څخه د کارکوونکو د خوندیتوب سرټيفیکېټ هم تر لاسه کړی دی.
۷- راتلونکی
له صنعت پرته د یوه هیواد د پر ځان بسیا کیدو فکر ستونزمن دی، ځکه نو دا اراده خان سټيل هم لري، چې د فابریکې پر لا پراختیا نوره پانګونه هم وکړي.
په ۲۰۱۷ کال کې د خان سټيل یوازې یوه فاز تولید درلود؛ خو په ۲۰۱۸ کال کې د دویم فاز بنسټ کیښودل شو، چې په ۲۰۱۹ کال کې یې عملا تولید پيل او تولیدي ظرفیت یې په دوه کاري شفټونو کې ۵۰۰ ټنو ته ورسید؛ خو د برېښنا او خامو موادو د نشتوالي له امله د خپل ظرفیت تر نیمايي هم لږه برخه تولید کیږي.
راتلونکی پلان دا دی چې فابریکه باید لا وسعت پیدا کړي، د ګول سیخ تر څنګ د ګاډرو تولید پيل شي او ورپسې د نورو اوسپنیزو اړتیاوو د پوره کیدو لارې هوارې شي.
تر څنګ یې د خامو موادو د ستونزې د حل لپاره له حکومت او اړوندو مراجعو سره مشترک کار وشي، څو د اوسپنې پر یوه معدن پانګونه وشي او استخراج ته چمتو شي.
که د حکومت له لوري اسانتیاوې پر وخت برابرې شي، هیله دا ده چې له یوه بهرني تجربه لرونکي مسلکي شرکت سره په ګډه په راتلونکو پنځو کلونو کې د اوسپنې د کان عملي استخراج به پيل شي.