د «اتاکاما» دښته د نړۍ وچه صحرایي سیمه ده. د ۲۰۱۰ کال د اګېست میاشتې پنځمه وه چې د نړۍ د ډېرو سیمو او هېوادونو خلک له دې وچې دښتې سره اشنا شول. کېدای شي تاسو هم هغه پنجشنبه په یاد ولرئ چې د «کوپایپوی شیلي» سیمې په ۲۸ مایله واټن کې د مسو او سرو زرو په ۱۲۱ کلن کان کې یوه لویه پېښه رامنځ ته شوه.
هغه کسان چې د کان د راښویېدو په پېښه کې تر خاورو لاندې خښ شوي وو، د «۳۳ ورک شويو کسانو» په نوم مشهور شول. هغوی شاوخوا ۲۳۰۰ قدمه تر ځمکه لاندې او د کان له خولې د دریو مایلو په واټن کې غرق شوي وو او د کان دننه کیندل شویو تونلونو په منځ کې بند پاتې وو. دغه ۳۳ کسان چې ځینې یې کان کېندونکي او ځینې نور یې په اړوند برخه کې مرستندویه فني پرسونل وو، د نورو ټولو ستونزو سربېره د خوړو د نشتوالي او زیات لنده بل له امله تر فشار لاندې وو. تر ځمکې لاندې په ۷۰۰ مترۍ کې یې شاوخوا ۶۷ ورځې تېرې کړې چې بالاخره وژغورل شول.
د دې ډلې مشر «لویېس اورزا» چې د خپلې ډلې د ژغورلو او د ځمکې مخ ته د رسېدلو لپاره یې اوږد انتظار ایستلی و، په موسکا سره وایي: «زموږ په ژوند کې یو ژور بدلون رامنځ ته شو.» لویېس د هغه غوره مدیریت له کبله چې تر ځمکه لاندې یې د اسارت په ورځو کې کړی و، تقدیر او وستایل شو. هغه له بندو کسانو سره مرسته کړې وه چې خپله ارامتیا وساتي، په سړه سینه هر څه وزغمي او د دې پر ځای چې پر خواشینۍ او د مرګ پر وېره فکر وکړي، د ژغورلو پر لاره او د ژوند پر دوام تمرکز وکړي.»
دا ډېره طبیعي او په اسانۍ سره د پوهېدو وړ ده چې لویېس به هم په دغو شرایطو کې د هر بل کس په څېر وېرېدلی وي. موږ ټول په داسې یو حالت کې له مرګه وېرېږو؛ خو توپیر په دې کې دی چې هغه خپله وېره نه وه څرګنده کړې! هغه د وېرې پر ځای خپله ډله په یوه امن ساحه کې را ټوله کړې وه، هغوی یې پر وېره برلاسي کېدو ته هڅولي وو او د دې مودې په اوږدو کې یې د ژوند د دوام لپاره د لاسرسي وړ سرچینې په پام وړ توګه ارزولې او رهبري کړې وې.
له پېښې وروسته لویېس خپل درې کسه کار کوونکي د تونل د حالاتو د څېړلو لپاره لېږلي وو. څرګنده شوه چې د یادې مودې په لړ کې هغه د ژغورنې د عملیاتو لپاره جزئي نقشې جوړې کړې وې، د ژغورنې د عملیاتو لپاره یې د ځمکې لاندې ټول اړخونه په ښه توګه مدیریت کړي وو او د ټلیفوني کنفرانسونو له لارې یې له کانه د باندې له ژغورونکي ټیم سره خپلې اړیکې ټینګې ساتلې وې.
هغه په سړه سینه د ټولو بند پاتې شویو کسانو د ژغورنې لپاره یوه غوره تګلاره وکاروله. هغه خپلو ځواکونو ته د دې وړتیا ورکړې وه چې وکولای شي له کنټروله وتلي شرایط تر خپل واک او کنټرول لاندې راولي.
ټول ۳۳ کسان وژغورل شول او د لویېس له مدیریت، مشرۍ او مرستې یې ستاینه او مننه وکړه. هغه وکولای شول خپله وېره پر هغه څه چې موږ یې «په سړه سینه پرېکړه کول» بولو، بدله کړي.
څنګه کولای شو د سړې سینې په لرلو او غوڅې پرېکړې ته په ځان کې وده ورکړو او ستونزې په سمه توګه مدیریت کړو؟
له ځان سره رښتیني اوسئ!
پرېږدئ چې ژمنه او لېوالتیا مو له وېرو پیاوړي وي. «لویېس اورزا» او «ران کلېن» د دوو بېلګو په توګه په یاد ولرئ. هغه ستونزې چې د هغوی په مخکې موجودې وې، ویې نشوای کولای چې د هغوی مخه ونیسي، ځکه هغه دواړه په دې پوهېدل چې زغم او صبر درلودل ارزښت لري. پر ستونزو د تمرکز کولو پر ځای د تل لپاره پر پایلو او لاسته راوړنو تمرکز او ټینګار وکړئ.
د نوښت او بېلې نظریې درلودلو د وېرې له امله هڅه مه کوئ چې ځان د خلکو په څېر وروسته پاتې پرېږدئ.
پوه شئ چې تاسو باید د یو مشر او رهبر په توګه پر وېره برلاسي شئ او مشري پر غاړه واخلئ. کله کله دغه کار د نظر اختلاف او د اوبو د جریان خلاف لامبو وهل دي. د خلکو په څېر وروسته پاتې کېدل یو اسانه کار دی، خو نوښت او بدلون ته د اړتیا درلودلو پر مهال همدا له خلکو سره همرنګه اوسېدل او وروسته پاتې والی خطرناک دی او بدې پایلې لري.
پر دې پوه شئ چې تاسو هر هغه څه په واک کې لرئ چې د مشرۍ او رهبرۍ لپاره ورته اړتیا لری.
مشري او رهبري یوازې د هغو ګوتو په شمېر کسانو لپاره نه ده چې د دې کار لپاره ذاتي ځانګړتیاوې لري. رهبري یو کسبي کار دی. مانا یې دا ده چې موږ ټول کولای شو غوره او لوی رهبران شو. بله مانا یې دا ده چې زده کړو، چې څه ډول کولای شو په پوره رښتینولۍ او مېړانې له ستونزو سره مخ شو. یوازې په همدې سره کولای شو خپلو هیلو او موخو ته د رسېدو لپاره د اړتیا وړ تګلارې ووینو او لاسته یې راوړو.