د ډسمبر ۱۰مه نېټه د بشري حقونو له نړيوالې ورځې سره برابره ده، ملګرو ملتونو په ۱۹۴۸م کال کې د یوې اعلاميې په خپرولو سره، ياده نېټه د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په نوم ونوموله.
سږ کال په ګرده نړۍ کې بشري حقونه له ډېرو ننګونو سره مخ دي.
کوويډ-۱۹ په ګردې نړۍ کې ډېر چټک خپور شو او د خلکو ژوند او روغتيا ته يې سخت ګواښونه پېښ کړي دي، په ورته وخت کې د نړۍ په ځينو سيمو کې شخړو او زورزياتو هم زور اخيستی او ډېری خلک يې ځپلي دي.
په داسې حال کې چې د نړيوالو پر وړاندې ډېرې ستونزې موجودې دي، چين تل د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې پر جوړولو ټينګار کړی او د بشري حقونو ساتلو لپاره يې ډېر کوښښونه او هڅې کړې دي.
د خلکو ژوند او حقونو ساتنه د بشري حقونو بنسټ دی. که خلکو ته درناوی ونشي او ژوند یې ونه ژغورل شي، نو نور حقونه به یې څنګه وساتل شي؟ د کوويډ-۱۹ ضد مبارزه کې چين په وخت نړيوالو ته څرګند پيغام ورکړ او په خپل هېواد کې يې د دغه ويروس د وقايې او کنټرول لپاره يو لړ اغېزمن تدبيرونه نيولي دي. کله چې د چين حکومت د هېواد دننه ياد ويروس ښه کنترول کړ، نو بیا یې له نورو هېوادونو سره ډېرې مرستې او همکارۍ وکړې. د يوې شمېرنې له مخې، د روان کال د اکتوبر تر شلمې نېټې پورې، چين ۱۵۰ هېوادونو او ۷ نړيوالو سازمانونو سره وقايوي مرستې کړي او نورو هېوادونو ته يې ۱۷۹ ميليارډه ماسکونه، 1.73 ميليارډه وقايوي جامې او 543 ميليونه کيټونه صادر کړي دي.
اوس په چين کې خلک په ارامه توګه ژوند او کار کوي، اقتصادي چارې يې هم د عادي کېدو په حال کې دي، دا د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې يوه څرګنده نښه ده. په عين وخت کې چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې پر نظريې ټينګار کړی او د نړۍ په ځينو سيمو کې د زورزياتي او شخړو له امله ځپل شويو خلکو ته يې ډېره پاملرنه کړې او جدي غوښتنه يې کړې، چې د شخړو ښکېلې خواوې بايد د خبرو اترو په وسيله اړوندې مسئلې حل کړي. خو ځينو لوېديځو هېوادونو تل د بشري حقونو په پلمه پر چين تورونه لګولي او د بدنامولو هڅه يې کړې، د دوی موخه د چين د ګړندي پرمختګ مخنیوی دی، خو د خپلو هېوادونو په داخل کې يې د بشري حقونو حالات څنګه دي؟
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندويانو څو ځلې ويلي، هغه هېوادونه چې له چين سره مقابله خپله سياسي موخه ګڼي، بايد لومړی د خپلو هېوادونو دننه اصلي ستونزې حل کړي، هر چيرې چې خلک نيکمرغه ژوند کوي، هلته بشري حقونه ښه ساتل شوي وي.
په نړۍ کې اوسمهال د کوويد-۱۹ ضد د واکسين څېړنه او جوړونه بېړنۍ کار دی. چين په دې برخه کې تر وسې پورې کوښښونه کړي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څه موده وړاندې د شلو صنعتي هيوادونو(G20) په سرمشريزه غونډه کې وويل، چين به خپله ژمنه پوره کړي، له نورو پرمختيايي هېوادونو سره به مرستې وکړي او دغه واکسين به عامه توليد وګرځوي. په دې وروستيو ورځو کې د اندونيزيا، ترکيې، برازيل او مکسيکو په شمول ځينو هېوادونو د چين لخوا توليد واکسين د اخيستلو سپارښتنه کړې او عمومي شمېر يې له پنځوس ميليونو څخه زيات دی. د امريکا د فارتون مجلې د يوې مقالې په خپرولو سره ويلي، چې د چين واکسين ښايي په ګرده نړۍ کې د واکسين د عرضې کمښت پوره کړي. د چين په دغو کوښښونو سره به په نړۍ کې ډېر زيات کسان د کوويډ-۱۹ له ګواښ څخه وژغورل شي. يو لړ واقعيتونه دا ښيي، چې چين د بشري حقونو ساتونکی او قوي هڅونکی يې دی.