په دې وروستيو ورځو کې په انټرنيټ کې يوه ويډيو او څو عکسونه خپاره شوي چې په افغانستان کې مېشتو استراليايي عسکرو د دغه هېواد ملکي وګړي شکنجه کړي او وژلي دي. په عصري زمانه کې د استراليا پوځ لا ډېر وحشي او غير انساني کړنې تر سره کړې او حتې پر بې ګناه ملکي وګړو يې ډزې کړې. د حيرانتيا وړ خبره دا ده چې د استراليا د دفاع وزارت هم دغه خبرونه تاييد کړي او پخلی يې کړی چې د استراليا پوځ د دوو څوارلس کلنو هلکانو ستونې پرې کړي او جسدونه يې په کڅوړو کې اچولي او سيند ته يې غورځولي دي. په دې وخت کې د استراليا دغه عسکر د بې ګناه افغانانو د وژلو په هکله خوشحاله و او ويلي يې دي چې د روزنې کار يې تر سره کړ. دې کار په نړيواله کچه د سولې مينه والو او ملکي وګړو قهر او غوسې سبب شوی او د استراليايي عسکرو دغه جنايتونه د نړيوالې ټولنې له خوا غندل شوي.
په دې وخت کې د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان په خپله ټويټر پاڼه کې د استراليا د دغو عسکرو د جنايت په غبرګون کې يو کارتوني انځور په خپرولو سره د دغه جنايت د غندنې اواز پورته کړ. خو د اسټراليا صدراعظم سګوټ موريسن پر چين غږ وکړ چې له استراليا څخه بښنه وغواړي.
د استراليا (ABC) نشراتي شرکت يو خبر خپور کړ چې له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د استراليا ځانګړي پوځ په افغانستان کې د بنديانو، بزګرانو او نورو ملکي وګړو د وژلو په ۲۳ پيښو کې ګډون کړی او د دغه هېواد ۳۹ ملکي وګړي يې د ستونې په پرې کولو او نورو وحشي او ظالمانه ډولونو سره وژلي دي. د يادونې وړ ده چې دغه عسکر د افغانستان د ملکي وګړو د وژلو په ترڅ کې ټول په سختو جنګونو کې نه و، له ذهني پلوه روغ او سالم و، د نيشې په حال کې هم نه و او د جګړې پر نړيوالو اصولو هم پوهېدل. په دې هکله ښايي چې نه يوازې د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان، بلکې په نړۍ کې د سولې ټول مينه وال ډېر خپه او قهر شوي. يو کارتوني انځور د حقيقتونو له مخې جوړ شوی، خو ولې يې د استراليا حکومت نه شی زغملی؟ د دغو پيښو په هکله د افغانستان خلک تر ټولو ډېر د اوازونو پورته کولو حق لري، دوی څنګه فکر کوي؟
د افغانستان د کندهار د خبريالانو د مرکز رئيس احمد لودين په دې اړه خپل نظر څرګند کړی او ويلي يې دي چې استراليا غوښتي دي چې چين بايد په دې اړه بښنه وغواړي، زه د دوی دا نظر او غوښتنه بې ځايه بولم. د دې پر ځای چې دوی له چين څخه د يو عادي ټويټر له امله د بښنې کولو غوښتنه کړې، استراليا بايد په افغانستان کې د تر سره شوو جنايتونو په اړه چې پلټنه شوې ده او تحقيق شوي دي، د هغه په اړه بايد له افغانانو څخه بښنه وغواړي. ځکه چې دوی نه بښونکی جنايت تر سره کړی دی. په افغانستان کې د څلويښتو کلونو راهيسې جګړې روانې دي، او دلته افغانان سخت ځپل شوي دي. د استراليا عسکر چې وايي له افغانانو سره مرسته کوي او دلته راځي او د افغانانو ژوند خوندي کوي، خو دوی دلته عام افغانان وژلي دي شهيدان کړي. دا په دې معنا ده چې دوی د افغانانو د ژوند د ساتنې په اړه نه و راغلي او دوی دلته د افغانانو څخه د ژوند اخيستلو لپاره راغلي و، په دې برخه کې د استراليا هغه ژمنه چې له افغانانو سره يا د افغانستان سره دوستي لري، دروغ ثابته شوه او دوی دښمنې تر سره کړې ده. زه د نړيوالې ټولنې او د م م څخه په دې اړه غوښتنه کوم چې دوی بايد پر استراليا باندې فشار راوړي او په دې اړه له دوی څخه وضاحت وغواړي چې دوی ولی په افغانستان کې دغه نه بښوونکي جنايت تر سره کړي.
د افغانستان د زما راډيو عمومي مدير او مشهور خبريال عمر په دې اړه ډېر قهر و او ويې ويل په افغانستان کي د اسټراليايي ځواکونو لخوا پر ملکيانو شوي ظلمونه په سختو ټکو غندم. دغو ځواکونو د افغانستان په روزګان ولایت کي زموږ ګڼ شمېر بېګناه هېوادوال، چي ماشومان هم پکښي وو، وژلي، شکنجه کړي او یاهم په سپیانو داړلي دي. دغه ډول کړني ښيي، چي اسټراليا د بشري حقونو يو نقص کوونکی هيواد دی. زه له نړيوالو بشري بنسټونو څخه غواړم، چې په دې برخه کي د بېوزله افغانانو ږغ واوري. د اسټراليا د دغه جنايت په وړاندي وروستیو کي موږ د چين له دريځ څخه هم ملاتړ کوو، چي د يوې افغان ماشومې داسې عکس يې خپور کړ، چي پکښي يو اسټراليايي سرتيری د ماشومې نجلۍ پر غاړې پر وینو سره چاړه تېروي. چين همېش له افغانانو سره د ښه نيت له مخي خواخوږي کړې ده.
د استراليا حکومت او په افغانستان کې د دغه هېواد ميشت ځواکونه په دې وخت کې بايد څه وکړي؟ ښايي چې ټول هوښيار کسان او د سولې مينه وال ځوابونه لري. خو دغه هېواد چې ځان د بشري حقوقو ساتونکي ګڼي، په دې وخت کې د چا بشري حقوق ته پاملرنه کوي؟