یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د چين او افغانستان د ګډ برخليک ټولنه روښانه راتلونکې لري

لیکوال: شي مونګ/ ژباړه: سپوږمۍ

دسمبر 10, 2020
in لیکنې
0 0

د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۲۹مه نېټه، د چين د کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې مرکزي کمېسيون په ۵مه عمومي غونډه کې د دغه هېواد د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ ۱۴م پنځه کلن پلان او تر ۲۰۳۵ کال پورې د ليرې موخې په اړه د دغه ګوند وړانديز تصويب شو.

 دغه وړانديز چې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د عمومي منشي شي جين پينګ په مشرۍ، د ټولو ګوندي غړو او د هېواد د بېلابېلو ټولنو په راټولېدو سره ټاکل شوی دی، د ۱.۴ ميليارډو چينايانو په لارښوونې سره به د عصري سوسياليستي هېواد د پوره ابادۍ نوی بهير پرانيزي. دغه راز د چين او افغانستان ترمنځ هر اړخيزو همکاريو ته به ستر خوځنده ځواک هم برابر کړي. ځکه چين او افغانستان نه يوازې نږدې او ښه ګاونډيان دي، بلکې ګډ برخليک هم لري.

د چين، افغانستان او د منځنۍ اسيا ۵ هېوادونو مرستيال خارجه وزيرانو د ډسمبر په ۹مه نېټه د سوداګرۍ او متقابل پيوستون په اړه ويډيويي غونډه ترسره  کړه. د دغې غونډې مشري، د چين د خارجه وزارت مرستيال لوه جاو هوی کوله، نوموړي دغې غونډې ته په وينا کې وويل، چې چين او افغانستان د کرونا وبا ضد مبارزې، اقتصاد، سوداګرۍ، متقابل پيوستون او ترهګرۍ ضد مبارزې په شمول زيات برخو کې د همکارۍ ستره فضا او روښانه راتلونکې لري.

د کرونا وبا پر وړاندې د دواړو هېوادونو همکارۍ:

 کرونا وبا چې د ۲۰۲۰ کال له پيل نه راپه دې خوا په ټوله نړۍ کې خپره شوې، د چين او افغانستان په شمول د نړۍ مختلفو هېوادونو ته يې ستر زيانونه رسولي دي. افغان حکومت او افغانانو د کرونا وبا ضد د چيني مبارزې په ستونزمن وخت کې سمدستي له چينايانو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.  زياتو افغانانو چې پخوا يې په چين کې زده کړې يا کارونه کول،  په زياتو ځايونو کې د ماسکونو په شمول ګڼ شمېر لازم طبي توکي په پيسو واخيستل او په کابل کې يې د چين سفارت ته وسپارل. ځينو يې په بېلا بېلو لارو چارو د چينايانو هڅونه کوله.

د دوی له دغې رويې بې شمېره چينايان متاثره شول. يو چيني متل دی، وايي، ښه ملګری په بده ورځ معلومېږي. نو افغانان او چينايان دوستان دي او ترمنځ يې صميمانه احساسات موجود دي. کله چې په افغانستان کې کرونا وبا په خپرېدو وه، چين د زياتو ستونزو په ليرې کولو سره له افغانستان سره د يادې وبا ضد د څه باندې ۲۰ ټنه وقایوي توکو مرسته وکړه او دغه توکي یې په ۶ جوپو کې کابل ته ولیږدول.  ويروس سرحدات نه پيژني او ټولو هيوادونو ته خپریږي، چين او افغانستان د روغتيايي چارو په برخه کې يو له بل سره مرستې وکړې، نو له دې مالوميږي، چې دواړه هيوادونه ګډ برخليک لري. چين به خپله کړې ژمنه پوره کړي او د کوویډـ۱۹ ضد واکسين به تر څېړنې او بشپړونې وروسته د عامه محصولاتو په توګه توليد کړي او نړۍ ته به یې وړاندې کړي، خو د افغانستان په ګډون مخ پر ودې هېوادونو ته به لومړيتوب ورکړي.

د اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې د چين او افغانستان ترمنځ همکارۍ:

چين په ۲۰۲۰ کال کې د ډول ډول ستونزو په ليرې کولو سره د بې وزلۍ د پوره له منځه وړلو په برخه کې ټاکلې موخه پوره کړه. سږ کال د چين اقتصادي حجم ښايي له يو لک ميليارډو يوانو څخه واوړي او د هر تن پر سر د کورني توليد ارزښت(GDP) يې ممکن ۱۰ زرو امريکايي ډالرو ته ورسېږي. دغه راز چين په نړۍ کې تر ټولو ستر منځنی عايد لرونکی نفوس او قوي کورنی بازار لري. چين غواړي چې د افغانستان په شمول له ډېرو مخ پر ودې هېوادونو سره خپلې پرمختيايي ګټې شريکې کړي او د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ ورسره وکړي.

 چين او افغانستان د اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې يو د بل کموالی او اړتياوې پوره کولای شي. چينايان د جلغوزيو، زعفرانو، تازه او وچو مېوو په څېر د افغانستان ځانګړي کرنيز او مالداريز توکي ډېر خوښوي. له تېرو دوو کلونو راهيسې نژدې د ۳۴ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت افغان جلغوزي چين ته وارد شوي دي. اوس مهال زيات شمېر افغان سوداګر د چين د بېجينګ، شانګهای، ګوانګجو او يي وو په شمول زياتو ځايونو کې په خپلو چارو بوخت دي. برسېره پر دې، د کابل ښار په مرکزي سيمه کې د چيني توکو لويه وداني اوس د دغه ښار يو نمونوي ځای ګرځېدلی دی. نو ویلي شو، چې چين او افغانستان د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې ګډ برخليک لري. دواړه خواوې به د چين د ۱۴م پنځه کلن پلان په موده کې خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزې راکړې ورکړې لا نورې هم زياتې کړي.

د متقابل پيوستون په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ:

افغانستان د ورېښمو لرغونې لارې په اوږدو کې مهم تمځای او د دې لارې مهمه څلور لارې وه. د چين او افغانستان د يو کمربند او يوې لارې ګډه ابادي به دوه اړخيزو اړيکو ته نوی خوځنده ځواک برابر کړي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له تېرو څو کلونو راهيسې څو ځله له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وليدل او بیا بیا یې ویلي، چې چين غواړي له افغانستان سره د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې خپلمنځي هراړخيزې همکارۍ په پر له پسې ډول ژورې کړي، د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې خپلمنځي همکاريزې پروژې ورسره پرمخ بوځي او د متقابلو ګټو پر بنسټ د دواړو هېوادونو د تصديو ترمنځ له شته فرصتونو او همکاريو څخه ملاتړ کوي. دغه راز چين افغانستان ته د چين او پاکستان له اقتصادي دهليز څخه د لارې ورغځولو څخه ملاتړ کوي، د اوسپنيزو لارو، سړکونو، الوتنو او پايپلينونو په شمول د بنسټيزو تاسيساتو په برخه کې له افغانستان سره د وصل نيت لري او غواړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پيوستون ته اسانتياوې برابرې کړي. افغانستان اوس د يو کمربند او يوې لارې له ابادۍ څخه ځينې ګټې تر لاسه کړې او په راتلونکې کې به لا زياتې ګټې ترې واخلي.

د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د دواړو هېوادونو همکارۍ:

افغانستان او چين دواړه ترهګرې ځپلې هيوادونه دي. چين هيله لري چې له نړيوالې ټولنې سره په ګډو هڅو د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په شمول ټولو ترهګرو ته ضربه ورکړي او په دې برخه کې نړيوالې لاسته راوړنې په ګډه وساتي.

رئيس شي جين پينګ په دې اړه ويلي، چې د افغانستان حالات د سيمې پر امنيت او ثبات پورې تړاو لري، نو موږ بايد د شانګهای همکارۍ سازمان تر چوکاټ لاندې د افغانستان له ارطباتي ګروپ څخه په ګټې اخيستنې سره د سولې او بيا رغونې د تر سره کېدو په موخه له دغه هېواد سره مرستې وکړو. چين د افغانانو په لارښوونې او حاکميت د سولې له بهير څخه ټينګ ملاتړ کوي، په بين الافغاني مذاکراتو کې د پرمختګ هرکلی کوي او  په افغانستان کې د امن او ثبات په راتلو به ډېر خوښ شي. چين او افغانستان د امنيت په برخه کې ګډ برخليک لري. دواړه خواوې بايد د شانګهای همکارۍ سازمان په ګډون د سيمه ييزې او نړيوالې همکارۍ په چوکاټ کې خپلمنځي امنيتي همکارۍ پياوړې کړي او د ترهګرۍ،  تندلارۍ او بیلتون غوښتونکو پر ضد بايد ګډه مبارزه وکړي.

۲۰۲۱ کال به د چين د ۱۴م پنځه کلن پلان لومړی کال وي. په چين کې له ۱۹۵۳ کال څخه تر اوسه پورې ۱۴ پنځه کلن پلانونه بشپړ شوي، چې له دې لارې په دغه هيواد کې د ليدو وړ ستر بدلونونه راغلي دي.

د نړۍ له پيشرفت پرته چين پرمختګ نه شي کولی، د نړۍ انکشاف هم چين ته په کار دی. چين او افغانستان کولای شي، چې د کمبودۍ او تشو ډکولو لپاره یو له بل سره سرچينې شریکې کړي، د بااستعدادو کسانو په تګ راتګ، يو له بل سره د فرصتونو په شريکولو او په ګډه د قواعدو جوړونې سره خپلو خلکو ته يوه لا روښانه اينده برابره کړي. ځکه!  چين او افغانستان ګډ برخليک لري.

Share15Tweet9Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In