یکشنبه, مارچ 15, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    هند؛ پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه غندلي دي

    بلخ؛ له نږدې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې

    غزني کې د کرکټ لس‌اووریزې رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

    بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  • نړۍ

    شمالي کوریا؛ د توغندیو په ازموینه امریکا او سویلي کوریا ته خبرداری ورکړ

    پاکستان؛ د امریکا سفارت د امنیتي اندېښنو له امله د کارکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    هند؛ پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه غندلي دي

    بلخ؛ له نږدې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې

    غزني کې د کرکټ لس‌اووریزې رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

    بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  • نړۍ

    شمالي کوریا؛ د توغندیو په ازموینه امریکا او سویلي کوریا ته خبرداری ورکړ

    پاکستان؛ د امریکا سفارت د امنیتي اندېښنو له امله د کارکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

په ګډه د بشر د ګډ برخلیک ټولنه جوړوو او لا ښکلې نړۍ به اباده کړو

لیکنه: په افغانستان کې د چین لوی سفیر؛ وانګ یو

دسمبر 2, 2020
in لیکنې
0 0

د چین د دولت رییس شي جین پینګ د نومبر له ۱۷مې تر ۲۲مې پورې د بریکس د پنځو هېوادونو، ایپیک سازمان او د شلو لویو صنعتي هېوادونو په غونډو کې ګډون وکړ او د دغو دریو ډګرونو په اړه يې په ۶ مهمو غونډو کې ۶ مهمې ویناوې وکړې او ۲۳ مهم وړاندیزونه، غوښتنې او تدبیرونه يې وړاندې کړل. رییس شي جین پینګ د سولې او پرمختګ د وخت موضوع پر اساس او د تېرو سلو کلونو حالاتو ته په کتو، د یادو دریو سازمانونو په تاریخي موجودیت رڼا واچوله او خپلو خبرو کې يې دې ته اشاره وکړه، چې د یووالي پر مټ کولی شو چې خپلمنځي همکارۍ او ګډې ګټې تر لاسه کړو. د څو اړخیزم له لارې د نړۍ سوله او ارامتیا ساتلی او د همغږي او پرمختللي چاپیریال د ابادولو له لارې نړۍ ته نیکمرغي رسولی شو.

د چین او نورو برخه والو خواوو د ګډو هلو ځلو په رڼا کې د مشرانو څو اعلامیې، د بریکس هېوادونو د اقتصادي همکارانو ستراتیژي(۲۰۲۵) او د ۲۰۴۰ کال لپاره د ایپيک سازمان د پوتراجیایا امید په ګډون، څو مهم سندونه خپاره شول چې د چین دریځونه، غوښتنې، پوهه، ځيرکتيا او فکرونه ترې څرګندیږي او د نړیوالو لوړه ستاینه يې تر لاسه کړې ده.

مونږ د کرونا وبا پر وړاندې ګډه مبازره کوو او د نړۍ بېلا بېل هېوادونه یو له بل سره مرسته کوي.

رییس شي جین پینګ خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې کرونا وبا یوه لویه ننګونه ده او د نړیوالې حکومتوالۍ نیمګړتیاوې يې په ګوته کړې دي. اوس د نړۍ بېلابېل هیوادونه د کرونا وبا د دویمې او درېیمې څپې تر اغېزې لاندې راغلي او د نړۍ د عامې روغتیا سیسټم يې له جدي ازموینو سره مخ کړی دی. ټول هیوادونه باید د دې ناروغۍ پر وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکړي او د بشر د ګډ برخلیک ټولنې رویه بايد په پام کې ونیسي، یو اړخیزم، پروټکشنیزم او زورواکي باید پرېږدي، د وبا پر ضد د مبارزې نړیوالې همکارۍ بايد پياوړې او د بشر د ژوند امنیت او روغتیا لپاره  بايد هر اړخیز خدمتونه وکړي.

لومړی؛ مونږ باید د کرونا وبا پر ضد د نړیوالې مبارزې د مخنیوي دېوال جوړ کړو. مختلف هېوادونه باید لومړی خپل کارونه ښه تر سره کړي او پر دې اساس دې نړیوالې همکارۍ زیاتې کړي او نورو هېوادونو ته دې د همکارۍ لاسونه وغځوي. ډېرو هیوادونو اوسمهال د واکسین په تحقیق او تولید کې مثبت پرمختګ کړی، نو د روغتیا له نړیوال سازمان څخه باید ملاتړ وکړو، څو د واکسینونو عادلانه او مؤثرې توزیع لپاره  سرچینې همغږې او خپلې چارې تر سره کړي.  چین د واکسین نړیوالې همکارۍ کې فعال ګډون او ورڅخه ملاتړ کوي او د “کرونا وبا واکسین تطبیق پلان” کې یې فعال ګډون کړی دی. چین به خپلې ژمنې پوره کړي، د افغانستان په ګډون پرمختیایي هیوادونو ته به مرستې چمتو کړي او ملاتړ به ورڅخه وکړي او هڅه به وکړي چې د کرونا وبا ضد واکسين عامه توليد وګرځوي، څو د ټولو هیوادونو عام وګړي ترې هر ځای او هر وخت ګټه واخلي.

دویم؛ مونږ باید خلکو ته لومړیتوب ورکړو او لاسونه سره يو کړو او  په یووالي د نړیوالو ننګونو پر وړاندې مقابله وکړو. بېلابېل هېوادونه باید د خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکړي او تر وسې پورې بايد د خلکو د ژوند امنیت او روغتیا وساتي. څوک باید د کرونا وبا حالاتو ته سیاسي رنګ ور نه کړي، کومه خوا بايد بدنامه نه کړي، خپل مسوولیت بايد ادا او نړيواله همکاري بايد خرابه نه کړي. په عین وخت کې، بېلابېل هيوادونه باید د بې وزلۍ د له منځه وړلو تدبیرونه هم ونیسي، د نړیوال پرمختګ لپاره دې لا مساوي او عادلانه دوستانه اړیکې جوړې کړي او لازیاتو پرمختیایي هېوادونو ته دې د سرچینو ګټې ورسوي.

درېیم؛ مونږ باید ټولشموله پرمختګ وکړو. بېلابېل هېوادونه باید د کرونا وبا له امله له اغیزمن شویو پرمختیایي هېوادونو او کمزورو خواوو سره لا زیاتې مرستې وکړي. چین یوه موده مخکې د شلو صنعتي هېوادونو ډلې په چوکاټ کې له خپلې ژمنې سره سم نورو ته د یو ميلیارد او درې سوو ميلیونو ډالرو د ورکړل شوي پور د بېرته اخېستو موده غځولې او له اړتیاوو سره سم به نورو هېوادونو ته هم د ورکړل شويو پورونو د بېرته اخیستو موده تمدید کړي. بېلابېل هېوادونه باید د ښځو ځانګړو اړتیاوو ته پاملرنه وکړي او ((د بیجینګ اعلامیه)) او ((عملیاتي پلان)) دې پلی کړي. چین غواړي چې په ۲۰۲۵ کال کې د ښځو نړیواله سرمشریزه جوړه کړي او له کرونا وبا وروسته به د ښځینه چارو د پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.

چین په نویو انکشافي حالاتو کې کوشش کوي، چې د نړیوال اقتصاد د بنسټ ډبره کېږدي.

یوه موده مخکې د چین څوارلسم پنځه کلن پلان څرګند شو.  د چين دغه پنځه کلن پلان يوه لویه ستراتیژي ده، چې د دې هيواد د انکشافي حالاتو او شرایطو پر اساس د اقتصاد نړیوال کیدو او بيروني بدلون ته پام سره يې داسې نوی انکشافي شکل وړاندې کړی، چې کورنی لوی دوران پکې عمده رول لوبوي او کورنی او بهرنی دواړه دورانونه هڅوي. دا د چین د اقتصاد د اوږدمهاله پرمختګ لپاره ټینګه اتکا او د نړیوال اقتصاد د ارام پرمختګ لپاره کلک بنسټ برابروي.

په نویو انکشافي حالاتو کې به د چین اقتصادي پرمختګ ښه تمایل وساتي. په دې وروستیو کلونو کې د چین د بازار او سرچینو پرمختیایي ماډل په خاموشۍ سره بدل شوی دی.  پر بهرنۍ سوداګرۍ د چين اتکا خورا ډېره کمه شوې او کورنی لګښت یې د اقتصادي ودې اصلي محرکه قوه ګرځیدلې ده. نوې انکشافي بڼه د چین د اقتصادي جوړښت د تنظیم او د باکیفیته پرمختګ لپاره له کورنیو اړتیاوو سره سمون خوري. اوس د چین د مالونو تجارتي واردات د وبا له اغیزې څخه وتلي او اندازه یې د تېر کال له همدې مودې سره برابره ده. په ټوله کې د چین د اقتصاد انکشافي او ارام حالات او وړاندوینه نه دي بدل شوي.

چین به په نویو انکشافي حالاتو کې د نورو هېوادونو لپاره لوی بازار برابر کړي. د چین د هر کس پر سر کورنی تولیدي ارزښت له لس زرو امريکايي ډالرو څخه اوښتی، د منځنيو عایدات لرونکو کسانو شمېر يې ۴ سوو ميلیونو تنو ته رسیدلی دی او ډېر نړیوال سازمانونه اټکل کوي، چې سږ کال به د چین د اجناسو پرچون بازاري اندازه شپږ زرو ميلیاردو امريکايي ډالرو ته ورسیږي. اوس د چین د مالونو وارداتي اندازه د تېر کال د همدې مودې پیمانې ته رسېدلې ده. چینایان د خپل ژوند د لا ښه والي لپاره د نړۍ د ګوټ ګوټ باکیفیته تولیداتو، تخنیکونو او خدمتونو ته لازیاتې اړتیاوې لري او چين د باکیفیته توليداتو لپاره یو خورا لوی بازار بلل کیږي.

چین به په نویو انکشافي حالاتو کې له نورو هېوادونو سره فرصتونه شریک کړي. ورخلاصون د چین عمده نه بدلیدونکې حکومتي تګلاره ده.  بهر ته د چین ورخلاصون په شا شوی نه دی، بلکې د لا پراخوالي لپاره یې ځینې تدبیرونه نیولي دي. د بېلګې په ډول، په دغه برخه کې يې د بهرنیو پانګونو قانون او عملي قاعدې نافذې شوې دي، د بهرنیو پانګونو د داخلېدو منفي لېست يې نور هم کم شوی او په پولي بازار کې د داخلېدو پروسې يې هڅولې دي.  چین به د پرانیستي اقتصاد سویه لوړه کړي، بازاري، قانوني او نړیوال سوداګریز چاپیریال به جوړ کړي او د سوداګرو لپاره به لازیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

مونږ پر څو اړخیزم ټینګار کوو او د نړۍ سوله او ارامتیا ساتو

رییس شي جین پينګ په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې تاریخي تجربو ته په کتو پر څو اړخیزم ټینګار کول او مساوات او عدالت د شخړو او جګړو مخه نيسي. یو اړخیزم او زورواکي هميشه د شخړو او جنجالونو د سختوالي سبب ګرځيدلي دي. بېلابېل هېوادونه باید د همکاریو بیرغ اوچت کړي، د څو اړخیزم او ګډې مشورې، ابادۍ او شریکو ګټو پر اصولو بايد ټینګار وکړي او له کرونا وبا وروسته دې د نړۍ ارام پرمختګ وهڅوي.

لومړی؛ مونږ ټول باید د تجارت نړیوال سازمان په مرکزیت له څو اړخیز میکانیزم څخه ملاتړ وکړو، ازاد او پرانیستی تجارت او پانګونې او د ورخلاصون، ټولشموله، پراخو ګټو، برابرۍ او ګډو ګټو پر لوري د اقتصاد د نړیوال کېدو پرمختګ بايد وهڅوو.

دویم؛ مونږ باید نړیوال عدالت او مساوات وساتو، د څو اړخیزم بیرغ بايد اوچت ونيسو، د ملګرو ملتونو منشور نیت او اصول او د دې سازمان په مرکزیت بايد نړیوال سیستم او د نړیوالو قوانینو پر بنسټ نړیوال نظام بايد ټينګ وساتو. موږ باید د مشورو او مذاکراتو له لارې خپلمنځي توپیرونه حل کړو او د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې، یو اړخیزو بندیزونو او لاس غځونې سره کلک مخالفت وکړو او د پرمختګ سوله ییز او ارام چاپیریال بايد په ګډه اباد کړو.

درېیم؛ مونږ باید د نړیوال او سیمه ییز متقابل پیوستون پر پرمختګ ټینګار وکړو. متقابل پیوستون د سیمې د اقتصادي ګټو د یو ځای کېدو مهم بنسټ دی او د نړۍ د ګډ پرمختګ اړین شرط هم دی او د وبا په درشل کې یې ارزښت نور هم را برسېره شوی دی. چین غواړي چې له بېلابېلو خواوو سره یو ځای یو کمربند او یوه لاره اباده او د سیمې د متقابل پیوستون لپاره پراخ ډګر چمتو کړي او د نړۍ اقتصادي پرمختګ ته پیاوړی قوت ورکړي.

مونږ باید خپل ګډ کور (نړۍ) وساتو او د بشر او طبیعت تر منځ همغږي بايد پیاوړې کړو

رییس شي جین پینګ خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې د نړۍ تودوخې لوړتیا د کرونا وبا له امله نه ده ځنډول شوې او له اقلیمي بدلون سره مقابله بايد یوه شېبه هم پرې نږدو. چین غواړي له نورو هېوادونو سره یو ځای د چاپیریال ساتلو په برخه کې د شته ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي، پاکه او ښایسته نړۍ جوړه کړي او زموږ د ټولو شریکه دغه شنه کره وساتي.

لومړی؛ مونږ بايد له اقلیمي بدلون سره مقابله پیاوړې کړو. په دې برخه کې بايد ((د پاریس تړون)) پلی کړو. بېلابېلې خواوې ګډ مسوولیتونه لري، خو د هرې خوا مسوولیتونه بېل بېل دي او ځينې هيوادونه باید له پرمختیایي هېوادونو سره لا زیاتې مرستې وکړي. رییس شي جین پینګ څه موده مخکې اعلان وکړ، چې چین به خپل خدمتونه پیاوړي کړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به د کاربن ډای اکسایډ د ایستلو اندازه تر ټولو لوړې څپې ته ورسوي او پس له هغې به یې مخ په ځوړ کړي او تر ۲۰۶۰ کال پورې به کاربن نیټریل (carbonneutral) پوره کړي. چین به پر خپله ژمنه ولاړ وي او ټینګ تدبیرونه به ونیسي.

دویم؛ مونږ باید پاکه انرژي وساتو او لا یې ډېره کړو. چین د پاکې انرژۍ په برخه کې د نړۍ تر ټولو لوی سیستم لري او د نوې انرژۍ د موټرونو د تولید او خرڅلاو ارقامو یې له ۵ کلونو راهیسې په نړۍ کې لومړی مقام نیولی دی.  چین به د خپل څوارلسم پنځه کلن پلان او د ۲۰۳۵ کال لپاره د اوږدمهاله موخو وړاندیز سره سم له انرژي څخه پاکه او اغېزمنه استفاده پیاوړې کړي، د پاکې انرژۍ صنایع به پرمخ بوځي او د اقتصاد او ټولنې شین پرمختګ به وهڅوي.

درېیم؛ مونږ بايد طبیعت ته په درناوي، ایکولوژيکي سیستم اباد کړو. چین غواړي چې د وحشي ژويو غیرقانوني تجارت بیخي بند کړي او د وحشي ژویو او نباتاتو د ساتلو په برخه کې به د نظر تبادلې او همکارۍ پیاوړې کړي. ټاکل شوې چې د راتلونکي کال په مې کې به د بیولوژیکي تنوع پروتوکل د بنسټګرانو ۱۵مه غونډه د چین په کون مینګ کې تر سره شي او هیله ده چې په دغه غونډه کې د بیولوژیکي تنوع د ساتلو لپاره دندې وټاکل شي او اړوند ګامونه به پورته شي.

چین تر ټولو لوی پرمختيايي هیواد دی او چین او افغانستان دواړه د نړیوال څو اړخيز میکانیزم مهم برخه اخیستونکي او مستقیم ګټه اخیستونکي دي. رییس شي جین پینګ همیشه په نړیوالو څو اړخیزو ډګرونو کې د مخ پر ودې هیوادونو ګټو ته پاملرنه کړې او په خپلو ویناوو کې یې د پرمختیایي هېوادونو ګټې په نظر کې نیولې دي. نوموړي ويلي چې چين به له کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې  له پرمختیایي هېوادونو سره مرستې وکړي، له کرونا وبا وروسته باید د پرمختیایي هېوادونو ستونزو ته پاملرنه او ورڅخه ملاتړ وشي، د پرمختیایي هېوادونو حقونه او فضا بايد وساتل شي او د مخ پر ودې هیوادونو نمایندګۍ او غږ ته بايد وده ورکړل شي.

د چین په هڅو، د بریکس هېوادونو د مشرانو د ۱۲م ملاقات د مسکو په اعلامیه کې په افغانستان کې د دایمي سولې غوښتنه وشوه او د یو ثابت، ټولشموله، سوله ییز، خپلواک او سمسور هېواد د ابادولو په اړه له افغانانو څخه يو ځل بیا ټینګ ملاتړ وشو. د دې تر څنګ، د بین الافغاني مذاکراتو هرکلی وشو او د افغانانو په لارښوونې او حاکمیت يې د افغانستان له سوله ییز بهیر څخه کلک ملاتړ وکړ.  د رییس شي جین پینګ مهم نظرونه او غوښتنې به افغانانو ته ګټې ورسوي.

 د افغانستان سوله ییزه لار لا هم سخته او تاوجنه ده او د کرونا وبا تر اغېز لاندې د افغانانو ټولنیز ژوند او اقتصادي پرمختګ هم له ننګونو سره مخامخ شوی دی. د نړۍ د تېرو سلو کلونو حالاتو ته په کتو او د اوسني ستر بدلون او وبا په حال کې به چین او افغانستان یو له بل سره مرستې وکړي، په نوې موده کې به په بېلابېلو ساحو کې واقعي همکارۍ وکړي، د څو اړخیزم لویه پروژه به په ګډه اباده کړي، د ټولیز پرمختګ لوی کاروبار به پرمخ بوځي او د بشر د سوله ییز پرمختګ لوی امید به پوره کړي.

Share5Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

هند؛ پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه غندلي دي

مارچ 15, 2026

بلخ؛ له نږدې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې

مارچ 15, 2026

شمالي کوریا؛ د توغندیو په ازموینه امریکا او سویلي کوریا ته خبرداری ورکړ

مارچ 15, 2026

پاکستان؛ د امریکا سفارت د امنیتي اندېښنو له امله د کارکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول

مارچ 15, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In