نړۍ د ګلوبلایزېشن یا نړیوال کېدلو پر لور روانه ده. دا د دې لامل شوی چې د ځمکې کره زموږ په ورغوي کې راټوله شي. وخت ډېر په چټکۍ روان دی او موږ انسانان د هر وخت په پرتله نن ډېر سره نږدې شوي یو. دا نږدېوالی د دې لامل شوی چې په ورځني ژوند کې وخت ته ځانګړی ارزښت ولرو او په هر ممکنه حالت کې له هغه پوره کټه پورته کړو. همدا علت دی چې (د وخت مدیریت)Mastar of time کلمه راته تر بل هرڅه مهمه برېښي. حتا په نننۍ نړۍ کې هغه انسانان موفق دي، چې په ښه توګه کولی شي خپل وخت مدیریت کړي. د وخت له مدیریت څخه بېلابېل مفاهیم اخیستل کېږي. ځینې وایي: هرکار پر خپل مناسب وخت تر سره کول د وخت مدیریت دی. په بل مفهوم کې بیا وایي: د دې موضوع درک چې څه په څه وخت کې وکړو او د دې ارزونه د وخت مدیریت دی. همدا شان هغه کسان چې د وخت په اندازه کولو کې له ثانیې څخه ګټه پورته کوي، د وخت ښه مدیران دي.
په همدې ډول د هدف ټاکل او د دې ظرفیت لرل چې په څه ډول ځان په معینه موده کې هغې ته وروسوو، د وخت مدیریت دی. حتا په عمومي ډول ویلی شو چې له وخت څخه مناسبه استفاده د وخت مدیریت دی. په عمومي ډول دا هغه برداشتونه دي چې د وخت له مدیریت څخه کیږي.
د وخت مدیریت او هدف
د وخت مدیریت او هدف ډېر نږدې مفاهیم دي چې له یو او بل سره اړیکه لري او له یو او بل څخه رنګ اخلي. نو پرته له هدف څخه د وخت مدیریت او پرته د وخت له مدیریت څخه هدف خپل واقعي ارزښت له لاسه ورکوي. که هدف نه وي، نو د وخت مدیریت به نه وي او که د وخت مدیریت نه وي، نو هدف به موثر نه وي. نو د دې لپاره چې د دې دواړو تر منځ انډول برابر وساتو، لومړی موږ باید په ورځني ژوند کې خپل اهداف مشخص کړو، بیا هغه هدف چې موږ ته لومړیتوب او ډېر ارزښت لري، تر نورو مخکې د هغه د لاسته راوړلو لپاره کار وکړو او وروسته د دې له ټاکل کېدو څخه په عملي بڼه د نورو هدفونو د لاسته راوړلو لپاره د وخت د فکټورونو په نظر کې نیولو سره کار ورته پیل کړو.
په دې برخه کې هغه فکټورونه چې هدف ته د رسېدو په برخه کې مو خنډ ګرځي، له منځه یوسو. د بېلګې په ډول، موږ یو هدف د ځان لپاره ټاکو، هغه دا چې غواړو یو کتاب مطالعه کړو. په اول کې دا ارزونه باید وکړو، چې دا کتاب څومره زموږ لپاره اړین دی؟ د دې کتاب د لوستلو لپاره ایا همدا وخت مناسب دی؟ د دې کتاب د لوستلو لپاره باید له کومو څیزونو څخه تېر شو؟ د دې کتاب د لوستلو لپاره څومره وخت ته اړتیا ده؟
کله مو چې دا ارزونه وکړه او دې پوښتنو ته مو ځواب وموند، بیا دویمه برخه په نظر کې نیسو، چې د وخت کوم فکټورونه د دې لامل کرځي، چې موږ ونشو کولی خپل هدف په مناسب وخت کې تر لاسه کړو. د بېلګې په ډول، د شپې یې په ښه ډول نه شو لوستلی، ځکه له ځينو خنډونو سره مخ کیږو، لکه ستړیا، د مېلمنو راتګ، غیر متقربه پېښې او داسې نور. یا د ورځې په جریان کې نشو کولی چې خپل هدف ته کار وکړو، پوهنتون، کار ته تلل او پورته یاد شوي فکټورونه. نو ګورو چې سهار وختي ښه وخت دی، اول د پورتنیو فکټورونو د موجودیت سلنه په کې ټیټه ده او دویم په څومره وخت کې چې غواړو خپل هدف تر لاسه کړو یانې کتاب مطالعه کړو، د هغه وخت دقیقه اندازه هم لګولی شو. درېیم خپل وخت په ښه توګه مدیریت کولی شو.
نو همدا وخت ورته مناسب دی او همدا ډول نظر هدف ته په کتو نور فکټورونه ورته وارزوو، څو خپل وخت په ښه توګه مدیریت کړو. خو موږ باید ځينې سرښیندنې په ځان ومنو، وختي باید ویده شو او وختي پاڅو، دومره وختي چې نور ویده وي او موږ د خپل هدف لپاره په کار پسې وتي وو.
دا یوازې یوه بېلګه وه، په همدې ډول نظر هدف ته په سلګونه بېلګې کولی شو وړاندې کړو، خو موږ د لیکنې حجم ته په کتو په همدې یوه بېلګه بسنه کوو.
د وخت د مدیریت لپاره ساده تمرینونه
د وخت مدیریت یو هنر دی، د هنر د لاسته راوړلو لپاره مشق او تمرین لومړی شرط دی او د هر هنر تر شا چې مسوولیت او شوق نه وي، د هنر د موجودیت د ظرفیت کچه به په انسان کې ټیته وي، ځکه چې مسوولیت او شوق ورسره ملګري نه دي. هیڅ هنر په یو ځلې لاسته نشو راوړی؛ بلکې په تدریجي ډول یې د مشق او تمرین په مرسته کسب کولی شو. نو د وخت د مدیریت لپاره هم ځینې تګلارې شته چې د هغه په مرسته یې کولی شو تر خپل کنټرول لاندې راوړو.
۱– د بوټو یا ګلانو روزنه او ساتنه
دا یوه ښه تګلاره ده، د دې لپاره چې وکولی شو لومړی د وخت د مدیریت مشق وکړو او مسوولیت منونکي شو. د بېلګې په ډول، کله چې موږ د خپلې خوښې یو ګل روزو، نو یو مسوولیت په غاړه اخلو او هغه مالوم دی چې موږ باید د دې ګل روزنه وکړو. موږ باید په خپل وخت د ګل پالنه وکړو، اوبه ورکړو، خاوره یې بدله کړو، مناسب ځای ورته پیدا کړو او په هکله یې معلومات را ټول کړو. دا فکټورونه د دې لامل ګرځي چې موږ باید هر څه په خپل وخت تر سره کړو او دا له موږ سره مرسته کولی شي چې څه په څه وخت کې وکړو او زموږ د وخت د مدیریت پر هنر په تدریجي ډول اغېزه کوي. له موږ څخه مسوولیت منونکی او فعال انسان جوړوي، چې هر څه پر خپل وخت تر سره کړو.
۲– د کورنيو څارویو روزنه
که فکر کوی چې تاسو ډېر غیر فعال انسان یاست او نشی کولی چې خپل وخت په ښه توګه مدیریت کړی، د دې لپاره چې په یو فعال انسان بدل شی او خپل وخت په ښه توګه مدیریت کړی، دا تر ټولو ښه تګلاره ده چې خپل د خوښې یو څاروي پالنه په غاړه واخلئ. د بېلګې په ډول، د پیشو، سپي، سوی او یا اس ساتنه. ستا سو څاروي روزنې ته اړتیا لري او پر وخت باید خواړه ورته چمتو کړی. دا تاسو اړ کوي چې هر څه پر خپل وخت تر سره کړی او د هغه په ښه ډول پالنه وکړی. په دې تګلاره به ستاسو د وخت د مدیریت هنر هم په غیر مستقیم ډول پرمختګ وکړي.
۳– ورزش کول
دا هم ښه انتخاب دی، د وخت د مدیریت د پیاوړتیا لپاره دا تر ټولو ښه انتخاب دی چې په اونۍ کې دوې یا درې او یا هم پنځې ورځې د ورزش لپاره د ورځې یو یا دوه ساعته وخت ځانګړی کړئ او په ښه ډول تر سره کولو باندې یې ځان مکلف وګرځوی. دا مهمه نه ده چې لږ ورزش کوی او که ډېر، خو مشخص وخت کې باید په دوامداره توګه هغه ته لاړ شئ.
۴– د کتاب لوستل
دا هم د ورزش د فکټور په څېر دی، چې ډېروالی او کم والی یې مهم نه دي چې څو مخه کتاب لولو، خو څه چې مهم دي هغه کوم وخت مو چې د دې کار لپاره ځانګړی کړی دی، د هغه دقیق مدیریت او پرله پسې په هماغه وخت همدا کتاب مطالعه کول دي.
۵– عبادت
دا هم ډېره موثره تګلاره ده. د بېلګې په ډول، د اسلام په دین کې په ورځ کې پنځه وخته د لمانځه لپاره ټاکل شوي دي. که یو مسلمان دا کړنه په خپل وخت ادا کړي، نو دی به د وخت یو ښه مدیر وي او خپل نور کارونه به هم په ښه توګه تر سره کړي.
په همدې ډول په لسګونه نورې طریقې شته چې د هغه په مرسته تاسو کولی شی د وخت د مدیریت مشق او تمرین وکړی او خپل ځان په یوه فعاله انسان بدل کړئ او د ژوند په ټولو چارو کې برلاسي واوسی. ځان خپل هدف ته په مناسب وخت کې نېږدې کړئ او په ورځني ژوند کې یو فعال او ځلانده انسان درنه جوړ شي.