د چين او افغانستان د مشرانو په ګډون، د ډېرو هېوادونو مشرانو د روانې مياشتې په ۱۲مه د اقليمي بدلون د لوړې ارزو په نړيواله سرمشريزه غونډه کې ګډون کړی و. داسې ښکاري چې دغه غونډه ډېر مهم ارزښت لري. عام خلک ښايي د اقليمي بدلون لويې موضوع ته ډېر متوجه نه وي، خو سږکال د کوويډ-۱۹ وبا د رامنځ ته کېدو له امله هر کس اړ شوی، چې له طبيعت سره د انسانانو اړيکو ته بيا کتنه وکړي. انسانان په يوه داسې ټولنه کې ژوند کوي، چې ټول ګډ برخليک لري، نو اقليمي بدلون هم پر تا، ما او هغه يانې پر هر کس اغېز کوي او حل يې زموږ ګډو هڅو ته اړتيا لري.
په نړۍ کې د اقليمي بدلون په اړه علمي څېړنې لاهم روانې دي، دغه څېړنې په يو اوږدمهال او پېچلي بهير کې تر سره کيږي. اقليمي بدلون په دريو برخو کې احساسيږي:
لومړی؛ په نړۍ کې د هوا تودخه لوړه شوې ده. دویم؛ د تېزابو باران اورېدلی. درېيم؛ د اوزون پوړ ويجاړ شوی دی.
په دغو دريو برخو کې د هوا تودوخې لوړتيا د انسانانو پر ژوند تر ټولو زياتې بدې اغېزې کړې دي. د بېلګې په توګه، د يخ کنګلونه ويلې شوي، سمندري سطحه لوړه شوې، ځينو سيمو کې وچکالي او ځينو کې سېلابونه رامنځ ته کيږي او د غلودانو حاصلات هم کم شوي دي. نږدې دوو سوو هيوادونو چې مخکې يې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون لاسليک کړی و، د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې د يادو ستونزو د حل په موخه په پاريس کې يوه غونډه تر سره کړه او يو نوی تړون يې پکې لاسليک کړ، چې اوس د پاريس تړون په نوم ياديږي. دغه تړون له کيوټو پروتوکول وروسته، د اقليمي بدلون دویمه قانوني بڼه لرونکی تړون دی او له ۲۰۲۰ کال وروسته له اقليمي بدلون سره د نړيوالې مقابلې لپاره لارښوونه پکې شوې ده. نړيوالې ټولنې د اقليمي بدلون مخنيوی يو بېړنی کار بللی او پر دې باور ده، چې دغه کار د بېلابېلو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا لري، نو ځکه يې له دغه تړون څخه ټينګ ملاتړ کړی دی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د روانې مياشتې په ۱۲مه د اقليمي بدلون په اړه د لوړې ارزو سرمشريزې غونډې ته په وينا کې وويل، د اقليمي بدلون له درکه افغانستان يو له اغېزمنو هېوادونو دی، پر دې سربېره، په دغه هېواد کې د جګړو له امله د ځنګلونو پرې کول هم بله هغه ستونزه ده، چې په افغانستان کې د وچکاليو، سېلابونو او نورو ناورينونو سبب ګرځېدلی شي. په تېرو نږدې ۲۰ کلونو کې د افغانستان پر انرژۍ او سرچينو هيڅ پانګونه نه ده شوې، په پلازمېنې کابل کې برېښنا ته د خلکو اړتيا لا هم نه ده پوره شوې، خو په حقيقت کې په افغانستان کې د پاکې انرژۍ د پرمختګ په برخه کې پراخ ظرفيت شته او ۳۰۰ زره ميګاواټه برېښنا د لمر، اوبو او باد څخه توليدېدلی شي، نوموړي هيله وښوده چې نړيواله ټولنه په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
چين د نړۍ تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد دی، خو د يوه مسوولانه منونکي هېواد په توګه د اقليمي بدلون او داسې نورو لویو نړيوالو موضوعاتو په برخه کې خپل مسووليت ته ژمن دی. د چين رهبر شي جين پينګ په ياده غونډه کې د اقليمي بدلون د مخنيوي په اړه د خپل هېواد وړانديزونه بيان کړل او ځینې اقدامات يې اعلان کړل. نوموړي په خپله وينا کې پر ګډې همکارۍ، مشترکو خو توپير لرونکو دندو او شين ژوند تاکيد وکړ او ويې ويل، چې چين د اقليمي بدلون پر ضد د پاريس تړون د لاسليک لپاره مهم خدمتونه کړي او د دغه تړون فعال عملي کوونکی هم دی. چين به تر ۲۰۳۰ کال پورې د چين د کورنيو توليداتو ارزښت په اړوند د کاربن دوه اکسايد د ايستنې منځنۍ اندازه د ۲۰۰۵ کال په پرتله ۶۵ سلنه کمه کړي، د غير نفتي انرژۍ د استعمال اندازه به د دوباره نه کارېدونکو انرژيو د لګښتونو په اندازه کې ۲۵ سلنه برخه ونيسي، د ځنګلونو د زېرمې اندازه به يې د ۲۰۰۵ کال په پرتله ۶ ميليارده متره مکعب زياته شي او د بادي او لمريزې انرژۍ په وسيله د توربينونو توليد د ظرفيت اندازه به يې تر يو ميليارد او دوه سوه ميليونه ميګاواټه زياته شي.
ځمکنۍ کره زموږ ګډ او يوازينی کور دی او اقليمي بدلون پر تا، ما او هغه يانې پر هر کس بد اغېز کوي. موږ اوس له کوويډ-۱۹ وبا، اقليمي بدلون او داسې نورو نړيوالو ننګونو سره مخامخ يوو، نو دغه کارونه چې حل يې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړوي، تر ټولو لازم او بيړني ښکاري. چين به له افغانستان او نورو هېوادونو سره ګډې هڅې وکړي، څو له اقليمي بدلون سره په نړيواله مقابله کې نوی پرمختګ وموندل شي.