د اسټراليا صدر اعظم سکاټ موريسن د نومبر په ۳۰مه پر چين غږ وکړ، دا چې د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند جاو لي جيان په ټويټر کې د اسټراليايي سرتېرو لخوا په بوږنوونکي ډول د يو افغان ماشوم د وژلو په اړه جوړ شوی کارتوني انځور خپور کړ، نو بايد بښنه وغواړي او دغه انځور يې ډېر بد او سپکوونکی وباله. د چين د بهرنیو چارو وزارت بلې وياندې هوا چون ينګ بيا د همدې ورځې په يوه نوبتي خبري ناسته کې څرګنده کړه، چې د اسټراليا حکومت بايد په دې غور وکړي چې څه ډول د دې جرم عاملينو ته سزا ورکړي، له افغانانو څخه دې بښنه وغواړي او نړيوالې ټولنې ته دې ژمنه ورکړي چې خامخا به په افغانستان کې د خپلو سرتېريو لخوا د نا مناسبو کړنو مخنيوی وکړي.
په ياد شوي انځور کې ښکاري چې يو اسټراليايی سرتېری په چاقو سره يو افغان ماشوم چې په غېږ کې يې وری دی، ګواښي. تر څنګ يې دغه سرتېری هم وايي چې مه وېرېږه! تاسو ته سوله راوړو! په دې موده کې اسټراليايي رسنيو په افغانستان کې د دغه هېواد د ځينو پوځيانو سخت جرمونه افشا کړي او دغه خبر د اسټراليا د دفاع وزارت په اړوند رپوټ کې تاييد شوی دی. د اسټراليايي پوځيانو داسې بې رحمه او وحشي کړنې د نړيوالې ټولنې لخوا سختې غندل شوې دي. آن د اسټراليا د دفاعي ځواکونو قوماندان انګس کېمپبېل د نومبر په ۱۹مه د اړوند رپوټ په خپرولو سره په دې اعتراف کړی چې پوځيانو يې په افغانستان کې ولسي افغانان او اسيران شکنجه کړي او وژلي دي. د ارګ لخوا په خپرو شويو خبرونو کې هم راغلي چې د اسټراليا صدر اعظم سکاټ موريسن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټليفوني اړيکه کې تاسف څرګند کړی او د اسټراليا د بهرنیو چارو وزيرې ماريس پېني هم په دې اړه له خپل افغان سيال محمد حنيف اتمر څخه بښنه غوښتې.
نو ولې د اسټراليا صدر اعظم موريسن د خپلو پوځيانو د وحشي جرمونو په پرتله د چيني ډيپلومات پر ياد ټويټ لا زيات په قهر شو؟ ايا د اسټراليايي پوځيانو کړنې له قانون سره سمون لري؟ او ايا پر دغو کړنو د نورو کسانو نيوکې بې بنسټه دي؟
په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا رامنځ ته کېدو له هماغه پيل راهيسې د اسټراليا حکومت څو څو ځله پر چين تورونه ولګول، پرې يې بې دليله نيوکې وکړې او له امريکا سره په ګډې توطيې سره غواړي چې وښيي چين د کرونا وبا سرچينه ده او په دې اړه يې د ځانګړې نړيوالې پلټنې غوښتنه کړې. که څه هم چيني حکومت بيا بيا له دې سره خپل مخالفت څرګند کړی، خو اسټراليايي حکومت له چين سره د خپلو اړيکو له خرابولو سره سره خپلو کړنو ته دوام ورکړی دی. دوی په سياسي ساحه کې د چين په مقابل کې سرسخت دريځ څرګندوي، خو له بلې خوا هم غواړي چې له چين سره سوداګريزې راکړې ورکړې پياوړې کړي. د چين پر ضد له سپکاوي او دښمنۍ ډکې خبرې کوي او پر ضد يې تګلارې پلې کوي، خو لا هم غواړي چې پر چين خپل توليدات وپلوري او له دې لارې له چينايانو څخه پيسې وګټي. په داسې حال کې چې د چين او اسټراليا تر منځ اړيکې له يوې مودې راهيسې ډېرې خرابې شوې، د اسټراليا صدر اعظم موريسن د نومبر د ۲۳مې په شپه له يو برېټانوي فکري ارګان سره په يوه ويډيويي غونډه کې له چيني حکومت سره د خبرو اترو غوښتنه کړې او په قصدي توګه يې خپله مهرباني وښوده. خو له دې غوښتنې يوه اونۍ وروسته يې خپله څېره بېرته بدله کړه. کومه د ده رښتينې څېره ده؟
د چين د بهرنیو چارو وزارت بلې وياندې هوا چون ينګ داسې وويل چې د افغانانو ژوند د نړۍ د نورو خلکو په شان ستر ارزښت لري. نو هغه څوک چې په افغانستان کې د ولسي وګړيو په وژلو او شکنجې سره يې بې رحمه او وحشي جرمونه کړي، بايد له افغانانو څخه بښنه وغواړي. چينايان چې د افغانانو نيک ګاونډيان او وفادار دوستان دي، پر دغه ډول جرمونو کلکې نيوکې کوي، د افغانانو پر وژنو خواشيني څرګندوي، خو له ډار اچوونکو څخه بښنه نه غواړي.
د يادونې وړ ده، ځوان انځورګر چې ياد شوی کارتوني انځور يې جوړ کړی، د چين په يوه ټولنيزه رسنۍ کې څرګنده کړه چې هغه به په دې اړه يو بل انځور هم جوړ کړي.